مخپاڼه / چاڼ سوي مضامین / بي حیایي – له شروع څخه تر پای پوري (۱۲)

بي حیایي – له شروع څخه تر پای پوري (۱۲)

زنا د احادیثو مبارکه په رڼا کي(۹)

۱۶). د مؤمن او منافق علامه:

نبي کریم ﷺ فرمایي:

من علامة المؤمن أن یجعل الله شهوته فی الصلاة والصیام، وعلامة المنافق أن یجعل الله شهوته فی بطنه وفرجه_ [بحرالدموع: ۱۴۴].

ژباړه: د مؤمن علامه داده چي الله تعالی د هغه حرص په لمانځه او روژه کي ایږدي او د منافق علامه داده چي الله تعالی د هغه حرص د هغه په نس (ګېډه) او فرج کي ایږدي.

ددې حدیث مبارک په رڼا کي که وکتل سي نو دا خبره واضح کیږي چي زاني د منافق په دایره کي هم راځي او د منافق لپاره په سپېڅلي شریعت کي شدید وعیدونه راغلي دي، هغه هم د یو داسي خطرناکي ګناه چي له امله یې انسان د کبیره ګناهونو په چکړ کي پخپله غوځاریږي.

مسلمانه سالم فکر وکړه!

که پر یو کوچنۍ ګناه هم ونیول سوې نو په هغه ورځ (قیامت) به څه درڅخه جوړ سي؟

يا الله، ته رحمن او رحیم ذات یې، زموږ پر حال رحم وکړې…

۱۷). د زنا مصیبتونه

قال رسول الله ﷺ الزانی یورت الفقر ولدهب بهأء الوجه، (۲) یقول الله تعالی: آئیت علی نفسی أن فقیر الزانی ولو بعد حین(۳)_

[مسند شهاب قضاعی (۲) کشف الخفأء عجلونی]

ژباړه: نبي کریم ﷺ وفرمایل چي زنا تنګدستي (بې وزلي) راوړي او د څهرې رونق (نور) له منځه وړي، الله تعالی فرمایي چي ما قسم کړی چي زاني به فقیر کوم، که څه هم په ځنډ سره وي.

اې مسلمانه! غور وکړه!

الله تعالی قسم اخلي چي زه به زاني فقیر کوم… او فکر وکړه، د کوم کس په خلاف چي الله تعالی قسم واخلي نو بیا د هغه پایله به څه وي؟

مسلمانه!

د خدای لپاره، دا ښکاره او خطرناکه اور خپلي مخي ته کښېږده او د هغي ورځي څخه ووېرېږه چي کله ته د رب په دربار کي د زنا کوونکو په صف کي ودرول سې.

نور بیا…

ژباړه او زیاتونه: مسلم احسانمل.

دغه هم وګوری

پنځه ویشتمه لویه ګناه: په ناحقه قسم اخیستل چي په ياد يې هم وي

پنځه ویشتمه لویه ګناه: په ناحقه قسم اخیستل چي په ياد يې هم وي قسم …