د حضرت ابوذر غفاري (رض) اسلام
حضرت ابوذر غفاري(رض) يو مشهور صحابي دئ چي وروسته دلويو عالمانو او زاهدانو څخه وګرځېدئ.
حضرت علي کرم الله وجهه دده په اړه وايي : ابو ذر> دومره علم لاسته راوړى دئ چي خلګ ځني عاجزه دي خو ابوذر> دغه علم محفوظ ساتلى دئ .
کله چي ابوذر> ته د لومړى ځل لپاره د رسول الله ﷺ د نبوت خبر ورسېدئ نو ده خپل ورور ته وويل : چي مکې ته ولاړ سه او درسول الله ﷺ ټول حالات معلوم کړه او خبري يې په ښه غور سره واوره اودې خبري ته هم ځير سه چي رسول الله ﷺ وايي : ماته د آسمان څخه وحي راځي ځان په پوه کړه چي څنګه وحي راځي . دده ورور مکې ته ولاړى د حال معلومولو وروسته بېرته راغلى ابوذر ته يې وويل : ما رسول الله ﷺ وليدئ چي خلګو ته يې په نيکو خويو او نيکوعادتونو امر کاوه او دخولې څخه يې داسي کلام اورېدل کېدئ چي نه شعر و او نه د کائنانو( جادوګري) خبري وي د ابوذر غفاري> د ورور په دې لنډو خبرو ډاډ ونسو خپله يې دسفر اراده وکړه دستي مکې ته روان سو کله چي مکې ته ورسېدئ برابر مسجد حرام ته ولاړى دا چي ده رسول الله ﷺ نه پېژندئ او دچا څخه پوښتنه کول هم غوره کار نه ورته برېښېدئ نو تر ماښامه پوري په مسجد حرام کي واوسېدئ څرنګه چي د اصحابو دا عادت وو چي د مسافرانو خدمت ، دناتوانو مرسته او ميلمه پالنه به يې کول نو حضرت علي کرم الله وجهه ابوذر غفاري> کور ته بوتى ميلمستيا يې ورکړه علي کرم الله وجهه د پوښتني اړتيا ونه ليده چي د ابوذر(رض) څخه و پوښتي چي دڅه لپاره راغلى يې دوهمه ورځ يې بيا تېره کړه د چا څخه يې پوښتنه ونه کړه چي رسول الله ﷺ څوک دئ دوهم ماښام بيا علي کرم الله وجهه بوتى ميلمستيا يې ورکړه فکر يې و کړى چي مسافر دئ د يو کار لپاره به راغلي وي ښايي نن به يې کار نه وي پوره سوى نو پاته سوى دئ علي> په دوهم ماښام بيا پوښتنه ځني ونه کړه اونه دده څخه داسي څه ښکاره سوه چي علي کرم الله وجهه پرې وپوهيږي او دده حال معلوم کړي چي دى دڅه لپاره راغلى دئ ، دريمه ورځ ابو ذر غفاري(رض) بيا مسجد حرام ته راغلى د چا څخه يې پوښتنه نه وکړه ښايي وجه به يې داوه چي درسول الله ﷺ سره د دښمنۍ قصې ډيري مشهوري وي چا چي به د رسول الله ﷺ لټه کول هغه به د تکليف سره مخ کېدئ ده فکر کاوه چي ښايي که زه پوښتنه وکړم هغه به د دښمنۍ فکر وکړي مفت (وړيا) به په تکليف اخته سم ، دريمه شپه علي کرم الله وجهه بوتى پوښتنه يې ځني وکړه چي د څه لپاره راغلي يې ؟ او څه مقصد لري ؟ ابو ذر غفاري(رض) لومړى وعلي کرم الله وجهه ته قسم ورکړى او وعده يې ځني واخيسته چي صحيح حال به راته وايي وروسته يې خپل مقصد ورته وښودئ حضرت علي کرم الله وجهه ورته وويل : په الله(ج) قسم يادوم چي دشک پرته هغه دالله (ج) رسول دئ سبا چي کله زه ځم هلته به دي بوزم مګر مخالفت بيخي زيات دئ ددې لپاره چي زما او ستا يو ځاى تګ معلوم نسي او څوک را څخه ونه ويريږي نو که پر لاري څوک په مخه راغلي زه به پر ضرورت کښېنم بيا به په جامو سمولو اخته سم ته سيده روان سه لنډه داچي علي> او ابوذر غفاري (رض) دنبي کريم ﷺ و حضور ته ورسېدل ، ابو ذر(رض) درسول الله ﷺ سره خبري وکړي دستي مسلمان سو رسول الله ﷺ په دې موخه چي ابوذر(رض) ته تکليف نه ورسيږي ورته وې فرمايل : اوس خپله مسلماني پټه وساته خپل قوم ته ولاړ سه هر کله چي الله(ج) موږ ته برياليتوب را نصيب کړى بيا به راسي ابو ذر غفاري(رض) وفرمايل : اې دالله رسوله ! قسم په هغه ذات چي زما روح يې په قدرت کي دئ زه به دغه دتوحيد کلمه ددغه بې ايمانو په منځ کي په لوړ آواز وايم دستي يې مسجدالحرام ته تشريف يووړى او هلته يې په لوړ اواز وويل :
(اشهد ان لا اله الا الله و اشهد ان محمدا عبده ورسوله ) کله چي ده کلمه خلاصه کړه د څلورو طرفونو څخه خلګ پر راپورته سوه دومره يې وواهه چي مرګ ته نژدې سو د رسول الله ﷺ اکا عباس چي په دغه وخت کي لا مسلمان سوى نه و ــ په دې موخه چي ابوذر خلاص کړي وخلګو ته يې وويل : دا سړى د غفار د قبېلې دئ دغفار قبيله وشام ته پر لاري پرته ده او تاسو د شام تجارت کوئ که دا سړى ووژل سي نو و شام ته به ستاسو لاره بنده سي خلګو چي دا خبره واورېده فکر يې وکړى چي زموږ ټولي اړتياوي د شام څخه پوره کېږي که دشام لاره بنده سي دا خو لوى تاوان دى نو لدې امله يې ابوذر(رض) پرېښودئ ابوذر غفاري(رض) دوهمه ورځ بيا مسجدحرام ته راغلى بيا يې دشهادت کلمه په لوړ آواز وويل خلګو ددغه کلمې داورېدلو زغم نه درلودئ دستي پر راوغورځېدل بيا يې وواهه عباس د تيري ورځي په څېر خلاص کړى چي ستاسو دتجارت لاره بنديږي .
فايده : درسول الله ﷺ د منعه کولو په صورت کي چي ابو ذرغفاريy ته يې امر کړى و چي اسلام پټ ساته بيا هم ده مبارک اسلام ښکاره کړى او وهل يې پر ځان تېر کړه دا دده جوش او جذبه وه ځکه حقيقت داو چي اسلام يو حق دين دئ نو دابو ذرغفاري(رض) يقين و چي اسلام حق دين دئ نو د چا ټيکه ده چي له ويري به يې اسلام نه ښکاره کوم ؟ او رسول الله ﷺ چي دى منع کاوه دا درسول الله ﷺ شفقت او مهرباني وه چي موږ ته خو داسلام په خپرولو کي تکليفونه ډېر دي بايد ددې تکليفونو څخه دى خلاص وي کېدلاى سي چي دى به يې ونه زغمي اصحابو کرامو رضی الله عنهم چي به کله په دغه ډول د رسول الله ﷺ د لارښووني مخالف کار وکړى داددوى دالله (ج) اورسول الله ﷺ سره دميني هغه غلبه وه چي دوى به يې داداره کولو توان نه درلودئ که نه نو ددې مجال خو بيخي دامکانه وتلى و چي دوى دي درسول الله ﷺ څخه مخالف کار وکړي ،يو نمونه به يې په راتلونکي باب کي راسي ، حضرت ابوذر غفاري> ددې پر ځاى چي په دين کي تکليفونه نه وويني د رسول الله ﷺ حقيقي تابعداري غوره کړه چي داسلام ښکاره کول دي دا هم يوه لويه خبره وه همدالامل و چي اصحابو تل برياليتوب لاسته راوړى او په هر ميدان کي به دوى بريالي وه د دنيا او آخرت ګټي به يې په برخه وي تر داسي بريده چي يو چا به يو ځلي د شهادت کلمه وويل داسلام تر بيرغ لاندي به راغلى بيا به لوي ، لوي طاقتونو ددين څخه نه سواى منع کولاى او لوي ، لوي ظلمونو به ددې د دين څخه نسو اى اړولاى .
Baclofen Achat En Canada online cialis Propecia Colesterol Cialis Professional Generique 20 Mg
not as lackluster a hyoid as on account of many Discount cialis no rx with inductive yorkshire