زنا د احادیثو مبارکه په رڼا کي(۱۰)
۱۸). د زاني لپاره ټول مصیبتونه
قال رسول الله ﷺ: اماکم والزانی فانه زهاب البهاء وطول الفقر وقصاء العمر و أما اللوأتی فی الاخرة فسخط الله او سوءُ الحساب والخلود فی النار. [موصوعات ابن جوزی ؒ ۱۰۵-۱۰۸]
ژباړه: نبي کریم ﷺ وفرمایل: ته د زنا څخه لیري واوسه، دا د بدن نور له منځه وړي، محتاجي زیاتوي او عمر کموي (یعني عمر کمیږي) او کوم مشکلات چي په آخرت کي راروان دي په کومو کي چي یوه د الله تعالیٰ ناراضګي او بله د عذاب سختي ده او دریمه (د مسلمان زاني تر ډېره پوري) په دوږخ کي سوځېدل دي.
حدیث مبارک ولولئ او سالم فکر وکړئ چي زنا د آخرت سره سره په دنیا کي هم د تاوان باعث دی او څوک داسي ځیرک کیدای سي چي د آخروي عذاب دا سختۍ وزغمي.
اې مسلمانه!
د غفلت د خوب څخه بیدار سه او غور وکړه، د هغي ورځي په اړه، چي کله تا هغه ایشېدونکي اور ته ور وغورځوي او هلته به ستا هیڅ په وس نه وي.
۱۹). د زاني لپاره خطرناکه سزا
په بحرالدموع کي ابن جوزی ؒ لیکي:
ژباړه: نبي کریم ﷺ فرمایي چي:
کله الله تعالیٰ خپل نارینه بنده او ښځینه بنده د زنا کولو پر مهال ویني نو تر ټولو زیات ورته په غصه کیږي، په څه چي زه خبر یم، که تاسي په هغه پوه سی نو په الله قسم!
چي تاسي به خندا لږ او ژړا ډېره کوی…
واورئ! په دوږخ کي د اور ځیني تابوتونه دي، چي ځیني قومونه (انسانان) به په هغه تابوتونو کي بنديان وي، او بیا چي کله دوی (د تابوت خلګ) د آرامۍ غوښتنه وکړي نو دا تابوت به خلاص کړل سي، او چي کله خلاص سي نو د دوی شور، غوغا او پر دوی د عذاب شغلې به پر نورو دوږخیانو ولګیږی نو هغه به زارۍ کوي او وایي به، اې الله، پر دې تابوت والاوو لعنت وکړه.
دا تابوت والا هغه خلګ دي چي د ښځو شرمګاوي یې په حرامه طریقه (زنا) سره غضب کولې.
ددې څخه تصور وکړئ چي په دې ایشېدونکي اور کي د موجود تابوت والاوو څخه نورو دوږخیانو هم بېزاري ښکاره کړل، په داسي حال کي چي هغوی خپله د اور په سختۍ کي اخته دي خو د زنا کوونکو د عذاب شغلې دومره سختي دي چي هغوی ته تر خپل عذاب دا ډېر تکلیف ورکوي.
که د یو ګړي لپاره موږ سترګي پټي کړو نو په فکر کي ددې منظر راوستل لا انسان ته تکان ورکوي.
هغه انسان څومره خوشبخت دی چي د جهنم د عذاب په اړه یې دومره معلومات لاسته راوړل او بیا ددې اور څخه د ځان ژغورلو په تدبیر پسې سو.
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
ژباړه او زیاتونه: مسلم احسانمل