مخپاڼه / سیرت نبوی / مدني ژوند په مديني ژوند کي دودي اوسمون په هيله پرېکړي
سیرت

مدني ژوند په مديني ژوند کي دودي اوسمون په هيله پرېکړي

مدني ژوند په مديني ژوند کي دودي اوسمون په هيله پرېکړي

  دهمدې ژوند په پيلامه کي نبوي مسجد جوړ سو ، رسول الله(ص) دمسلمانانو په منځ کي دمواخاة تړون رامنځته کړ ، دمدينې ديهوديانو سره داور بند تړونونه وسوه ، داسلامي حکومت بنسټ کښېښودل سو، دجهاد اجازه تر لاسه سوه ،دمهاجرو اوانصارو ترمنځ دتحالف پرېکړه وسوه او داسي نوري برياوي لاسته راغلې ،چي هريوه يې يو لوى بحث دئ او داسلام په تاريخ کي زريني ليکي لري په هرصورت هر پرېکړه دمسلمانانو لپاره دبريا پر لوري يو خوځښت و، مسلمانانو ورځ تر بلي نوې ساه اخيسته ترداسي بريده ،چي په جهاد کولو يې پيل وکړ او دجهاد لوى وياړ يې په برخه سو .([1])

[1]  : البخاري – الصحيح ( فتح الباري ) ٧ \ ١١٢ . البلاذري – انساب ١ \ ٢٧٠ . ابن هشام – السيرة ١ \ ٥٩٥ . الطبري ٢ \ ٤٠٢ ، ابن شبة – تاريخ المدينة ١ \ ٢٨٦ ،

دجهادي خوځښتونو پيل

دپورتنيو لاسته راوړنو وروسته مسلمانان په منظم قوت سره وپېژندل سوه ځان ته يې فوجي قطعات پيدا کړه ، دشپې يې ګښت کاوه او پدې باور سوه ،چي نور نو دکافرانو هغه هيلي ناهيلي سوې ،چي په اسانه سره به دمسلمانانو جړي کاږي اوسپېڅلى پيغمبر(ص) به وژني . الله(ج) مبارکو اصحابانو(رضی الله عنهم ) ته دخپل پيغمبر(ص) پر ژبه دجهاد کولو اجازه ورکړه او دې ته يې وهڅول ،چي دعربو لويه بيديا دالله(ج) ددښمنانو څخه پاکه کړي او دهغه ناتوانو مسلمانانو غم وخوري کوم ،چي په مکه کي يې دقريشو تر وحشيانه آمريت لاندي ژوند کاوه له همدې امله درسول الله(ص) دامر سره سم ټول مسلمانان جهاد ته تيار سوه او يو په بل سې يې غزاوي او سريې پيل کړې ،چي دهري غزا اوسريې بيان به په لنډ ډول سره وروسته راسي . داچي غزا اوسريه له څه څخه عبارت دي تعريف يې په لاندي ډول دئ :

دغزا اوسريې تعريفونه

غزادهغه پيښي څخه عبارت ده ،چي اسلامي فوج درسول الله(ص) په قيادت دجنګ کولو په موخه وتلئ وي که جنګ سوى وي او که نه وي سوى خو غزا ورته ويل کېږي .

سريه دهغه پيښي څخه عبارت ده ،چي اسلامي فوج دجنګ کولو په موخه وتلى وي خو رسول الله(ص) ورسره ملګرى نه وي .

په اسلام کي لومړۍ غزا د (( ودان ـــ ابواء )) غزا

نوموړې غزا هغه وخت رامنځته سوه ،چي پوره يو کال دهجرت تېرسوى وو يعني دهجرت په دوهم کال دصفري په دوولسمه نېټه نوموړې غزا رامنځته سوه . دپيښي تفصيل په دې ډول وو ،چي رسول الله(ص) دمدينې دنظم چاري سعدبن عبادة(رض) ته وسپارلې او خپله يې اويا کسيز فوج په دې موخه تيار کړ، ،چي دقريشو ديوې قافلې مخه ونيسي کله ،چي ابواء نومي ځاى ته ورسېده ،چي دمدينې څخه ((٢٩)) ميله ليري وو په هغه ځاى دقريشو دقافلې په تمه تم سوه خو کومه پېښه رامنځته نه سوه رسول الله(ص) خپل فوج بېرته دصفري دمياشتي په تېرېدو سره راستون کړ او دراتګ پر مهال يې دبنوضمره قوم دمشر عمرو بن مخشي سره حليفانه ( هم پيمانۍ ) تړون هم وکړ، ،چي دا هم دمسلمانانو لپاره يوه بريا وه  .([1])

[1]  : ابن هشام – السيرة ١ \ ٢٩٩ ، البخاري – الصحيح ( فتح الباري ) ٧ \ ٢٧٩ ، خليفة بن خياط – تاريخ ص \ ٥٦ .

راتلونکې برخه:

پوښتنې

دغه هم وګوری

سیرت النبي ﷺ آته څلویښتمه خپرونه

شیخ مولوي عنایت الله علمي صاحب حفظه الله ډانلوډ  

3 تبصیری

  1. Buy Thyroxine Online India Generic Viagra Shipped To P O Box Priligy Foro Buy Cialis Buy Vibramycin Doxycycline New Zealand Kamagra Uk Next Day Buy Propecia Canada 1 Mg

  2. Real Dutasteride In Internet Virginia Beach Viagra Effets Secondaires Viagra.Ch Cialis Avis Acheter Viagra Ligne En Noisy