دقريشو ناکامي
او درسول الله ﷺدمدينې لوري ته حرکت
قريشو دشپې دپيل څخه درسول الله(ص) کور محاصره کړى وو او دايې پتيلې وه ،چي کله محمد(ص) دشپې بيده سي په ناڅاپي ډول به حمله پر کوو او وژنو به يې پدې نه وه خبر ،چي دڅښتن تعالى(ج) توانايي دومره لويه ده ،چي دانسان په ناتوان فکر يې لاره نسي ډب کولاى په هرصورت رسول الله(ص) دشپې را وواتى دقريشو ليکي يې وڅارلې بيا يې وعلي(رض) ته امر وکړ، ،چي زما پر بستره باندي بيده سه الله(ج) به دي ددوى د شر څخه وژغوري او خپل يو پټو يې هم ورکړئ ددې لپاره ،چي پرځان يې واچوي .
رسول الله(ص) يو مټ ريګنه خاوره واخيسته ددوى پرلوري يې وغورځول الله(ج) دغه خاوره ددوى ټولو سترګو ته ورسول سترګي يې وتړل سوې رسول الله(ص) يې هيڅ نه وليدئ . رسول الله(ص) برابر دابوبکر کورته ولاړى دهغه ځاى څخه دواړه مبارکانو حرکت وکړى پنځه ميله ليري دثور غره ته وختل په هغه ځاى كي يو غار وو په هغه غار ننوتل دلته قريشو دانتظار شېبې تېرولې يو کس ورته راغلى پوښتنه يې ځني وکړه ،چي تاسو څه کوئ ؟ قريشو ورته وويل ،چي موږ دمحمد(ص) دوژني لپاره ناست يو هغه کس ورته وويل : قسم په الله(ج) ،چي هغه ولاړى تاسو نه وليدئ دوى حيران سوه دمحمد(ص) دپرېوتو ځاى ته ورغلل که يې وکتل درسول الله(ص) په څېر يو کس پروت دئ دوى په خپلو کي سره وويل ،چي دادئ محمد(ص) پروت دئ بيا ورته منتظر سوه کله ،چي سهار سو حضرت علي(رض) دهغه ځاى څخه را ولاړ سو دوى ځني وپوښتل ،چي محمد(ص) څه سو ؟ علي(رض) په جواب کي ورته وويل : زه نه يم خبر . په همدغه مهال دوى پوه سوه ،چي زموږ هڅه ناکامه سوه او په خپل شوم هدف کي بريالي نه سو .([1])
[1] : رحمة للعالمين ١ \ ٩٥ ، مختصر السيرة للشيخ عبدالله ص \ ١٢٧ .
راتلونکې برخه:
درسول الله ﷺ دبيا نيوني لپاره دقريشو منډي ترنډي
Substance Abuse Assessment Near Me http://aaa-rehab.com Drug Rehab Centers Near Me http://aaa-rehab.com Residential Drug Treatment
http://aaa-rehab.com