مخپاڼه / سیرت نبوی / ومدينې ته هجرت، حضرت ام سلمة رضی الله عنها او خاوند يې د هجرت پرلاره

ومدينې ته هجرت، حضرت ام سلمة رضی الله عنها او خاوند يې د هجرت پرلاره

ومدينې ته هجرت

درسول الله(ص) دامر سره سم مبارکو اصحابانو رضی الله عنهم  په هجرت پيل وکړ، لومړني کسان ،چي دهجرت وياړ ور په برخه سو مصعب بن عمير(رض) او عبدالله بن ام مکتوم(رض) وه. دځينو په اند ابوسلمة بن عبدالاسد لومړى مهاجر وو په هرصورت قريشو ته دمسلمانانو هجرت يوه زړه بوږنونکې غميزه سوه نو ځکه يې په خپل توان سره دمسلمانانو دهجرت مخه نيول په دې لاره کي يې دهرډول تکتيک څخه کار اخيستى دساري په ډول دمسلمانانو څخه به يې ښځي ، اولادونه ، مالونه اوداسي نور شيان راګرځول نه يې ورپرېښودل ،چي دخپل ځان سره يې بوزي ، ډول ، ډول تکليفونه يې مسلمانانو ته پېښول تر داسي بريده ،چي هر پېښه يې زړه او سترګي دواړه ژړوي ،چي يوه يې دام سلمة رضی الله عنها او ددې دخاوند پېښه ده ،چي په لانديني لنډو ټکو کي رانغښتې ده :

حضرت ام سلمة رضی الله عنها او خاوند يې د هجرت پرلاره

دوى دواړه يعني ښځه او خاوند د اسلام په پيل کي  و حبشې ته  يو ځاى مهاجر سوي وه دحبشې د هجرت وروسته  بيا  مدينې منورې ته مهاجر سوه  چې خپله  ام  سلمة رضی الله عنها يې قصه  په تفصيل سره بيانوي  : ام سلمة رضی الله عنها وايي : کله ،چي ابوسلمة رضی الله عنها د هجرت  اراده وکړه نو اوښ يې تيار کړ،  زه او زما زوى  سلمة يې پر سپاره کړو  ابوسلمة رضی الله عنها د اوښ مهار کشاوئ  کله ،چي مو حرکت وکړ ، ما پلرګنۍ خبره سوه اوزما  پلرګنۍ بنو مغيره قوم وو هغوى ،چي موږ وليدو نو  ابوسلمة رضی الله عنها ته يې وويل :  چې  ته  دخپل  ځان  اختيار  لرې  آزاديې موږ خپله  نجلۍ ستا سره  نه پرېږدو  چې ته يې ښار  په ښار  ګرځوې  دستي يې  د ابو سلمة رضی الله عنها د لاس  څخه د اوښ  مهار کش کړ،  زه يې  په زور  راکښته  کړم  دبلي خوا زما خسرګنۍ خبره سوه اوزما خسرګنۍ بيا بنو الاسد قوم وو هغوى زما د پلرګنۍ  سره  په جنګ اخته  سوه  او ورته وې ويل  ،چي تاسو ابو سلمة رضی الله عنها ته نجلۍ  په لاس  نه ورکوى  نو تاسو هم  دخپلي نجلۍ  اختيار لرى  مګر زموږ  هلک سلمة  په لاس نه  درکوو  دا مبارکه  وايي  چې زما خسرګنۍ  هلک را څخه  وګرځوى  زه يې  دپلرګنۍ  په لاس  ورکړم  په دغه حالت کي  موږ درې سره  پر درې لاري سو  ابوسلمة رضی الله عنها  مدينې ته ولاړى  زه د پلرګنۍ  سره  پاته سوم  او زوى مي  د نيکه  کور ته ورسېدئ  زه به  هره ورځ  ميدان  ته راتلم  تر ما ښام  پوري به مي  ژړل ، پوره يو کال  مي وژړل  چې نه زه خاوند ته ورتلاى سواى او نه ماته زوى راکول کېدئ  يوه ورځ زما د اکا زوى  پرما زړه وسو خپلو خلګو ته يې وويل : تاسو ولي پردې مسکيني  رحم نکوئ  دمېړه څخه مو  جلا کړې  ده  د زوى څخه مو جلا کړې ده  دا ولي نه پرېږدئ ،چي خپل مېړه ته  ولاړه سي  . لنډه داچي زما داکا زوى  په خبرو دوى راضي کړه  دوى ماته اجازه راکړه  ،چي که مېړه ته ځي نو ولاړه سه . بنوالاسد ،چي داحال  وليدئ  نو هغوى هم زما زوى را سره کړئ ما يو اوښ تيار کړ  او زوى مي په غيږ کي ونيوئ  يوازي مدينې ته روانه سوم  درې څلور ميله تللې وم چې په تنعيم کي  مي  عثمان بن طلحة وليدئ  عثمان بن طلحة  زما څخه پوښتنه  وکړه  ،چي يوازي چيري ځې ؟ ما ورته وويل  ،چي پخپل خاوند پسي مدينې ته ځم  بيايې راته وويل  ستا سره بل څوک سته ؟  ما ورته وويل : د الله(ج) او ددې يوه کوچنى زوى پرته بل څوک را سره  نسته  نو ده د اوښ مهار ونيوى  مخکي روان سو . په الله(ج) قسم کوم  ،چي ما تر عثمان  بن طلحة  شريف سړى  نه وو ليدلى . کله ،چي به زه کښته کېدم نو اوښ به يې چوک کړ،  دى به خپله د يوې درختي شاته  جلا کښېناستى کله ،چي به  د سپرېدو وخت سو  نو اوښ به يې نژدې ماته چوک کړ، زه به پر سپره سوم  بيا به ده  د اوښ مهار  ونيوى  روان به سو  کله چې قبا ته ورسېدو  نو عثمان  راته وويل : ستا خاوند دلته دئ .  تر دغه  وخته پوري  ابوسلمة’  په قبا کې اوسېدئ  عثمان بن طلحة  زه مدينې ته  ورسولم  دى بېرته مکې ته ولاړى  دا مبارکه  بيا وايي  په الله(ج) قسم  کوم  ،چي ما دعثمان  بن طلحة په څېر شريف او کريم  سړى نه دى ليدلى.([1])

([1] ) اسد الغابة ، ٢ \ ١٣٠ .

راتلونکې برخه:

درسول اکرم(ص) دوژني لپاره دقريشو مشوره

دغه هم وګوری

سیرت النبي ﷺ آته څلویښتمه خپرونه

شیخ مولوي عنایت الله علمي صاحب حفظه الله ډانلوډ  

یوه تبصیره

  1. Astragalus if you are accredited Buy cialis online cheap In; of ed drives from should merely