مخپاڼه / چاڼ سوي مضامین / د مأمون الرشید ځيرکتیا

د مأمون الرشید ځيرکتیا

د مأمون الرشید ځيرکتیا

عباسي خلیفه مأمون الرشید چې ماشوم و، امام الکسائي رحمه الله یې د قرانکریم استاد و، مأمون به قرانکریم ایت ایت ورته تلاوت کاوه، هغه به سر ښکته اچولی و، کوم ځای به چې مأمون غلط شو هغه به سر راپورته کړ او غلطي به یې ورته وښودله، یوه ورځ مأمون دا ایت تلاوت کاوه: يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آَمَنُوا لِمَ تَقُولُونَ مَا لَا تَفْعَلُونَ. کسائي سر راپورته کړ، خو کومه غلطي یې ورونه ښودله، دویم ځل بیا دا کار تکرار شو.
له درس وروسته مأمون خپل پلار ته ورغی او ورته ویې ویل: پلاره!  کسائي سره مو د څه شي وعده کړې ده او پوره کړې مو نه ده؟ هغه ورته وویل: ته څه پوهه شوې؟! مأمون همدا د درس کیسه ورته وکړه، پلار یې د خپل زوی په زیاته ځيرکتیا او هوښیاري ډېر خوشاله شو.
د ایت مطلب دا دی چې مومنانو! تاسو بې عمله تشې خبري مه کوئ، مأمون چې د درس په مهال بې له کومي غلطي د استاد سر راپورته کول ولیدل نو دا یې وپتېيله چې د پلار کومه بې عمله خبره یې ور یاده شوه او دا په دومره ماشومتوب کې بیخي نادره ځيرکتیا ده. منهج تربیة النبویة للطفل ص:۲۳۷

رالېږونکی: محبوب الدین افغان

دغه هم وګوری

پنځه ویشتمه لویه ګناه: په ناحقه قسم اخیستل چي په ياد يې هم وي

پنځه ویشتمه لویه ګناه: په ناحقه قسم اخیستل چي په ياد يې هم وي قسم …