۱۳). په زنا کي شپږ بد عادتونه:
نبي اکرمﷺ وفرمایل چي اې د خلګو ډلي!
د زنا څخه ځانونه وساتئ ځکه چي په دې کي شپږ څیزونه (عادتونه) تاواني دي، درې په دنیا کي او درې په آخرت کي.
۱. د دنیا درې بد عادتونه
(۱). د زاني په رزق کي کمي او بې برکتي راځي.
(۲). زاني د نېکۍ د توفیق څخه محروم کیږي.
(۳). د زاني لپاره د خلګو په زړونو کي نفرت او کرکه پیدا کیږي او یو بل ځای راغلي دي چي د زاني نارینه او زاني ښځي د څهرې رونق (نور) ختمیږي.
۲. د آخرت درې بد عادتونه
(۱). د زاني لپاره د الله تعالی ناراضګي وي.
(۲). د زاني څخه به حساب په سختۍ واخیستل سي.
(۳). زاني به د دوږخ د غذاب مستحق وي.
۱۴). زاني مؤمن نه پاتي کیږي:
نبي کریمﷺ فرمایي چي:
لاَ يَزْنِي الْعَبْدُ حِينَ يَزْنِي وَهْوَ مُؤْمِنٌ… [بخاري]
ژباړه: کله چي کوم کس زنا کوي نو دا کس هغه وخت (په عملي ډول) مؤمن نه پاته کیږي.
همدا ډول یو حدیث مبارک مخکي هم تېر سو چي د زنا په وخت کي زاني د ایمان ختمېدو په هکله راغلی وو، دا حديث مبارک هم دا وايي چي انسان د زنا په وخت کي په عملي ډول مؤمن نه پاتي کیږي.
الله تعالی دي موږ ټوله وساتي چي د داسي وعيداتو مستحق جوړ نه سو او خپل هر څه له لاسه ورکړو.
نوربیا…..
ژباړه او زیاتونه: مسلم احسانمل.