مخپاڼه / چاڼ سوي مضامین / بي حیایي – له شروع څخه تر پای پوري (۹)

بي حیایي – له شروع څخه تر پای پوري (۹)

زنا د احادیثو مبارکه په رڼا کي (6)

11). پر زاني د آسمان او ځمکي لعنت:

د حضرت ابوهریرة ؓ څخه روایت دی چي رسول اکرمﷺ وفرمایل چي: اووه واړه آسمانونه او ځمکي پر بوډا زاني لعنت وایي حتی چي د زنا کوونکو د شرم ځایونو بد بوی به دوږخیانو ته تکلیف ور ورسوي.

[رواه البزاز، زواجر صفحه: ۲۲۲ جلد: ۲]

په دې حدیث مبارک کي د بوډا سړي د زنا کولو په اړه وعید راغلی دی ځکه چي په دې عمر کي خو ډېره د بدبختۍ خبره ده چي د انسان مرګ رانږدې وي او بیا هم د حیواناتو په څېر کارونه کوي، د همدې لپاره په حدیث مبارک کي د آسمان او ځمکي د لعنت یادونه هم سوې ده، ځکه چي په بوډاتوب کي انسان باید د هر ډول ګناه څخه توبه وباسي، دا د عمر آخري پوړۍ ده، په دې هر څوک پوهېږي چي انسان نور مرګ ته نږدې سوی او که انسان په دې هر څه د پوهېدو سربېره بیا هم په دې عمر کي د دنیا غلطۍ او ګناوي پرې نه ږدي او داسي سخت جرایم سرته رسوي نو د هغه لپاره هغه څه ښایي چي په حدیث مبارک کي یې ذکر راغلی دی.

12). زاني بت پرست دی:

نبي کریم ﷺ مبارکه وینا ده چي (بیا بیا) زنا کوونکی کس داسي دی لکه بت پرست.

په اسلام کي تر ټولو لویه ګناه شرک دی ځکه چي د مسلمان دا عقیده ده چي د الله تعالیٰ بغیر بل کوم معبود نسته او بیا چي انسان ددې سربېره کوم نور څوک خپل معبود بولي نو هغه شرک جوړیږي او په روایاتو کي راځي چي الله تعالیٰ ټوله ګناهونه بخښي مګر شرک یوه داسي سخته ګناه ده چي د هغې هیڅ بخښنه نسته.

په پورته ذکر سوي حدیث مبارک کي پر زنا د مداومت کوونکي یعني د زنا عادي کس او بیا بیا زنا کوونکي کس تشبیه د بت پرست سره ورکړل سوې ده چي بت پرست او د زنا عادي کس یو شان دي، ددې حدیث څخه معلومیږي چي زنا څومره لوی جرم دی چي د بت پرست په څېر بلل سوې ده.

نور بیا…

ژباړه او زیاتونه: مسلم احسانمل

دغه هم وګوری

پنځه ویشتمه لویه ګناه: په ناحقه قسم اخیستل چي په ياد يې هم وي

پنځه ویشتمه لویه ګناه: په ناحقه قسم اخیستل چي په ياد يې هم وي قسم …