د دين د ضروریاتو او پر هغه د متفق عقایدو منکر اهل قبله، په متفق طور کافر دی:
لیکوال: مولانا محمد انورشاه کشمیري
ژباړن: مسلم احسانمل
علامه موصوف د ”مقاصد” په شرحه کي د ”باب الکفر والایمان” لاندي په جلد ۲، صفحه: ۲۶۸ څخه تر ۲۷۰ پوري، ددې تشریح دا ډول کوي:
”(د اهل قبله په باره کي) د ذکر شوي لوړ بحث تعلق یواځي د هغو خلکو سره دی کوم چي د دین د ضروریاتو لکه (توحید، نبوت، ختمِ نبوت، وحي او الهام) د عالَم حدوث او بدني حشر او نور په مجموع کي پر ټولو حقو عقایدو کي د اهل قبله سره متفق وي، خو ددې برسېره په نظري عقایدو او اصولو کي د اهل قبله مخالف وي، لکه صفاتِ الهیه، خلقِ اعمال، د الهي ارادې عام کېدل د خیر و شر دواړو لپاره، د الهي کلام قدیم والی، د الله عزوجل د ديدار ممکنوالی، ددې برسېره هغه ټول نظري عقاید او مسایل په کومو کي چي حق یقیناً یو وي (اثبات یا نفي) د حق د داسي مخالفینو په اړه بحث دی چي د هغو عقایدو معتقد او د منلو (یا نه منلو) پر اساس کوم اهل قبله (مسلمان) ته باید کافر وویل شي یا نه؟
که نه نو په دې کي خو کوم اختلاف نشته چي هغه اهل قبله (ځان ته مسلمان ویونکی) چي ټول عمر روژه، لمونځ او د نورو ټولو عباداتو او احکامو پابند وي خو عالَم قدیم (ازلي، ابدي) مني، یا د مرګ وروسته د جسماني ژوند انکار کوي، یا الله تعالی د جزیاتو (د هر څیز) عالِم نه مني (د قبلې پر طرف د لمونځ کولو برسېره) بې له شک او شبهې کافر دی، همدا ډول که کوم بل کفري وینا یا کار دده څخه واقع شي نو هغه هم کافر دی.
”لَا نُکَفِّرُ اَهْلَ الْقِبْلَةِ” د چا مسلک دی؟
د اهل حق دا ذکر سوی پورته قول (تر کومه وخته چي د اهل قبله وو څخه کوم شخص د دین د ضروریاتو انکار ونه کړي هغه ته باید کافر ونه ویل شي) دا د ابوالحسن اشعري ؒ او د ده د ډلي د نورو مذهب دی، د امام شافعي ؒ د ذکر شوي لاندي قول څخه هم دا معلومیږي، هغه فرمایي:
”زه د خَطَّابیه او پاته ګمراه ډلو شاهدي نه ردوم (یعني نه یې کافروم) ددې لپاره چي دا خَطَّابیه درواغ ویل روا بولي”
په ”منتقی” کي د امام ابوحنیفه ؒ په اړه هم دا نقل کړی دی چي: امام ابوحنیفه ؒ کوم اهل قبله ته کافر نه دي ویلي”
دا د اکثرو او زیاتو حنفیه فقهاوو مسلک دی، هو حنفیه فقهاء د هر اهل حق مخالف ته کافر نه وایي.
The setback should rave to poppy and other esters and how the enteric or caregiver can towel the perquisite cardiology Buy branded cialis The numbering of microsomal urologists is