مخپاڼه / چاڼ سوي مضامین / اِکْفارُ الملحدین / د ملحدانو او زندیقانو چم او فریب

د ملحدانو او زندیقانو چم او فریب

د ملحدانو او زندیقانو چم او فریب

(هدف دا چي د امامانو کرامو قول ”لانکفر اهل القبله” څخه ملحدانو او زندیقانو د چم او فریب (دهوکې) له لاري زیاته ناجایزه فایده پورته کړې ده او همېشه یې د تکفیر څخه د ځان ساتلو لپاره د امامانو دا قول، د سپر په ډول استعمال کړی دی، د همدې لپاره زیات امامان خو ددې څخه هم پرهېز کوي: ”لا نکفر احداً بذنب” (موږ د کومي ګناه په سبب چاته کافر نه وایو) بلکي هغوی وایي:

”انا لانکفر هم بکل ذنب کما یفعله الخوارج” (شرح فقه اکبر صفحه: ۲۰۰)

ژباړه: ”موږ د هري ګناه په سبب چاته په دې ډول کافر نه وایو لکه خوارج چي وایي”

لکه څنګه چي په ”فقه اکبر” صفحه: ۱۹۶ کي د ایمان د بحث لاندي د علامه قونوي ؒ څخه (داسي مشهوره پېژندل سوې مقوله: ”لانکفر احداً بذنب” لاندي یوازي ”د عقیدوي فساد” (په صورت کي) تکفیر نقل کړی دی:

”وفي قوله بذنب اشارة الی تکفیره بفساد اعتقاده المجسمه والمشبة ونحوهم لان ذلک لا یسمی ذنبا والکلام فی الذنب.”

ژباړه: ”د بذنب په لفظ کي د هغه کار په طرف اشاره موجوده ده چي د عقیدوي فساد پر بنسټ به حتمي کافر ورته وویل سي، لکه مشبه او مجسمه او نورو فاسدو عقایدو چي هغه ته د هغه د فاسدو عقایدو پر بنسټ کافر ویل کیږي (نه دا چي د کومي ګناه په بنسټ، او ښکاره ده چي عقیدوي فساد ته ګناه نه ویل کیږي) او زموږ بحث د ګناه (معصیت) څخه دی”.

همدا فرق د امام طحاوي ؒ د کلام څخه په المعتصر باب التفسیر کي په صفحه: ۳۴۹ کي نقل دی او امام غزالي ؒ د ”اقتصاد” په آخر کي هم دا فرق بیان کړی دی.

لنډه دا چي د کومي ګناه پر اساس کوم مسلمان ته د کافر نه ویلو معنا دا نه ده چي د کفریه عقایدو او اعمالو په سبب هم باید هغه ته کافر ونه ویل سي بلکي د ”بذنب” د قید څخه دا صاف ښکاره ده چي د تکفیر څخه د ممانعت حکم یوازي ”تر ګناه پوري” محدود دی او یوازي د مسلمان لپاره دی، او د کفریه عقایدو او اعمالو د اختیارولو وروسته خو هغه په مسلمانانو او اهل قبله کي نه پاتي کیږي.

د خبرو خلاصه:

مصنف نورالله مرقده په دې باب کي د اُمت د علماوو د ذکر سوو لوړو عباراتو او تحریفاتو څخه لاندي اُمور ثابتول غواړي:

۱: … د اُمت مسلمه پردې اتفاق او اجماع ده چي د دین ضروریات یعني هغه مجمع علیه عقاید او احکام، د کومو چي د رسول اللهﷺ د دین څخه کېدل قطعي او یقیني دي، د هغو څخه د یوه انکار هم کُفر دی او منکر یې قطعاً کافر دی، که څه هم هغه د قبلې څخه منحرف هم نه وي او ځانته مسلمان هم وایي.

۲) … صریح کفر یعني د کفریه عقایدو، اقوالو او اعمالو ارتکاب قطعاً کفر دی او د هغو مرتکب یقیناً کافر دی، که څه هم ځان مسلمان بولي او د روژې، لمونځ او نورو عباداتو او شرعي احکامو پابند وي.

۳) … د متکلمینو په اصطلاح کي د ”اهل قبله” څخه هدف هغه کامل مؤمن دی چي د رسول اللهﷺ پر راوړل سوي بشپړ دین ایمان لري، د کُفریه عقایدو او اعمالو ارتکاب کوونکی او د دین د ضروریاتو څخه انکار کوونکی انسان د ”اهل قبله” څخه منل یا هغه ته اهل قبله ویل یا خو د ناخبرۍ پر اساس وي یا چم او فریب دی.

۴) … د ”اهل قبله” اصطلاح چي د حضرت انس ؓ د کوم روایت څخه مأخوذ ده، د هغه تعلق د امیر یا حاکم سره دی، نه چي د عامو مسلمانانو سره او د حدیث مطلب دادی چي امیر یا حاکم چي تر څو د دین د شعایرو احترام کوي، د هغه اطاعت واجب او د هغه په خلاف بغاوت ممنوع دی خو که هغه هم د ”صریح کفر” ارتکاب وکړي نو د اسلام څخه ویستل او د هغه خلاف بغاوت او پاڅون جایز دی.

۵) … ”لانکفر اهل القبله” یا ”د اهل قبله تکفیر جایز نه دی” دا د اهل سنت په امامانو کي هیڅکله د دوی قول نه دی بلکي د جاهلانو یا زندیقانو او ملحدانو تپل سوې مقوله ده.

۶) … د امامانو مقوله: ”لانکفر احداً بذنب” ده او د ”ذنب” څخه هدف ګناه او معصیت دی، ددې لپاره چي د امامانو څخه دا مقوله ”خوارج” او ”معتزله” د تردید لاندي نقل سوې ده، چي د کومي ګناه د ارتکاب کولو په سبب هر مؤمن مسلمان کافر او د ایمان او اسلام څخه وتلی بولي، دا مقوله د کوم صریح کفر د ارتکاب کونکو یا د دین د ضروریاتو څخه د انکار کوونکي مسلمان په حق کي استعمالول ښکاره چم او فریب دی یا خالصه ناخبري او ناپوهي.

۷) … د دین د ضروریاتو په انکار کي کوم تاویل نه منل کیږي او نه هم معتبر دی، ددې لپاره چي کوم تاویل د قرآن، حدیث، د اُمت د اجماع یا جلي قیاس خلاف وي هغه قطعاً باطل دی.

یاداښت: ددې څېړني مطابق کوم خلګ چي ”تجارتي سود” ته حلال او ”کاروباري سود” ته جایز وایي، هغوی د دین د ضروریاتو منکر او کافر دی، اعاذناالله!

ددې لپاره چي: ”اَحَلَّ اللهُ البَیعَ وَحَرَّمَ الرِّبٰوا.” د قرآن صریح نص دی او د رسول اللهﷺ د زمانې څخه نیولې تر نن پوري پر دې د اُمت اتفاق دی چي ”الرِّبٰوا” مطلقاً یعني سود په هر صورت کي چي وي حرام دی، نه یوازي دا بلکي د څلورو مذاهبو فقهاء هره داسي معامله او کاروبار فاسد او ناجایز بولي په کومو کي چي د الرِّبٰوا (سود) سره ورته والی هم وي. ژباړن.

ـــــــــــــــــــــــــ

لیکوال: مولانا محمد انورشاه کشمیري

ژباړن: مسلم احسانمل

دغه هم وګوری

پنځه ویشتمه لویه ګناه: په ناحقه قسم اخیستل چي په ياد يې هم وي

پنځه ویشتمه لویه ګناه: په ناحقه قسم اخیستل چي په ياد يې هم وي قسم …

2 تبصیری

  1. Baclofene Internet Levitra Vardenafil 20mg Cialis Viagra Online 25mg

  2. Substance Abuse Dsm 5

    Alcohol Outpatient Programs Near Me http://aaa-rehab.com Alcohol Rehab Near Me http://aaa-rehab.com Alcohol Rehabilitation
    http://aaa-rehab.com