دپيغمبرۍ په يوولسم کال ددعوت لمن پراخه سوه
کله ،چي درسول الله(ص) دپيغمبرۍ لس کلونه پوره سوه په يوولسم کال ،چي ديثرب (مدينې) څخه داوس او خزرج قومونو خلګ دحج دادايني لپاره راغلل رسول الله(ص) داسلام وسپېڅلي دين ته راوبلل يو شمېر خلګ پکښي مسلمانان سوه بيا بېرته خپلو قومونو ته ولاړه دهمدې ځاى څخه په يوه معنا داسلامى دعوت لمن پراخيږي ځکه کله ،چي په راتلونکي کال کي بيا داوس او خزرج دقومونو خلګ دحج لپاره راغلل يو شمېر يې درسول الله(ص) سره بيعت وکړ او يوې بلي لويي ډلي بيا دپيغمبرۍ په ديارلسم کال درسول الله(ص) سره بيعت وکړ، ،چي دغه دوهم بيعت ( تړون ) ته داسلام په تاريخ يوه سپېنه نقطه ويلاى سو ،چي پوره بيان يې دلانديني بيان څخه عبارت دئ : ([1])
دپيغمبرۍ په دوولسم کال درسول الله(ص) سره سپېڅلي تړون
( بيعة العقبة الاولى ) :
کله ،چي دمدينې داوس او خزرج خلګ دحج دادايني لپاره دپيغمبرۍ په دوولسم کال راغلل نو يو شمېر خلګو يې درسول الله(ص) سره ملاقات وکړئ په دوى كي يوه دوولس کسيزي ډلي درسول الله(ص) سره بيعت ( تړون ) وکړئ ،چي بيعة عقبة الاولى ورته وايي دغه دوولس کسيزه ډله داوس او خزرج قومونو څخه جوړه وه ،چي لس کسه يې دخزرج له قومه څخه وه او دوه تنه يې داوس له قومه څخه وه په دغه ډله کي نوموتى صحابي عبادة بن صامت هم شامل وو دوى مبارکانو درسول الله(ص) سره داسي تړون وکړئ ،چي موږ به زنا ، غلا ، بهتان ، شرک اوداسي نور شيان ،چي اسلام منعه کړي دي نه به يې کوو او کومو شيانو ،چي په اسلامي دين کي وموږ ته امر کېږي هغه به ټوله برپايه کوو حاصل داچي اسلامي ټولو اساساتو ته به ددرنښت په سترګه ګورو . ([2])
کله ،چي تړون بشپړ سو نو دوى مبارکانو وغوښته ،چي بېرته ديثرب پر لوري وخوځيږي رسول الله(ص) ددوى سره مصعب بن عمير(رض) او عبدالله بن ام مکتوم(رض) ملګري کړل ددې لپاره ،چي په هغه ځاى کي پردوى باندي قرآن لولي او نور خلګ داسلام ولوري ته را وهڅوي . مصعب بن عمير(رض) درسول الله(ص) دامر سره سم ددوى سره مدينې ته ولاړئ او دده په لاس باندي زيات شمېر خلګ په اسلام مشرف سوه کله ،چي دمسلمانانو شمېر څلويښتو تنو ته ورسېدئ رسول الله(ص) ديوه ليک په مټ ومصعب بن عمير(رض) ته دنده ورکړه ،چي په همغه ځاى کي ومسلمانانو ته دجمعې دلمانځه کولو امر وکړي .([3])
پاته دي نه وي ،چي اسعدبن زارة(رض) لومړى كس دئ ،چي داسلام په تاريخ كي دسفارت په دنده ګمارل سوى دئ .
[1] : ابن هشام – السيرة النبوية ٢ \ ٧٧ ، ٧٩ .
[2] : البخاري – الصحيح ( فتح الباري ١ \ ٦٦ ) ، مسلم – الصحيح ٣ \ ١٣٣٣ ، الامام احمد – المسند ٥ \ ٣١٣ ، ابن سعد – الطبقات ١ \ ٢١٩ .
[3] : ابن هشام – السيرة ١ \ ٤٣٨ ، ابن حجر – فتح الباري ١٥ \ ٧٥ .
راتلونکې برخه:
دپيغمبرئ په ديارلسم کال دمسلمانانو دوهم تړون
To assignment the cubes adapt to As and the fogle Cialis on line the weak sufficiency logistic is interpersonal