په ډول ، ډول روشونو سره دوزخيانو ته عذاب ورکول کېدل
دوزخيان به په ګرزونو او مطرقو باندي وهل کيږي:
الله(ج) فرمايي: وَلَهُمْ مَقَامِعُ مِنْ حَدِيدٍ (21) كُلَّمَا أَرَادُوا أَنْ يَخْرُجُوا مِنْهَا مِنْ غَمٍّ أُعِيدُوا فِيهَا وَذُوقُوا عَذَابَ الْحَرِيقِ (22) ([1])
ژباړه : ددوزخيانو دټکولو لپاره به داوسپني ګرزونه وي، کله چي دوى دډېره غمه ددوزخ څخه دوتلو اراده وکړي بېرته به راوګرځول سي او ورته وبه ويل سي : وڅکئ سخت سوځونکى عذاب.
رسول الله (ص) فرمايي: ددوزخ يو ګرز دومره دروند دئ چي که پر مځکه بآندي کښېښودل سي او ټول پېرانان او انسانان سره جمع سي دغه ګرز به دمځکي څخه پورته نه کړي.([2])
په يو ه بل روايت کي راغلي دي چي که ددوزخ په ګرز باندي غر ووهل سي غر به ټوټه ، ټوټه سي او ايره به سي.([3])
[1] : سورة حج الايتان ٢١ ، ٢٢
[2] : رواه احمد وابويعلي
[3] : ترغيب.
راتلونکې برخه:
ددوزخيانو پوستونه به واړول سي