حضرت عمار (رض) او دده مبارک مور او پلار
حضرت عمار(رض) او دده مور او پلار داسلام لپاره دکافرانو دبې رحمه زړنو له امله زيات تکليفونه تېر کړل د مکې مکرمې پرتوده شګلنه مځکه باندي به سخت عذاب ورکول کېدئ نبي کريم(ص) ،چي به کله د دوى پر لوري ولاړى دوى ته به يې د صبر پيغام ورکاوه او دجنت زېرى به يې ورکاوه دده پلار حضرت ياسر(رض) په دغه تکليفونو کي مړ سو کافرانو ترمرګه پوري آرام نه پريښودئ او مور يې ابوجهل لعين په شرمګاه کي په نېزه ووهل او شهيده سوه د عمار (رض) مور حضرت سمية(رضی الله عنها) سپين سري وه خوبيا هم دهيڅ شى پروايې ونه لرل تر مرګ پوري د اسلام څخه نه واوښته په اسلام کي دښځو دشهادت وياړ لومړى دعمار(رض) مور ته ورپه برخه سو او همدا ډول داسلام دلومړى مسجد يعني دقبا مسجد جوړولو وياړ هم عمار(رض) ته ور په برخه سوى دئ ، کله ،چي رسول الله(ص) مدينې منورې ته تشريف يووړى عمار (رض) وويل ،چي د رسول الله(ص) لپاره د سوري يو ځاى جوړول ضروري دئ ،چي پکښي تشريف ږدي غرمه آرام پکښي کوي او لمونځ سوري ته کوي نو حضرت عمار (رض)اول ډبري را ټولي کړي او مسجد قبا يې جوړ کړ، حضرت عمار (رض) په جنګ کي په ډېره مينه او جذبه ګډون کاوه يوه ورځ په جنګ کي په جذبه راغلى او وې ويل : ځو د خپلو دوستانو سره يو ځاى کېږو ، د محمد(ص) د ډلي سره يو ځاى کېږو ، په دغه حالت کي تږى سو د او بو غوښتنه يې وکړه يو چا د اوبو پر ځاي شيدې ورکړې ده مبارک شيدې وڅيښلې بيايې وويل : مادرسول الله(ص) څخه اورېدلي دي ،چي ته به په ژوند کي وروستى شى شيدې څيښې ددغه خبري وروسته شهيد سو دشهادت پرمهال يې عمر شپږنيوي (٩٦) کاله وو ځينو بيا يونيم کال کم عمر ښودلى دى.([1])
([1] ) اسد الغابة ٢ \ ٣٠٨ الى ٣١١ .
راتلونکي برخه:
دمسلمانانو دپټ اسلام ساتلو، يوه بله دردونکې پېښه