ددوزخ دبلېدو توکي
داچي ددوزخ اور به په څه شي بليږي الله(ج) يې په اړه فرمايي:
يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا قُوا أَنْفُسَكُمْ وَأَهْلِيكُمْ نَارًا وَقُودُهَا النَّاسُ وَالْحِجَارَةُ ([1])
ژباړه : اې ايمان والاوو و! خپل ځانونه او خپلي کورنۍ ددوزخ ناراً داور څخه وساتئ چي اور يې په انسانانو او ډبرو بليږي.
فايده : الله(ج) په قرآنکريم کي فرمايي چي ددوزخ اور به په ډبرو بليږي دا څنګه ډبري دي؟ ابن مسعود(رض) يې په اړه فرمايي: ددوزخ دبلېدو مواد او بوټي به د کبريت (ګوګوړو) ډبري وي چي لوى څښتن تعالى(ج)په خپل کامل قدرت سره پيدا کړي دي او دا ډبري دکافرانو دعذاب لپاره اماده سوي دي.([2])
ددې ډبرو ترڅنګ به دوزخ ته هغه بتان هم ورواچول سي کوم چي مشرکانو يې عبادت کاوه او يايې کوي ځکه الله(ج) په سورة انبياء کي فرمايي:
إِنَّكُمْ وَمَا تَعْبُدُونَ مِنْ دُونِ اللَّهِ حَصَبُ جَهَنَّمَ أَنْتُمْ لَهَا وَارِدُونَ ([3])
ژباړه : بېشکه تاسو او هغه شي چي تاسو يې عبادت کوئ ددوزخ دسوځلو بوټي دي ، تاسو به دغه جهنم ته ورداخلېږئ.
[1] : سورة تحريم الاية ٦
[2] : حاکم
[3] : سورة انبياء الاية ٩٨
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
راتلونکي برخه:
ددوزخ طبقې
مأخذ: د دوزخ او دوزخیانو حالات
مؤلف: مفتي عبدالهادي حماد(حفظه الله)
Drug And Mental Health Rehab http://aaa-rehab.com Drug Rehab Centers http://aaa-rehab.com Residential Substance Abuse Treatment
http://aaa-rehab.com