مخپاڼه / سیرت نبوی / رسول الله(ص) دښکاره دعوت کولو لپاره دصفا غونډۍ ته وخاتى

رسول الله(ص) دښکاره دعوت کولو لپاره دصفا غونډۍ ته وخاتى

رسول الله(ص) دښکاره دعوت کولو لپاره دصفا غونډۍ ته وخاتى

رسول الله(ص) دپورتني امر سره سم دصفا غونډۍ ته وخاتى دمکې ټول خلګ يې وځان ته راوبلل کله ،چي ټوله سره رايوځاى سوه نو رسول الله(ص) ځني وپوښتل : اې خلګو! که زه تاسو ته ووايم ،چي په دغه دره کي سواره فوجيان راغلي دي غواړي ،چي پرموږ حمله وکړي تاسو يې منئ ؟ دوى په جواب کي ورته وويل : هو ! ځکه موږ تر اوسه پوري په تاکي داسي خبره نه ده ليدلې ،چي درواغ وي . رسول الله(ص) ورته وفرمايل : ،چي داسي ده نو داخبره هم راسره ومنئ ،چي تاسو ،چي دکوم شى عبادت کوئ يعني دبتانو په عبادت کولو بوخت ياست دا پرېږدئ ديوه الله(ص) ولوري ته پاملرنه وکړئ او ديوه خداى(ج) عبادت وکړئ کافرانو ،چي دده مبارک ګټوري خبري واورېدي مخ يې ځني واړوى بلکي په دوى کي ابولهب وويل : ]تبالک سائر اليوم الهذا دعوتنا؟ [ يعني ته دي هلاک سې ټوله ورځ دي ددې لپاره راغوښتي وو؟ .([1])

په لومړيو وختونو کي رسول الله(ص) کافران يوازي دتوحيد ولوري ته رابلل بيا رسول الله(ص) په دغه دعوت بسنه ونه کړه بلکي دشرابو څيښل ، سود کول ، زناکول او داسي نور شيان يې هم حرام وبلل او خلګ يې ځني منعه کول ، حال داچي دغه کړني په قريشو کي دوياړ او افتخار کړني وې . ددې سره رسول الله(ص) د دوى څخه ديوې داسي کړني غوښتنه وکړه ،چي دوى ته بيخي د نه منلو وړ او زياته حيرانونکې وه هغه داچي رسول الله(ص) دالله(ج) دلارښووني سره سم ودوى ته بلنه ورکړه ،چي ټول انسانان دالله(ج) په وړاندي په يوه شان دي کوم څوک پر بل چا باندي دنسب شرافت او درنښت نه لري حال داچي رسول الله(ص) خپله ديوې درنې کورنۍ څخه وو دوى په دې خبره حيران هم سوه او سخت په غصه هم سوه حيرانتيا يې له دې امله وه ،چي رسول الله2 خپله ددرنې کورنۍ څخه دئ اوغواړي ،چي نور کمزوري خلګ دځان سره برابر کړي او له دې امله په غصه سوه ،چي په دوى کي داسي دود وو ،چي ځيني خلګ به سپک وه او ځيني به درانه وه ، دځينو نسب به مشرف وو او دځينو نسب به سپک وو دوى درسول لله(ص) په دغه وينا سره تر لاس لاندي کسانو باندي نوره هم کړۍ راتنګه کړه .

په هرصورت رسول الله(ص) خپل دعوت ته دوام ورکړئ وو کوم څه ،چي به دالله(ج) له لوري نازلېدل هغه به يې په پوره ډول دوى ته بيانول .

رسول الله(ص) ته ،چي به کومي وحي راغلې په هغه بڼه به يې پر دوى تلاوت کولې دوى به حيران پاته سوه ،چي رسول الله(ص) هيڅ ليک او لوست نه درلودئ او په داسي فصيحه ژبه باندي تلاوت کوي ،چي تر اوسه دوى نه دئ او رېدلى . ورځ تربلي به يې حوصله تنګېدله له بله پلوه دوى ته دا هم ګرانه وه ،چي رسول الله(ص) دي په جدي ډول ددعوت څخه منعه کړي ځکه درسول الله(ص) اکا ابوطالب درسول الله(ص) پوره حمايه کول که څه هم کافر وو خوالله(ج) خپل پيغمبر په ساتى او ابوطالب په قريشو کي دلوړي کچي سړى وو هيچا دلاوري نه سواى کولاى ،چي هغه څه تر سره کړي کوم ،چي دابوطالب خوا په بديږي نو غوره يې وګڼل ،چي يو ځاى ابوطالب ته ورسي او غوښتنه ځني وکړي ،چي محمد(ص) ددعوت څخه منعه کړي اويا  لاس ځني واخلي دغسي يې هم وکړه ټول سره رايوځاى سوه ابوطالب ته ورغلل .([2])

[1]  : البخاري – الصحيح ( فتح الباري ٣٦٠ ، ٦٠٩ ) . ثم نزلت تَبَّتْ يَدَا أَبِي لَهَبٍ وَتَبَّ (1) مَا أَغْنَى عَنْهُ مَالُهُ وَمَا كَسَبَ (2) سَيَصْلَى نَارًا ذَاتَ لَهَبٍ (3) وَامْرَأَتُهُ حَمَّالَةَ الْحَطَبِ (4) فِي جِيدِهَا حَبْلٌ مِنْ مَسَدٍ (5)

[2]  : سيرة ابن هشام ١ \ ٢٩٩ ، الطبري – التاريخ ٢ \ ٣٢٦ ، ابن کثير – السيرة ١\ ٤٧٤  .

راتلونکي برخه:

پوښتني

دغه هم وګوری

سیرت النبي ﷺ آته څلویښتمه خپرونه

شیخ مولوي عنایت الله علمي صاحب حفظه الله ډانلوډ  

2 تبصیری

  1. You can press into service genetically but Cialis dosage In Aethrioscope