مخپاڼه / سیرت نبوی / درسول اکرم ﷺ دوژني لپاره دقريشو مشوره

درسول اکرم ﷺ دوژني لپاره دقريشو مشوره

درسول اکرم ﷺ دوژني لپاره دقريشو مشوره

 

قريشو ،چي دمبارکو اصحابانو رضی الله عنهم  هجرت وڅارى په دې پوه سوه ،چي اوس نو زموږ لپاره ديوې لويي بلا لاره پرانستول سوه ځکه که هغوى مهاجر سي نو زموږ دتجارت لويه لاره بندولاى سي او هر وخت ،چي وغواړي دتوانايۍ په  پيداکېدو سره کولاى سي ،چي پر موږ حمله وکړي نو ددې ناورين څخه دوتلو لاره بايد ولټول سي نو له دې امله يې دا غوره وګڼل ،چي دقريشو يوه لويه مشوره را وبلي او يوه لاره پيدا کړي هغه وو ،چي دقريشو دمشورې په سراى ( دارالندوه ) کي  دقريشو اوه واړه قومونه سره راټول سوه درسول الله(ص) څخه دخلاصون په موخه يې ډول ، ډول نظرونه وړاندي کړل خو آخر دلوى بدبخت ابوجهل رايه ټولو تصويب کړه دده رايه دا وه ،چي دټولو قومونو څخه يو ، يو نامتو پهلوان دي وګومارل سي په ښه وسله دي سمبال سي او رسول الله(ص) دي ووژني کله ،چي محمد(ص) ووژل سو نو دده کورنۍ ددې توانايي نه لري ،چي دټولو قومونو سره جګړه وکړي آخر دې ته اړه ده ،چي ديت واخلي نو موږ ټول قومونه به ديت ورکړو او دتل لپاره به دده دشر څخه ځانونه خلاص کړو ددې نظر په وړاندي کولو سره ټول موافق سوه او عملا يې دغه کار پيل کړ  او درسول الله(ص) دوژني لپاره يې لاندني کسان وټاکل :

١ : ابوجهل بن هشام

٢ : عقبه بن ابي محيط

٣ : امية بن خلف

٤ : طعيمة بن عدى

٥ : ابي بن خلف

٦ : منبه بن الحجاج

٧ : حکم بن عاص

٨ : نضر بن حارث

٩ : زمعة بن بن الاسود

١٠ : ابولهب

١١ : بنيه بن الحجاج دمنبه بن الحجاج ورور .([1])

[1]  : ابن حجر – فتح الباري ٧ \ ٢٣٦ ، زاد المعاد ٢ \ ٥٢ .

راتلونکې برخه:

درسول الله(ص) دوژني لپاره دقريشو تابيه

دغه هم وګوری

سیرت النبي ﷺ آته څلویښتمه خپرونه

شیخ مولوي عنایت الله علمي صاحب حفظه الله ډانلوډ  

2 تبصیری

  1. which productions firing off Cialis discount Smacking the — riff it on

  2. suddenly sugar [url=https://amstyles.com/#]albuterol inhaler generic prices[/url] exactly situation nearly interaction albuterol inhaler
    for sale generic therefore employ albuterol inhaler generic prices definitely whereas https://amstyles.com/