رسول الله ﷺ په څلوېښت کلنۍ کي پيغمبر سو
کله ،چي رسول الله(ص) څلوېښت کلن سو الله(ج) پيغمبر وګرځاوه . حضرت عائشةB درسول الله(ص) دپيغمبرکېدو پېښه داسي بيانوي : رسول الله(ص) ،چي پيغمبر سوى نه وو په داسي ډول يې خوبونه ليدل ،چي ده مبارک ته يې يو ډول کيفيت پيښ کړ، بالاخرة يې غوره وګڼل ،چي دخلګو څخه بېل سي او يوازي دڅښتن تعالى(ج) عبادت وکړي ځکه رسول الله(ص) تر پيغمبرۍ وړاندي دبتانو هيڅ عبادت نه دئ کړي . رسول الله(ص) دکور څخه وواتى دحرا غار ته ولاړى هلته يې دالله(ج) عبادت پيل کړ، څو شپې به يې هورې وکړې بيا به کورته راغلى يو ځل رسول الله(ص) دحرا په غار کي وو يوه ملائکه راغله پر يوه داسي کټ ناسته وه ،چي ده يې سارى نه وو ليدلى کله ،چي ملائکه ده ته نژدې راغله ده(ج) ته يې وويل : ] اِقْرَءْ [ يعني ولوله! بيا يې په غيږ کي ونيوى بېرته يې ايله کړى ده مبارک په جواب کي ورته وويل : ]ما انا بقاري [ يعني زه لوستل نه سم کولاى بيا ملائکي ورته وويل : ]اِقْرَءْ [ يعني ولوله ! بيا يې په غيږ کي ونيوى بېرته يې ايله کړى ده مبارک بيا ورته وويل : ] ما انا بقاري [ يعني زه لوستل نه سم کولاى ، ملائکي دريم ځل په غيږ کي ونيوى بېرته يې ايله کړى او ورته وويل :
ژباړه: [ ملائکي ،چي دغه اياتونه ورته ولوستل دى مبارک را روان سو ډېر بېرېدلى وو کورته راغلى خديجې(رض) ته يې وويل : پر ماجامي واچوه ! ، پر ماجامې واچوه! خديجې(رض) جامې پر واچولې کله ،چي درسول الله(ص) څخه بېره ليري سوه خديجې (رض) ته يې وويل زه پر خپل ځان بېرېږم يعني داچي کومه لويه ستونزه به راته پېښه سي ځکه ماداسي حالت ليدلى دئ ،چي ډېر يې بېرولى يم خديجې(رض) ډاډ ورکړ، بيا يې تر لاس ونيوى خپل داکا زوى ورقة بن نوفل ته يې وروستى ځکه هغه عالم وو کله ،چي ورقه بن نوفل ته ورغلل خديجې(رض) ورته ويل : دوراره څخه دي واوره! عجيبه قصه ورته پېښه سوې ده! رسول الله(ص) ورقه بن نوفل ته هغه قصه بيان کړه کومه ،چي ده مبارک ته پېښه سوې وه ورقة بن نوفل رسول الله(ص) ته وويل : دغه ملائکه موسى(ع) ته هم راغلې وه، ته هيڅ فکر مه کوه ، زه تاته زېرى درکوم ،چي الله(ج) به دي پيغمبر کړي ، بيا هغه ځاى ته ولاړ سه کاشکي زه ځوان واى ما به ستا مرسته کړې واى ځکه ستا قوم تا د خپل وطن څخه باسي . رسول الله(ص) ورته وويل : ماخپل قوم وباسي ؟ ورقه بن نوفل ورته وويل : هو ، تا وباسي ځکه هر پيغمبر ،چي الله(ج) په پيغمبرۍ لېږلى دئ هغه پيغمبر خپل قوم دخپل وطن څخه ايستلى دئ خو بيا هم که زه ژوندى وم زه به دي خامخا مرسته کوم.([1])
ددغه نېټې څخه په نړۍ کي ديو ستر انقلاب پيلامې پيل سوې او دتاريخ لويي کرښي پر بل لوري رواني سوې تر داسي بريده ،چي دبشريت زياته برخه يې دجهالت دزندان دکړيو څخه خلاصه کړه او ديوه تل پاتي سوکاله ژوند څښتنه يې کړه .
رسول الله(ص) تر لږ ځنډ وروسته ودې ته وهڅول سو ،چي خلګو ته دعوت ورکړي يعني ديوه خداى(ج) عبادت ته يې راوبولي او دبتانو دعبادت څخه يې منعه کړي که څه هم ددغه کار په پيل سره دلنډمهالو ناخوالو پيلامه وه خو رسول الله(ص) دخپل څښتن(ج) دلارښووني سره سم په دعوت پيل وکړ، البته دغه دعوت لومړى په پټه کېده وروسته بيا په څرګند ډول ټولو خلګو ته دعوت پيل سو.
[1] : البخاري – الصحيح ( فتح الباري ج : ٦ \ ٥٦٤ ) مسلم شرح النووي ٣\ ١٨٢٤ ، ١٨٢٧ . ابن هشام السيرة ١\ ٢٥١ . فتح الباري ١\ ٣٠ ، ٣١ کتاب بدء الوحي حديث رقم : ٣ .
Nearest Drug Rehab Center http://aaa-rehab.com Alcohol Rehab Near Me http://aaa-rehab.com Best Alcohol Rehab Near Me
http://aaa-rehab.com