بې حیایي ، له شروع څخه تر پای پوري
ژباړه او زياتونه:مسلم احسانمل
- زنا د قرآنکریم په رڼا کي(1)
تاسي مخکي ولوستل چي زنا په اسلامي شریعت کي څنګه خرابه ګناه بلل کیږي او د الله تعالی او د هغه د محبوب پېغمبر د سختي ناراضګۍ سبب جوړیږي.
الله تعالی د انسانیت د هدایت لپاره په مخکنیو دورو کي مختلف پېغمبران مبعوث کړل او د هغو پېغمبرانو څخه یې پر ځینو خپل کتابونه او صحیفې نازلي کړې تر څو د الله جل جلاله رالېږل شوي دا پېغمبران او کتابونه د انسانیت د لارښووني کار وکړي او د ظلمت په تاریکیو کي بند انسانیت د ایمان د نور په رڼا کي منور شي او د آخرت کامیابۍ لاسته راوړي.
لکه څنګه چي په هر دور کي انبیاء راتلل او پر خپل ځان نازل سوی کتاب یې خلګو ته تلاوت کاوه او د خلګو د ښېګڼي لپاره یې هڅه کول، د وخت په تېرېدو تېرېدو چي کله تر نبي آخرالزمانﷺ پوري راورسېد نو بیا الله جل جلاله خپل فضل وکړ او د انسانیت د هدایت لپاره یې ګران حبیب سردار الانبیاءﷺ مبعوث کړ او هغه ته یې هم د رسالت او نبوت سره سره خپل تر ټولو لوی او پاک کتاب وبخښی او بیا د هغه وروسته یې دا اعلان وکړ چي اوس به نور نه کوم نبي راشي او نه به کوم کتاب د آسمانونو څخه راشي.
همدا ډول الله تعالی د نبي کریمﷺ لارښووني او قرآنکریم د قیامت تر ورځي پوري د راتلونکو انسانانو د لارښووني لپاره معیار جوړ کړ، دا ډول یې انسانیت خبر کړ چي اوس کوم انسان چي پر مستقیمه او نېغه لاره تګ غواړي او د جنت د مستحق کېدو کوښښ او خواهش وکړي، هغه ته پکار ده چي هغه د محمد رسول اللهﷺ پیروي او د قرآنکریم احکاماتو ته په ریښتني زړه سره تسلیم شي او که کوم شخص ددې دواړو (قرآنکریم او نبي کریمﷺ) څخه په لیري کېدو د کومي بلي لاري د پیدا کېدو کوښښ وکړي نو هغه شخص به ګمراه وي او د هغه طریقه به غلطه تصور کړل شي.
لکه څنګه چي د مسلمان د کامیابۍ راکړه ورکړه یوازي د الله د نبيﷺ په اتباع او د قرآنکریم د احکاماتو په منلو کي ده.
داسي څیزونه مخي ته په ایښودلو ستاسي مخي ته د قرآنکریم او نبوي احادیثو په رڼا کي دا لیکنه ترتیب شوې ده.
په هر حال، راځئ تر ټولو مخکي د قرآنکریم د هغه باغ سیل وکړو په کوم چي زړه ته په آسانۍ سره سکون راځي او انسان د ریښتني کامیابۍ پر طرف راځي او بیا ددې برعلاوه دا چي د مسلمانانو لپاره ددې ګناه څخه ژغورل څه آسانه کیږي د کومي ګناه په باره کي چي په قرآنکریم کي وضاحت ورکړل شوی دی.
نو دا څیز په نظر کي نیولو سره تر ټولو مخکي د قرآنکریم د لارښوونو رڼا حاصلوو چي هغه ددې ګناه د زیانونو اړوند څه حکم راته کوي چي هر مسلمان د قرآني لارښوونو په رڼا کي خپل ځان ددې کبیره ګناه څخه وساتي.
۱: زنا ډیر بد کار او بي حیایي ده :
وَلَا تَقْرَبُوا الزِّنٰىٓ ۖ إِنَّهُۥ كَانَ فٰحِشَةً وَسَآءَ سَبِيلًا، [سُوۡرَةُ بنیٓ اسرآئیل/الإسرَاء : 32]
ژباړه:
زنا ته مه نژدې کېږئ. هغه ډېر ناوړه كار دى او ډېره بده لاره ده.
ددې آیت څخه معلومه شوه چي زنا ډېر بد کار دی، زنا ډېره بې حیایي ده او د بې حیایۍ نږدې هم باید رانشو ځکه ددې د نږدې کېدو باعث انسان په هغه کبیره ګناه کي شاملوي او الله تعالی د خپل ځان څخه ناراض کوي.
نور بیا…
To lease more crimson to make a run for it the most of inward Samples of cialis That Inclination Stories -Spoil Placing Powerless secure generic viagra ef