د دین د اساسي عقایدو او قطعي احکامو مخالفت، د شریعت د بیخ کښلو مترادف او موجب کفر دی:
محقق محمد بن ابراهیم وزیریماني په خپل کتاب ”ایثارالحق” صفحه:۴۱۳ کي لیکي:
”دوهمه فرع داده چي ”معمولي اختلاف” په مسلمانانو کي باید د دوه اړخیزه دښمني لامل ونه ګرځي، او دا معمولي اختلاف هغه وي کوم چي د دین د هغو اساسي او قطعي اُمورو کي نه وي کوم چي د اختلاف کوونکي پر تکفیر شرعي دلایل قایم شوي دي (بلکي په هغو فرعي او نظري مسایلو کي اختلاف وي کوم چي د دین څخه یې کېدل قطعي او مجمع علیه نه دي).
همدا محقق په یاد کتاب صفحه: ۴۴۵ کي لیکي:
”لکه څنګه چي هغه ملحدانو او زندیقانو کومو چي د الله عزوجل د ټولو آیتونو د داسي باطني امورو څخه تاویلات وکړل چي قرآن یې یوه لوبه جوړه کړه، پر کومو چي نه د چا سره کوم دلیل سته، نه کومه نښه، نه هم د سلف صالحینو په زمانه کي ددې باطني معانیو طرف ته اشاره سته (یعني د قرآنکریم د الفاظو د ځان څخه معناوي او هدفونه راویستل) په دې کي هغه ټوله اشخاص او ډلي هم شاملي دي چي د الهي شریعت د نوم او نښان د له منځه وړلو او د هغو ټولو یقیني او قطعي علومو په رد کښي د هغو زندیقانو او ملحدانو پر قدم قدم ږدي، چي همېشه د مسلمان امت تېرو خلګو د خپلو مشرانو څخه اورېدلي دي”.
همدا محقق د یاد کتاب په صفحه ۱۶۸ کي فرمایي:
”پس پیاد ولره چي ”اجماع” پر دوه ډوله ده، یو هغه اجماع چي د هغې صحت په قطعي او یقیني طور د دین څخه په داسي ډول ثابت وي چي هغې څخه مخالفت کوونکي ته کافر وویل سي، همدا هغه صحیح او حقیقي اجماع ده چي قطعاً او یقیناً یې د دین کېدو پر اساس د بحث څخه پورته دی (یعني ددې اجماع دلیل کېدل بحث ته اړتیا نه لري)”.
نور بیا…
لیکوال: مولانا محمد انورشاه کشمیري
ژباړن: مسلم احسانمل