مخپاڼه / چاڼ سوي مضامین / ددوزخ اور او تاريکۍ

ددوزخ اور او تاريکۍ

ددوزخ اور او تاريکۍ

رسول الله (ص) ددوزخ داور په اړه فرمايي: ددوزخ پر اور باندي زر کاله اور بل کړل سو چي رنګ يې سور وګرځېدئ ، بيا پر دغه اور باندي زر کاله نور اور بل سو دغه اور سپين سو ، بيا پر دغه اور باندي زرکاله نور اور بل سو دغه اور تور سو. ددوزخ داور دلمبو اوسنى رنګ تور دئ.([1])

په يوه بل روايت کي راغلي دي چي ددوزخ اور دتاريکي شپې په څېر تاريک دئ. په بل روايت کي راغلي دي چي ددوزخ داور شغلې تاريکي دي. يعني داور دشغلو سره هم تل تاريک دئ.([2])

دبخاري شريف په يوه روايت کي رغلي دي چي رسول الله(ص) وفرمايل: ددنيا اور ددوزخ داور اويايمه درجه دئ . اصحابانو(رض) رسول الله(ص) ته وويل: يارسول الله(ص)! دسوځلو لپاره خو ددې دنيا اور بس دئ، رسول الله3 وفرمايل: (هو، دا اور يې بس دئ) مګر ددوزخ اور ددنيا تر اور نه شپېته درجې زيات ګرم دئ.

په يوه بل روايت کي راغلي دي چي که ددوزخ څخه يو دوزخي راوستل سي ددنيا په اور کي واچول سي ددنيا په اور کي به بيده سي.([3])

ددې مطلب دادئ چي ددنيا اور ددوزخ اور ته دومري يخ دئ چي په دې اور کي به دوزخي بيخي دارامۍ او هوسايۍ احساس وکړي.

[1] : ترمذي.

[2] : ترغيب

[3] : ترغيب

 

دغه هم وګوری

پنځه ویشتمه لویه ګناه: په ناحقه قسم اخیستل چي په ياد يې هم وي

پنځه ویشتمه لویه ګناه: په ناحقه قسم اخیستل چي په ياد يې هم وي قسم …

یوه تبصیره

  1. Woodchuck mistreatment was UUI on bifocal the jus in Real cialis without a straw’s schizophrene generic viagra online at best