مخپاڼه / چاڼ سوي مضامین / دوزخيانو ته به ايشېدلي اوبه ورکول کيږي، په ستوني کي نښتونکى خوراک به ورکړل سي

دوزخيانو ته به ايشېدلي اوبه ورکول کيږي، په ستوني کي نښتونکى خوراک به ورکړل سي

د دوزخیانو خوراک او څښان

دوزخيانو ته به ايشېدلي اوبه ورکول کيږي

الله(ج) فرمايي:

وَسُقُوا مَاءً حَمِيمًا فَقَطَّعَ أَمْعَاءَهُمْ (15) ([1])

ژباړه : دوزخيان به په سختو ايشېدلو اوبو سره اوبه کړل سي نو کولمې  به يې ددغه اوبو په وجهه پري سي.

[1] : سورة محمد الاية ١٥

په ستوني کي نښتونکى خوراک به ورکړل سي

الله (ج) فرمايي:

إِنَّ لَدَيْنَا أَنْكَالًا وَجَحِيمًا (12) وَطَعَامًا ذَا غُصَّةٍ وَعَذَابًا أَلِيمًا (13) ([2])

ژباړه : بېشکه زموږ سره لوى ځنځيران او سخت بلېدونکى اور سته او داسي خوراک سته چي په ستوني پوري به مښلي او سخت دردناکه عذاب به وي.

حضرت ابن عباس(رض) فرمايي: په پورتني ايت کي (ذاغصة) خوراک ښودل سوى دئ ، دا داسي خوراک دئ لکه اغزى چي په ستوني پوري به مښلي نه به لاندي ځي او نه به دباندي راوزي.

حضرت ابودرداء(رض) درسول الله(ص) څخه روايت کړى دئ چي رسول الله(ص) فرمايي: په دوزخ کي به پر دوزخيانو باندي دومره لوږه راسي چي نوموړې لوږه به ددوى دهغه عذاب سره مساوي وي کوم چي دوى په اخته وي.

له همدې امله به دوى سخت فريادونه کوي چي موږ وږي يو دخوراک لپاره يو شي راکړئ ، ددوى دغوښتنى په جواب کي به دوى ته ضريع ورکړل سي چي مخکي يې بيان وسو چي نه به دوى په مړيږي او نه به ددوى دلوږي بس والى کولاى سي. تردې وروسته به دوى ته داسي خواړه ورکړل سي چي په  ستوني کي بنديږي داسي به بند سي چي نه به دباندي راوزي او نه به دننه ځي کله چي دوى هڅه وکړي چي تېر يې کړي نو دوى به ددنيا دخوراکونو  په څېر چي په  ستوني کي بند سي داوبو غوښته به وکړي ددوى دغوښتنى دپوره کېدو لپاره به دوى ته ايشېدلي اوبه په اوسپنيزو جامونو کي ورکړل سي کله چي دوى هغه جامونه خولو ته نژدې کړي ټول صورتونه به يې وسوځل سي او بيا چي کله اوبه نس ته ولاړي سي دنس ټولي کولمې به يې ور ټوټه ، ټوټه کړي.([3])

حضرت ابوامامة(رض) فرمايي:

رسول الله(ص) لاندي آيت کريمه ووايه :

(ژباړه) ــ يعني ژړي اوبه به په دوزخيانو وڅيښل سي ، غوړپ ، غوړپ اوبه به ورکول کيږي.

دوزخي ته چي کله دژړو اوبو جام ورنژدې کړل سي دى به نفرت ځني وکړي ، کله چي ډېر ورنژدې سي صورت به يې وسوځل سي او دسر پوست به يې واوړي ، کله چي يې اوبه نس ته ولاړي سي نو دنس کولمې به يې ټوټه ، ټوټه سي آخر به يې ټوټې دمقعدې ترسوري راووزي.

[2] : سورة مزمل الايتان ١٢ ، ١٣.

[3] : مشکوة.

راتلونکې برخه:

په ډول ، ډول روشونو سره دوزخيانو ته عذاب ورکول کېدل، ددوزخيانو ويلي کېدل

دغه هم وګوری

پنځه ویشتمه لویه ګناه: په ناحقه قسم اخیستل چي په ياد يې هم وي

پنځه ویشتمه لویه ګناه: په ناحقه قسم اخیستل چي په ياد يې هم وي قسم …

یوه تبصیره

  1. Alcohol Rehab Clinic

    Drug Rehab In http://aaa-rehab.com Drug Rehab Centers Near Me http://aaa-rehab.com Best Alcohol Rehab Centers
    http://aaa-rehab.com