دابوبکر(رض) دښکاره دعوت غوښتنه
کله ،چي د مسلمانانو شمېر (٣٩) نفرو ته ورسېدئ نو ابو بکر (رض) د اسلام د ښکاره کولو لپاره درسول الله(ج) څخه غوښتنه وکړه ،چي په څرګند ډول تبليغ وکړل سي . رسول الله (ص) اول ځل انکار وکړ، خود ابو بکر صديق (رض) په ډېر ټينګار يې دده غوښتنه قبوله کړه داسلام د ښکاره کولو اجازه يې ورکړه دوى ټول مبارکان د کعبې مسجد ته ولاړه حضرت ابو بکر صديق(رض) د تبليغ خطبه پيل کړه داپه اسلام کښي تر ټولو لومړۍ خطبه وه ،چي ده مبارک وويل .په دغه ورځ سيد الشهداء حضرت حمزه (رض) د نبي (ص) اکا هم اسلام راوړى او تر دغه ورځي درې ورځي وروسته حضرت عمر (رض) په اسلام مشرف سو خطبه ،چي پيل سوه د څلورو طرفونو څخه کافرانو او مشرکانو پر مسلمانانو چپاو راوړى حضرت ابو بکر صديق (رض) سره ددې ،چي په مکه مکرمه کښي دده عزت او درنښت منل سوى وو خو کافرانو دومره وواهه ،چي مخ مبارک يې د وينو ډک سو پوزه او غوږونه يې ټوله په وينو رنګ سول اونه پېژندل کېده په سوکانو او لغتو يې وواهه او سربېره پکښي وغورځېده څه ،چي يې په توان وه هغه يې ورسره وکړل ابوبکر صديق (رض) بې هوښه سو دده مبارک خپل قوم بنو تميم خبر سو او ددغه ځاى څخه يې پورته کړئ او کورته يې را وړئ ، ټولو خلګو ته دايقنيي وه ،چي ابوبکر صديق(رض) ددې بې رحمه يرغل څخه ژوندى نسي پاتېدلاى بنو تميم مسجد ته راغلل او اعلان يې وکړ، ،چي کچيري ابوبکر (رض) ددې ووهلو څخه مړ سو نو موږ به يې په بدله کښي عتبة بن ربيعة ووژنو عتبة د حضرت ابوبکر صديق (رض) په وهلو کښي دزياتو بد بختيو اظهار کړى وو تر ماښام پوري ابوبکر صديق (رض) بې هوښه وو دوى ،چي به هر څه ورته وويل ده مبارک به خبري نه کولې ځکه دخبرو کولو توان يې دلاسه ورکړى وو کله ،چي ماښام سو دوى بيا ډېر ږغونه ورته وکړه ددې لپاره ،چي خبري وکړي په دغه وخت کي ده مبارک دخبرو توان پيداکړى وو خبري يې وکړې خو لومړى خبره يې داوه ،چي د محمد(ص) څه حال دئ ؟ هغو ورته وويل ،چي دهغه د لاسه دومره غم درته پېښ سو ټوله ورځ د مرګ په خوله کښي وي ته يې لاپوښتنه کوې ؟ ټوله ورځ دي دمرګ او ژوند درک نه وو معلوم اخر ،چي څه ساه در پکښي پاته ده هغه دي هم د نبي (ص) پوښتني کوې ؟ خلګ ولاړ سوه دولاړېدو په وخت کي يې دده مور ام خير ته وويل : ،چي دده د خوړلو او څيښلو لپاره يو شى برابر کړه موريې هم يو شى برابر کړى رايې وړى اوده ته يې په خوړو ټينګار وکړئ خو دده مبارک هغه يوه خبره وه ،چي د نبي (ص) څه حال دئ؟ پر هغه څه تېر سوه؟ دده مبارک مور ورته وويل زه خو په هغه نه يم خبره، ابوبکر(رض) ورته وويل ،چي دحضرت عمر (رض) خور ام جميل ته ورسه او دده(ج) پوښتنه ځني وکړه هغې غريبي د خپل زوى د مظلومانه او پرېشانه حالت د غوښتني د پوره کولو لپاره و ام جميل ته ورغله او د نبي (ص) دحال پوښتنه يې ځني وکړه هغې هم د عامو مسلمانانو په څېر خپل اسلام پټ ساتلى وو ودې ته يې وويل ،چي زه هيڅ څوک نه پېژنم او محمد (ص) څوک دئ؟ ستا د زوى ابوبکر (رض) په حال خبره سوم ډېره خوا بدي سوم کچيري ته وايي ،چي راسره ولاړه سه ستاسره به ولاړه سم او ستاد زوى حال به ووينم ، د ام خير ورسره خوښه سوه دواړي يو ځاى راغلې او د ابوبکر(رض) حال يې وليدئ ام جميل ،چي ورته وکتل د توان څخه يې ووتل بې اختياره په ژړا سوه ،چي دې بدعملو پر څه حال باندي کړى دئ الله (ج) دي دوى ته خپله سزا ورکړي حضرت ابوبکر صديق (رض) ددې څخه پوښتنه وکړه ،چي نبي (ص) پرڅه حال دئ؟ ام جميل دابوبکر (رض) د مور و طرف ته اشاره وکړه ،چي دايې اوري ابوبکر (رض) ورته وويل ددې څخه مه بېرېږه ام جميل ورته وويل ،چي رسول الله (ص) بيخي جوړ او روغ دئ ،ابوبکر صديق (رض) پوښتنه ځني وکړه ،چي اوس چيري دئ ؟ ام جميل ورته وويل ،چي دارقم(رض) په کور کښي دئ ابوبکر (رض) و فرمايل ،چي زما دي په الله(ج) قسم وي ،چي تر هغه وخته پوري به هيڅ خوړل او څيښل ونه کړم ترڅو رسول(ص) ونه وينم . دده مبارک مو ر بيا پدې وجهه ناارامه وه ،چي دى يو څه خوراک او څيښاک وکړي ترڅو يوڅه توانايي يې په بدن کي پيداسي ځکه کافرانو ټوک ، ټوک کړى وو.دبلي خوا ده مبارک قسم کاوه ،چي زه به تر هغه وخته پوري خوراک ونه کړم ،چي نبي (ص) ونه وينم په همدې وجه موريې انتظار وکړى ،چي دخلګو تلل او راتلل بند سي بيايې د رسول الله(ص) د ليدلو لپاره بوزي پدې وجه ،چي څوک يې ونه ويني او تکليف ورونه رسوي کله ،چي دشپې ډېره برخه تېره سوه نو ابوبکر(رض) يې دارقم کور ته بوتى کله ،چي ابوبکر’ ورورسېدئ درسول (ص) په غاړه کي يې لاس ور واچوى او رسو ل الله (ص) دده په غاړه کي لاس واچوى دواړه په ژړا سول ټول مسلمانان هم په ژړا سول ځکه ،چي د حضرت ابوبکر صديق (رض) حال د ليدلو نه وو ددې څخه وروسته ابوبکر صديق (رض) خواست وکړ، ،چي دا زما مور ده تاسو ددې لپاره د هدايت دعاء وکړئ او دې ته د اسلام بلنه ورکړئ نبي (ص) لومړى دعاء ورته وکړه او وروسته يې اسلام ته و هڅول دا مبارکه په دغه وخت کي مسلمانه سول.([1])
کله ،چي رسول الله(ص) ته الله(ج) امر وکړى ،چي خپله کورنۍ دي دالله(ج) دعذابونو څخه وبېروه يعني داسلام ولوري ته دعوت ورکړه نو رسول الله(ج) په څرګندډول دعوت پيل کړ .([2])
([1] ) ابن کثير – السيرة ١\ ٤٤٠ ، سبل الهدى والرشاد ٢ \ ٣١٩ .
[2] : öÉRr&ur y7s?uϱtã úüÎ/tø%F{$# ÇËÊÍÈ سورة الشعراء الاية (٢١٤ )
Local Drug Rehab Centers http://aaa-rehab.com Alcohol Rehab Near Me http://aaa-rehab.com Alcohol Rehab Centers Near Me
http://aaa-rehab.com
Is the more 1990РІs Cialis buy Fall headlong Unbroken: Antithesis strays
Stteyq zyzhmx generic cialis 2020 cialis over the counter