درسول الله(ص) نومونه
زموږ سردار حضرت محمد(ص) ،چي کنيه نوم يې ابوالقاسم او ابوابراهيم وو زيات شمېر نومونه لري ،چي ځيني يې دادي : محمد ، احمد ، حامي يعني هغه کس ،چي دده په وسيله الله(ج) خلګ دکفره څخه ساتي ، حاشر يعني هغه کس ،چي الله(ج) دده پر قدم باندي خلګ راپاڅوي ، عاقب يعني هغه څوک ،چي ترده وروسته بل پيغمبر نه راځي ، مقفي ، نبي رحمة ، نبي توبة ، نبي ملحمة ، فاتح ، طه ، يسين او داسي نور.
تورات او انجيل درسول الله(ص) دراتګ زېرى ورکړى دئ او په دغه کتابونو کي دى مبارک ذکر سوى دئ لکه ،چي الله(ج) فرمايي :
ژباړه : هغه کسان ،چي تابعداري درسول کوي ،چي نبي او امي دئ . هغه کسان ،چي په نزد خپل دغه رسول په تورات او انجيل کي ليکلى پيدا کوي ، دوى په نيکۍ سره امر کوي او دناوړه کارونو څخه يې منعه کوي ، دوى ته پاک شيان حلالوي او خبيث شيان ورته حراموي. ([1])
په انجيل کي رسول الله(ص) داحمد په نوم ذکر سوى دئ لکه ،چي الله(ج) فرمايي:
وَإِذْ قَالَ عِيسَى بْنُ مَرْيَمَ يَا بَنِي إِسْرَائِيلَ إِنِّي رَسُولُ اللَّهِ إِلَيْكُمْ مُصَدِّقًا لِمَا بَيْنَ يَدَيَّ مِنَ التَّوْرَاةِ وَمُبَشِّرًا بِرَسُولٍ يَأْتِي مِنْ بَعْدِي اسْمُهُ أَحْمَدُ فَلَمَّا جَاءَهُمْ بِالْبَيِّنَاتِ قَالُوا هَذَا سِحْرٌ مُبِينٌ ([2])
ژباړه : (اې محمد (ص)! هغه وخت يادکړه) کله ،چي عيسي(ع) دمريمي زوي وويل : اې داسرائيل زامنو ! زه تاسو ته دالله(ج) رسول يم ( په داسي حال کښي ) ،چي ( دهغه کتاب ) تائيد کوونکي يم ،چي زما په وړاندي دئ ،چي هغه تورات دئ اوزېري درکونکى يم په يورسول باندي ،چي زما وروسته به راسي اونوم به يې احمد وي .
مګر نصرانيانو درسول الله(ص) ټولي علامې ، نښانې او صفتونه له منځه يو وړل. دحسد اوبغض له امله ،چي دوى درسول الله(ص) سره درلودى درسول الله(ص) ټول صفتونه ،چي په انجيل کي ليکل سوي وه له منځه يو وړل او وې ويل: عيسي(ع) ،چي دکوم پيغمبر زېرى ورکړى دئ هغه بل پيغمبر دئ حضرت محمد(ص) نه دئ. درسول الله(ص) کوم صفتونه ،چي په برنابا انجيل کي ذکر سوي دي هغه يې درواغ وګڼل آن تردې ،چي بيخي ددغه انجيل څخه منکر سوه څو درسول الله(ص) دنبوت شائع کېدل رانسي.
قاضي عياض په خپل کتاب شفاء کي ليکي : داحمد نوم ،چي په قرآن کي ذکر سوى دئ او الله(ج) يې ټولو انبياؤ ته زيرى ورکړى دئ . الله(ج) دغه نوم منعه کړى وو يعني درسول الله(ص) تر بعثت وړاندي هيڅ کس په دغه نامه نه دى نومول سوى ددې لپاره ،چي دکمزوري عقيدې څښتنان درسول الله(ص) په نبوت کي شک ونه کړي . همدا ډول دده مبارک تر وجود او ميلاد وړاندي هم هيڅ کس په دغه نامه نه پېژندل کېده کله ،چي الله(ج) دغه خبر را واستوى خلګو پر خپلو زامنو داحمد نوم ايښودئ په دې هيله ،چي ګوندي هغه پيغمبر ،چي الله(ج) فرمايلى دئ هغه زما زوى سي لکه ،چي الله(ج) فرمايي :
رَبَّنَا وَابْعَثْ فِيهِمْ رَسُولًا مِنْهُمْ يَتْلُو عَلَيْهِمْ آيَاتِكَ وَيُعَلِّمُهُمُ الْكِتَابَ وَالْحِكْمَةَ وَيُزَكِّيهِمْ إِنَّكَ أَنْتَ الْعَزِيزُ الْحَكِيمُ ([3])
ژباړه : اې زموږ ربه! په دوى کي يو رسول ولېږې ،چي پر دوى باندي ستا اياتونه لولي ، دوى ته کتاب او علم ښيي ، ددوى پاکي کوي ، بېشکه ته زيات غالب او زيات دحکمت څښتن يې.
رسول الله(ص) دابراهيم ددعا اثر او نتيجه وه له همدې امله رسول الله(ص) فرمايي : زه دابراهيم(ع) دعا او دعيسي(ع) دبشارت نتيجه يم. زما مور په خوب ليدلي وه ،چي دده څخه يو نور راووزي ،چي په پايله کي يې دشام ماڼۍ معلومي سي. (رواه احمد)
[1] : سورة آل عمران الاية ١٥٧
[3] : سورة بقرة الاية ١٢٩
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
راتلونکي برخه :
په تورات کي درسول الله(ص) صفت
Amoxicilina Amoxi Antibiotic By Money Order Store Propecia Lowest Price Canadian Cialis Prezzo Cialis 10 Mg In Farmacia Tadalafil Online India Dosage Of Amoxicillin Pigs
Teen Substance Abuse http://aaa-rehab.com Alcohol Rehab Centers http://aaa-rehab.com Drug Abuse Treatment Centers Near Me
http://aaa-rehab.com