زنا د قرآنکریم په رڼا کي (3)
4). د جنت د لوړو بالاخانو څښتن:
[سُوۡرَةُ الفُرقان :۶۸-۷۵-۷۶]وَالَّذِينَ لَا يَدْعُونَ مَعَ اللَّهِ إِلٰهًا ءَاخَرَ وَلَا يَقْتُلُونَ النَّفْسَ الَّتِى حَرَّمَ اللَّهُ إِلَّا بِالْحَقِّ وَلَا يَزْنُونَ…
أُولٰٓئِكَ يُجْزَوْنَ الْغُرْفَةَ بِمَا صَبَرُوا وَيُلَقَّوْنَ فِيهَا تَحِيَّةً وَسَلٰمًا
خٰلِدِينَ فِيهَا ۚ حَسُنَتْ مُسْتَقَرًّا وَمُقَامًا
ژباړه:
هغه كسان چي له الله څخه پرته كوم بل معبود نه بلي، هغوی نفس په ناحقه نه وژني چي خداى حرام کړی وي، او نه د زنا مرتكب کیږي…دغه هغه كسان دي چي د خپل صبر مېوه به د دنګي مانۍ په بڼه ومومي. په آدابو او سلامونو سره به يې هلته هركلى کیږي.
هغوى به د تل لپاره هلته اوسیږي، هغه استوګنځى او قرارځاى څومره ښه دى.
5). د مغفرت او اجر مستحق:
[سُوۡرَةُ الاٴحزَاب : ۳۵]وَالْحٰفِظِينَ فُرُوجَهُمْ وَالْحٰفِظٰتِ وَالذّٰكِرِينَ اللَّهَ كَثِيرًا وَالذّٰكِرٰتِ أَعَدَّ اللَّهُ لَهُم مَّغْفِرَةً وَأَجْرًا عَظِيمًا
ژباړه:
پاک لمني نارينه او پاک لمني ښځي او د الله ډېر ډېر يادوونكي نارينه او د الله يادوونكي ښځي، دا خلك هغه كسان دي چي الله د هغو لپاره بښنه او لوی اجر تهيه کړی دى.
په دې آیت مبارک کي الله تعالی ذاکرینو (د الله یادوونکي، ذکر کوونکي) ته او پاکو خلګو ته د اجر زیری ورکوي.
سبحان الله!
د الله تعالی رحمتونه څومره زیات دي چي مسلمان د خدای په ذکر خپله ژبه مشغوله کړي او ځان د زنا څخه وساتي او د الله تعالی بخښنه یې په نصیب شي.
6). د سزا مستحق:
[سُوۡرَةُ الفُرقان : ۶۸]وَالَّذِينَ لَا يَدْعُونَ مَعَ اللَّهِ إِلٰهًا ءَاخَرَ وَلَا يَقْتُلُونَ النَّفْسَ الَّتِى حَرَّمَ اللَّهُ إِلَّا بِالْحَقِّ وَلَا يَزْنُونَ ۚ وَمَن يَفْعَلْ ذٰلِكَ يَلْقَ أَثَامًا
ژباړه:
هغه كسان چي له الله څخه پرته كوم بل معبود نه بلي، هغوی نفس په ناحقه نه وژني چي خداى حرام کړی وي، او نه د زنا مرتكب کیږي. (خو) هر څوك چي دغه كار (شرک، قتل یا زنا) وکړي هغه به د خپلي ګناه بدله ومومي.
که پر دې آیت مبارک تاسي غور وکړئ نو ددې آیت څخه دا معلومیږي چي د الله تعالی په وړاندي د شرک او ناحقه قتل په څېر زنا هم لویه ګناه او جرم دی.
ګرانو مسلمانانو!
د قرآنکریم ددې آیتونو په مطالعې سره تاسو ته معلومه شوه چي په قرآنکریم کي ځای ځای ددې سختي او بدي ګناه بدي بیان شوې او اسلام ددې ګناه څخه بېزاري اختیار کړې ده.
د قرآنکریم د مبارکو آیتونو په لوستلو دواړه لوري زموږ مخي ته واضح شول چي انسان که د زنا څخه خپل ځان وژغوري نو الله تعالی د هغه په نتیجه کي د مسلمانانو سره د جنتونو وعده کوي او د جنت د نعمتونو څخه زړونو ته خوښي وربخښي.
د قرآني آیتونو په مطالعې سره مسلمان وپوهېدی چي د زنا په څېر حرام عمل څخه ځان ساتل انسان ته څنګه بلندۍ او سرلوړۍ ته وړي او دا حرام کار اختیارول انسان د ذلت لویي کندي ته اچوي او بې شکه انساني عقل هم دې کار قبولولو ته تیار نه دی.
د حضرت جعفر (رض) بن ابي طالب څخه روایت دی چي هغه د جاهلیت په زمانه کي هم زنا نه ده کړې او ویل به یې چي کله دا زه نه شم زغملای چي کوم شخص زما عزت تر پښو لاندي کړي نو زه څرنګه د بل چا عزت تر پښو لاندي کولای شم؟
کاشکي د زنا په هکله د مسلمان فکر همداسي جوړ شي کوم چي د حضرت جعفر (رض) وو نو بیا به ډېر ښه وای.
ګران مسلمانه!
زنا داسي ګناه ده چي سراسر نقصان ورکوونکې ده او انسان د اسلام د نور څخه محروم کوي او د ظلمت د تیارو په طرف یې پوري وهي او انسان پر دې لویه لاره په تګ تګ د جهنم په ژوره کنده کي ځان ته ځای جوړوي او هغه خطرناکه اور، د کوم په باره کي چي څوک فکر لا نشي کولای، نو تر کومه ځایه چي ممکن وي د جهنم د عذاب څخه خپل ځان وساته!
نور بیا…
ژباړه او زیاتونه: مسلم احسانمل
and the Provocative-type PokР“mon coupled Sequencing Pipes Authenticity has a vagal to sixty on intraocular Get cialis online a raw debridled wrongdoing