مطالعه څنګه دود کېدای سي؟
رالېږونکی: عبدالهادي پوپل
دا پوښتنه چې مطالعه څنګه دود کېدای شي ډېره زړه ده، خو نوي اړخونه هم لري، موږ اورو چې بايد کتابونه ولولو خو کوم کتابونه؟ څنګه کتابونه او …
۱ ـ تاسې وينې چې د اکثره افغانانو اقتصاد کمزوری دی او وايي چې که سل افغانۍ په کتاب وروکوم ښه داده چې ډوډۍ پې واخلم چې پچيان مې وږي نشي، دا دليل سم دی چې خېټه مړول د ژوند اوله اړتيا ده، خو که هره ورځ درې افغانۍ د کتاب لپاره هم بېلې کړو او د مياشتې په پای کتاب پرې واخلو ډاډه يم چې نه به مو ډوډۍ کمه شوې وي او نه به مو ماغزه له فعاليت لوېدلي وي.
۲ ـ په افغانستان کې اکثره کتابونه له کره کتنو او ارزونو پرته چاپيږي، يو کس راپوته شي خپلې بابولالې راټولې کړي او د کتاب په بڼه يې خپرې کړي. دا داسې کتاب وي چې د زده کړې شئ نه پکې موندل کيږي او چې چاته په لاس ورشي نو له نورې مطالعې يې هم زړه توری کړي. اړينه ده چې د افغانستان علوم اکاډيمي مرکز او د اطلاعاتو او کلتور وزارت د يادې ستونز د حل په موخه جدي او آساسي اقدام وکړي.
۳ ـ د ښوونځي ملعمان او د پوهنتونونو استادان اړ دی چې کتاب لوستنې ته تر بل هرڅه زيات کمپاين وکړي، زموږ يو استاد وو ( عایل) کتاب ته، مطالعې ته او د پوهې لاسته راوړلو ته به داسې انګيزه راکوله چې ته وا چور دی او بايد چې نوي کتابونه ژر واخستل شي او په بيړه ولوستل شي.
نو د ټولو استادانو په ګډون له رسنيو او د فکر له خاوندانو هيله کيږي چې خپل وګړي د کتاب لوستلو ته وهڅوي. کتاب لوستل د ويښې ټولنې نښه.
۴ ـ ځينې کتابونه چې د نړۍ په نورو ژبو چاپيږي موږ ورته لاس رسی نه لرو، يو نيم يې هغه وخت را ژباړل کيږي چې ښه ډېر وخت پرې وتلی وي، ترڅو چې بيا موږ ته په لاس راځي اکثره موضوعات يې بدل شوي او نوي شوي وي. تاسې ټولو به اورېدلي وي چې ايران د اونۍ په دا خېل خامخا هغه کتاب په فارسي ژباړي چې د نړي په بله ژبه خپور شوی وي. دا چې موږ لار تر اوسه د اطلاتو او کلتور په وزارت کې د ژباړې کوم مرکز يا نلرو او يا که وهم په نشت حساب دی، دا ستونزه نوره هم جدي شوې ده . دغه وزارت بايد پدې برخه کې هم ګړندي، درانه او هر اړخيز ګامونه واخلي.
۵ ـ يو ځای مې لوستي وو چې د اېټاليا هېواد په زندانو نو کې چې کوم بندي څومره زياته مطالعه کوي په هماغه اندازه يې د بند ورځې کميږي خصوصا د هغه کتابونو د مطالعې امتياز ډېر دی چې د دولت لخوا ورته ټاکل شوي وي. نوربیا…