مخپاڼه / سیرت نبوی / درسول (ص) پيدايښت

درسول (ص) پيدايښت

درسول (ص)پيدايښت

رسول الله(ص) دصحيح وينا مطابق دفيل په کال پر٢٢ داپريل د (٥٧١ م) سنې ددوشنبې په ورځ دلومړۍ خور پردولسمه نېټه خپلي ګلورني سترګي پر نړۍ پرانستلې او دې پراخي نړۍ ته يې يو سوکاله سباوون وروبخښى.([1])

روضة الافكار دحضرت سهل(رض) څخه روايت كوي :  كله ،چي الله(ج) درسول(ج) دپيدايښت اراده وكړه ورضوان ملائكي ته ،چي دجنت سرپرسته ده امر وكړى ،چي دجنت فردوس دروازې خلاصي كړي ، په اسمانوكښي يو چا ږغ وكړ : خبر اوسئ! دالله(ج) نور ،چي پټ وو او خزانه وو نن شپه د بي بي امينېU په وجود كښي قرار پيداكړ .

حسان بن ثابت’  وايي : زه اوه كلن هلك وم په دغه شپه يو يهودي عالم ږغ وكړى او وې ويل: اې ديهودو قومه ! بېشكه نن شپه دمحمداخرزمان(ص) ستوري راوخاتى.([2])

درسول(ص) مباركه مور بي بي امينه(رض) وايي : زه د خپل زوى حضرت محمد(ص)په حمل هيڅ نه پوهېدم ځكه ما دحمل هيڅ تكليف او دروندوالى نه ليدئ لكه نوري حمل داري ښځي  ،چي يې لري كله ،چي زماڅخه حضرت محمد(ص) جلاسو ما يو نور وليدئ ،چي دمشرق اومغرب منځ يې روښانه كړى ؤ او مايې په روښنايي كښي دشام ماڼۍ وليدې.([3])

درسول الله(ص) دحمل په څلورمه مياشت دده مبارك پنځويشت كلن پلارعبدالله وفات سو په مدينه منوره كښي خاورته وسپارل سو ترشا يې پنځه اوښان څه پسونه اويوه مينځه پاته سوه نوموړې مينځه دايمن مور وه اونوم يې بركهB وه  ،چي درسول الله(ص) تربيه يې كړې ده. كله ،چي درسول الله(ص) پلار عبدالله وفات سو نوملائكو وژړل اووې ويل اې الله! ستا نازولى پيغبريتيم پاته سو الله(ج) ورته وفرمايل : زه يې ساتونكى ، پالونكى اومرسته کونکى يم .بي بي امينې(رض) ويلي دي : كله ،چي دمحمد(ص) دپيدايښت شپه سوه ،چي ددوشنبې شپه اودسهاردسپېدو وخت وو يوه ډله راغله داسمانه څخه يې  درې بيرغونه راكښته كړه يو بيرغ يې دمكې مكرمې پر بام ودراوه يو بيرغ يې پر بيت المقدس ودراوه اويو بيرغ يې زما پركور ودراوه ، ستوري ماته داسي را نژدې سوه مابه ويل اوس به پرما راولوېږي داسمان دروازې خلاصي سوې ، دنيا ټوله دنورڅخه ډكه سوه وروسته مرغان راكښته سوه زماپركور چاپېره سوه ،چي موشكي يې دزبرجدو څخه وې او وزرونه يې دياقوتو څخه وه .

صاحب الشفاء ليكي : دعبدالرحمن بن عوف(رض) مور وايي : ،چي رسول الله(ص) زما پرلاس پيداسو كوم وخت ،چي پيدا سوداسي ناره يې وكړه : رحمك الله وروسته داسي روښنايي سوه ،چي دمشرق اومغرب منځ يې ټوله ونيوى .

امينهB وايي : كوم وخت ،چي محمد(ص) زما څخه جلاسو لومړى يې پښې پيداسوې بيا يې سر پيداسو  يعني دنورو كوچنيانو پر عكس باندي .بيا يې په ښه روښانه الفاظو وويل :  

j اَللهُ اَكْبَرْ اَللهُ اَكْبَرْ اَللهُ اَكْبَْر اَلْحَمْدُ لِلهِ رَب الْعَالَمِيْن i

عكرمه(رض) ويلي دي : عبدالله بن عباس(رض)دخپل پلارعباس(رض)څخه روايت كوي ، عباس(رض) بيا روايت دخپل پلار عبد المطلب څخه كوي ،چي ويلي يې دي : رسول الله(ص) ،چي پيداسو سنت سوي وو او نوه يې هم پرې سوي وو .([4])

کله ،چي درسول الله(ص) دزېږد خبر اويا کلن عبدالمطلب ته ورسېدئ عبدالمطلب ډېر خوشحاله سو او په چابکۍ راغلى مکې ته يې بوتئ او نوم يې محمد(ج) پر کښېښودئ.([5])

([1] ) مسلم – الصحيح ج : ٨ ص : ٥٢ ، ابوداود – السنن ج : ٢ ص : ٨٠٨ ، ٨٠٩ . الامام احمد – المسند ج : ٥ ص : ٢٩٧ ، ٢٩٩ . اما تحديد عام الفيل فهي الاقوى بين الروايات : الحاکم – الستدرک ٢ ص : ٦٠٣ . ابن هشام – السيرة ج : ٢ ص : ١٥٥ . وذکر خليفة في تاريخه ص : ٥٣ بان ذالک هو المجتمع عليه . تاريخ خضرمي جلد(١)صفحه (٦٢) رحمة للعالمين جلد(١) صفحه (٣٨، ٣٩)

([2] ) قَالَ ابْنُ إسْحَاقَ : وَحَدّثَنِي صَالِحُ بْنُ إبْرَاهِيمَ بْنِ عَبْدِ الرّحْمَنِ بْنِ عَوْفٍ ، عَنْ يَحْيَى بْنِ عَبْدِ اللّهِ بْنِ عَبْدِ الرّحْمَنِ بْنِ سَعْدِ بْنِ زُرَارَةَ الْأَنْصَارِيّ . قَالَ حَدّثَنِي مَنْ شِئْت مِنْ رِجَالِ قَوْمِي عَنْ حَسّانَ بْنِ ثَابِتٍ ، قَالَ وَاَللّهِ إنّي لَغُلَامٌ ……….وَهُوَ ابْنُ سَبْعِ سِنِينَ .  ابن هشام – السيرة ج : ١ ص : ١٥٩

([3] ) السيرت لشيخ عبدالله صفحه (١٢)

([4] ) تلفيح الفهوم صفحه (٤)

[5]  : ابن هشام – السيرة ج : ١ ص : ١٥٩ .

ــــــــــــــــــــــــــــــــــ

راتلونکي برخه :

درسول الله(ص) داياني

دغه هم وګوری

سیرت النبي ﷺ آته څلویښتمه خپرونه

شیخ مولوي عنایت الله علمي صاحب حفظه الله ډانلوډ