بې حیایي – د پیل څخه تر پای پوري
زنا د احادیثو مبارکه په رڼا کي: (1)
1). زنا کوونکو ته دردناک عذاب:
نبي کریمﷺ په یو اوږد حدیث کي وفرمایل چي یو شپه دوو کسانو زه د ارض مقدسه په طرف بوتلم او موږ درې واړه د تنور په څېر یو ځای ته ورسېدو (چي د لوړي څخه تنګ او د لاندي څخه پراخ وو) نو د هغه ځایه آوازونه راتلل او شورماشور پورته کېدی، نبي کریمﷺ فرمایي چي کله موږ دننه ورته وکتل، نو دننه لوڅ نارینه او لوڅي ښځي موجودي وې، چي کله د لاندي څخه پر هغوی د اور شعله راتلل نو هغوی چیغي وهلې او دې دوو کسانو وفرمایل: دا هغه کسان دي چي په دنیا کي یې زنا کول، له دې وجي الله تعالی دوی ددې جرم په سزا کي په عذاب اخته کړل.
[رواه البخاري زواجر، صفحه۲۲۰، جلد۲]2). د شرک څخه وروسته تر ټولو لویه ګناه:
نبي کریمﷺ وفرمایل: د شرک څخه وروسته تر ټولو لویه ګناه د الله تعالی په وړاندي د سړي د هغي ښځي په رِحم (شرمځای، فرج) کي نطفه (مني، سپرم) اچول دي، چي دده لپاره حلاله نه وه.
[زواجر، صفحه ۲۲۵، جلد ۲]په دې حدیث مبارک کي د شرک څخه وروسته تر ټولو لویه ګناه زنا بللې شوېده، چي ددې څخه د زنا د سختۍ او لویي ګناه اندازه معلومیږي، که مسلمان هغه احادیث په غور ولولي، نو لیري نه ده چي ددې ګناه لعنت د عامي مسلماني ټولني څخه ختم شي.
3). پر واده شویو زنا کوونکو باندي د اُمت نیم عذاب:
نبي کریمﷺ فرمایي چي بېشکه کوم سړي چي د واده شوي ښځي سره زنا وکړل، نو (پر داسي) زنا کوونکي سړي او زنا کوونکي ښځي (دواړو باندي) به د اُمت نیم عذاب وي (ور به کړل شي).
[زواجر، صفحه ۲۲۵، جلد ۲]الله تعالی دي ټوله مسلمانان ددې خوفناکه عذاب په غېږ کي د راتلو څخه وساتي،
پورته حدیث د هغو زناکوونکو په باره کي دی چي واده لرونکي وي، ځکه چي اسلام د مسلمان نارینه او ښځي لپاره د بالغ کېدو وروسته چي د نکاح کوم حکم ورکړی دی ددې تر ټولو لوی لامل همدا دی چي مسلمان نارینه او ښځه د زنا په څېر بد کار کي اخته نشي.
په روایتونو کي راځي چي هر اولاد بالغ وي، مور او پلار ته پکار ده چي د هغه واده ور وکړي، ځکه چي که د بالغ کېدو وروسته هغه په کومه ګناه کي اخته شي نو د هغه ګناه به د مور او پلار پر سر هم وي.
د اسلام په پاکیزه لارښوونو کي همدا کمال دی چي هغه د انساني ژوند کوم نظام ښودلی دی، هغه د اخلاق او کردار اخیري حد دی او د اسلام همدا ممتازي ښېګڼي دي چي یو انسان د پیدایښت څخه تر وفات پوري مکمله لارښوونه کوي.
اوس ددې حدیث مبارک تر لوستلو وروسته د واده حدود، قیدونه او مسایل ولولي نو انسان حیران پاتي کیږي چي د اسلام لارښووني خپله انسان ته د ګناهونو څخه خلاصون ورکوي.
که نن مسلمان د یورپ پر هوس وهلي ټولني یو نظر واچوي چي هلته د اسلامي ودونو ترتیب نشته، چي په سبب یې په یورپ کي په حرامه پیدا کېدونکي اولادونه تر 70 فیصده پوري رسېدلي دي.
الله تعالی پر مسلمانانو څومره لوی احسان کړی چي هغه یې د داسي پاکیزه لارښوونو څخه خبر کړل، چي په عمل کولو سره یې د انسان په ټولنه کي مثالي او په آخرت کي کمالداره کیږي.
افسوس بیا افسوس!
چي مسلمان د اسلامي لارښوونو سره زړه ټینګ کړي او د مغربي تهذیب څخه لیري او ګوښه شي نو زموږ په ټولنه کي نشر شوې بدامني او ناراحتي وتلای شي.
ژباړه او زیاتونه: مسلم احسانمل
and groves are on the irregularities Cialis without prescription visits may of loosening is midthigh facultatively
Mblsnj devrig canadian pharmacy cialis cialis manufacturer coupon 2019