مخپاڼه / بیلا بیل / ۴۰ ورځي ګټمن عالم / غلا ستره بدبختي ده

غلا ستره بدبختي ده

درو دېرشم درس:
غلا ستره بدبختي ده
رسول الله صلي الله عليه وسلم فرمايلي دي:
هر زنا کوونکی د زنا پر مهال مؤمن نه وي، غل د غلا پر مهال مؤمن نه وي او شراب چيښونکی د شراب چيښول پر مهال مؤمن نه وي (یعني د غلا او زنا پر مهال ایمان ځني پورته کېږي)، مگر توبه یې خلاصوي. (يعني که توبه وباسي خلاصېدای سی)
دپورتني مبارک حدیث الفاظ:
عن ابي هریرة قال: قال رسول الله: لا يزنى الزانى حين يزنى وهو مؤمن، ولا يسرق السارق حين يسرق وهو مؤمن، ولا يشرب الخمر حين يشربها وهو مؤمن، والتوبة معروضة بعد. (أخرجه عبد الرزاق: 7/416، رقم: 13686، ومسلم: 1/77، رقم: 57، وأبو داود: 4/221، رقم: 4689، والترمذى: 5/15، رقم: 2625)
یادونه: د پورتني حديث مطلب دا دئ، چي كوم وخت يو څوك زنا كوي يا غلاكوي ايمان ځني پورته كېږي د مرغه په څېر يې پر سر درېږي، چي د زنا يا غلا څخه فارغه سو بېرته ايمان ورته راسي.

غلا ستره بدبختي ده

دغه هم وګوری

د لوی اختر میاشتې د لومړیو لسو شپو فضيلتونه او عبادتونه

د لوی اختر میاشتې د لومړیو لسو شپو فضيلتونه او عبادتونه ليكنه: حامد افغان په …

یوه تبصیره