د لقمان حکیم نصیحت
لقمان حکیم خپل زوی ته په نصیحت کي وویل چي:
اې زویه!
د زنا څخه ځان وساته ځکه ددې شروع په وېره سره وي او پای یې په شرمندګۍ سره، او ددې کار سرته رسوونکی د دوږخ یوې کندي ته ځي.
همدا ډول د نبي کریم ﷺ وروسته صحابه کرامو رضوان الله علیهم اجمعین، تابعینو او د هغو وروسته د اُمت لارښوونکو علماء کرامو اُمت خبر کړی دی تر څو د زنا د وبا او بدو پایلو څخه وساتل سي، ځکه دا سخته ګناه داسي ده چي له توبې، ایمان او نیکو اعمالو پرته نه بخښل کیږي.
او د لاندي آیت سره پیوست دا بیان دی:
يُضٰعَفْ لَهُ الْعَذَابُ يَوْمَ الْقِيٰمَةِ وَيَخْلُدْ فِيهِۦ مُهَانًا. [سُوۡرَةُ الفُرقان : ۶۹]
ژباړه:د قيامت په ورځ به هغه ته پرله پسې عذاب ورکړل شي او په همغه کښي به د تل لپاره ذليل پروت وي.
که د قرآنکريم دا اوامر انسان خپلي مخي ته کښېږدي او سالم فکر وکړي چي د سزا ددې خطرناکو حالاتو څخه په تېرېدونکو ګناهونو کي یو لوی جرم هم زنا ده چي انسان د هلاکت کندي ته اچوي او په سبب یې انسان د الهي عذاب په غېږ کي راګرځي.
همدا ډول حضرت عبدالله بن مسعود رض فرمایي چي:
ما ظهر الرباوالزنا فی قریة الا زن الله باهلاکها. [الجواب القافي ص ۲۲۰]
ژباړه: په کوم ځای کي چي سود او زنا عامه سي نو الله تعالی د هغه ځای د هلاکت اجازه ورکوي.
ددې قول څخه معلومه سوه چي زناکاري د آبادۍ د ویرانۍ (تباهۍ) باعث کیږي او ټوله ځایونه ددې ګناه په سبب د الهي عذاب په غیږ کي راځي او د الله تعالی د غضب مستحق ګرځي.
ددې هر څه په لوستلو که مسلمان خپل شاوخوا ته نظر وکړي نو د خپل ښار په مختلفو علاقو کي به داسي پيښي پیدا کړي چي ټوله علاقه د زلزلې، سیلابونو او په مختلفو طریقو له منځه تللې وي، بیا چي کله څېړنه وسي نو معلومه سي چي په هغه علاقه کي د فحشا او ناروا ذریعې او وسایل بیخي زیات موجود وه، نو ځکه غضب پر نازل سو.
که موږ فکر وکړو نو فحشا او بې حیایۍ ته لمن وهونکي شیان د زنا باعث کیږي او په مسلمانه ټولنه کي د زنا عاموالی د همدې شسیانو څخه کیږي.
که مسلمان غواړي په خپله ټولنه کي د زنا مخنیوی وکړي نو باید لومړی د هغه شیانو او څیزونو مخنیوی وکړي چي په سبب یې زنا رامنځته کیږي.
بله خبره داده چي مسلمان د خپل نفس غلام دی، په خپلو نفسي خواهشاتو پسي ځي چي په سبب یې په ټوله ټولنه کي فحشا رامنځته کیږي چي په دې سره ځان او ټولنه د هلاکت کندي ته اچوي.
اسلامي شریعت وار وار مسلمانانو ته ترغیب ورکړی تر څو دوی خپل ځانونه د نفسي خواهشاتو څخه خلاص کړي، ځکه همدا نفسي خواهشات او غوښتني دي چي مسلمانه ټولنه د ضعف حالت ته وړي.
ژباړه او زیاتونه: مسلم احسانمل
Alcohol Rehab For Professionals http://aaa-rehab.com Alcohol Rehab Near Me http://aaa-rehab.com Local Drug Rehab Centers
http://aaa-rehab.com