د چغلګر غلام کیسه
لیکنه: حامد افغان
کیسه کا: یوه سړي غلام اخيستی، خرڅوونکي ورته وویل: غلام کې یو عیب شته، هغه دا چې چغلګر دی، خو هغه یې دا عیب بابیزه وباله او غلام یې واخيست. غلام څه موده ښه کار او مخلصانه خدمت کاوه، یوه ورځ یې د بادار ښځې ته وویل: میړه دې اراده لري بن درباندې وکړي، که غواړې ستا سره یې مینه زیاته شي او د بن له مصیبته خوندي شې، زه یې چل درښیم.
ښځي ورته کړه: خامخا دا چل راوښیه، غلام ورته وویل: یو کار به کوې، هغه دا چې د میړه د مرۍ څو وېښتان په چاړه وخریه او ماته یې راوړه، لیږ وروسته یې میړه ته وویل: ښځي دې ملګری نیولی، غواړې تا ووژني، که زما نه منې ته نن ځان په دروغه ورته ویده کړه.
سړی پخپله کوټه کې لکه ویده پریووت، ښځه یې چاړه په لاس راغله څو یې د مرۍ ويښتان وخریي، مرۍ ته یې چې چاړه ورنږدې کړه سړي حمله پرې وکړه، چاړه یې ورنه واخيستله او ښځه یې ووژله، وروسته د ښځي کورنۍ راغله سړی یې وواژه او د سړي کورنۍ هم مقابلې ته راووتله، د چغلګر غلام بل کړی اور ژبغړانده شو او د دواړو کورنیو له خوا د جنازو کتارونه هديرو ته روان شول.
چغلګر انسان د زهرو خطرناک بوټی دی، دوه سره بېلوي او جنګوي، د انسانانو منځ کې کرکه، نفرتونه او پساتونه راولاړوي او ټولنه د پسات او فتنو په زهرو لړي. ځکه خو رسول الله صلی الله علیه وسلم پرېکړې خبره کړې ده چې چغلګر به جنت ته نه داخليږي. (لا يدخل الجنة قتات) ( متفق عليه).