عن أبي هريرة – رضي الله عنه – قال: كَانَتْ بَنُو إِسْرَائِيلَ يَغْتَسِلُونَ عُرَاةً يَنْظُرُ بَعْضُهُمْ إِلَى بَعْضٍ ، وَكَانَ مُوسَى يَغْتَسِلُ وَحْدَهُ ، فَقَالُوا: وَاللَّهِ مَا يَمْنَعُ مُوسَى أَنْ يَغْتَسِلَ مَعَنَا إِلا أَنَّهُ آدَرُ ،فَذَهَبَ مَرَّةً يَغْتَسِلُ فَوَضَعَ ثَوْبَهُ عَلَى حَجَرٍ ، فَفَرَّ الْحَجَرُ بِثَوْبِهِ ، فَجَمعَ مُوسَى فِي إِثْرِهِ يَقُول:ُ ثَوْبِي یاحَجَرُ! ثَوْبِي یا حَجَرُ! حَتَّى نَظَرَت بَنُو إِسْرَائِيلَ إِلَى مُوسَى فَقَالُوا : وَاللَّهِ مَا بِمُوسَى مِنْ بَأْسٍ ، وَ أخَذَ ثَوْبَهُ فطفق بِالْحَجَرِ ضرباً ؟فَقالَ أبُو هریرة : والله اِنهُ لَنَدَب بِالْحَجَرَ سِتَّةٌ أَوْ سَبْعَةٌ ضَرْبًا بِالحَجَرِ.
د ابو هریرة رضی الله عنه نه روایت دی، چې رسول الله علیه الصلاة والسلام وفرمایل:
بني اسرائیلو به لوڅ لمبل او یو بل ته به يې کتل موسی علیه الصلاة والسلام به ځانته لمبل. بني اسرائیلو وویل: په خدای قسم چې موسی ځکه زمونږ سره نه لامبي چې هغه داسې مرض لري( د هغه خصیتین پړسیدلی)، چې زمونږ څخه يې پټوی. یوه ورځ موسٰی علیه السلام یواخې لمبل خپل کالي يې په یوه تېږه كېښودل.
تیږې ( د الله په حکم) د موسی علیه السلام کالي و تښتول. موسی علیه السلام د تیږي پسې منډه کړه او ورته يې وویل: ای تیږې! زما کالي. ای تیږی! زما کالي.
په دې وخت كې بني اسرائیلو موسی علیه السلام لوڅ ولید، نو په خپلو كې يې سره وویل: قسم په رب ! موسی علیه السلام خو هېڅ داسې مرض نه لري. موسی علیه السلام د تیږې څخه کالي واخيستل او د تیږې په وهلو يې شروع وکړه. ابو هریرة رضی الله عنه وايې: قسم په خدای په هغه تیږه د موسی علیه السلام د وهلو شپږ اوه نښانونه پاتې دي.
دحدیث تخریج :
بخاري و هذا لفظه : کتاب الغسل ،باب : من اغتسل عریانا وحده في الخلوة ،حدیث : ( ۲۷۸) او په کتاب : أحادیث الأنبیاء ، باب( ۳۴۰۴) اوپه کتاب التفسیر،باب : لاتکون کالذینءاذوا موسی،( ۴۷۹۹).
مسلم : کتاب الحیض ،باب : جواز الاغتسال عریانا في الخلوة،حدیث(۳۳۹).
د حدیث فائدې:
۱: د بني اسرائيلو سر کشي او په ګناهونو كې ډوبېدل تر دې حده رسیدلي وو، چې د یو بل په مخكې به يې لوڅ لمبل او د یو بل شرمګاه ته به يې کتل.
۲: موسی علیه السلام د الله عزوجل نه ډېره حیا کوله .
۳: بد ګمان او شک د مریضو او خرابو زړونو لرونکو خلکو کار وي لکه څنګه چې په دې حدیث كې بني اسرائیلو بعضې بد ګمانه کسانو وویل: موسی علیه السلام چې زمونږ سره نه لامبي، نو د هغه په وجود كې به خامخا داسي کوم مرض وي، چې هغه يې زمونږ نه پټوی او همداسې د عبد الله بن مسعود رضی الله عنه نه روایت دی چې:
قَسَمَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَسْمًا ،فَقَالَ رَجُلٌ : إِنَّهَا لَقِسْمَةٌ مَا أُرِيدَ بِهَا وَجْهُ اللَّهِ ،قَالَ : فَأَتَيْتُا لنَّبِيَّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ فَسَارَرْتُهُ ،فَغَضِبَ مِنْ ذَلِكَ غَضَبًا شَدِيدًا وَ احْمَرَّ وَجْهُهُ ،حَتَّى تَمَنَّيْتُ أَنِّي لَمْ أَذْكُرْهُ لَهُ ،قَالَ : ثُمَّ قَالَ : ” قَدْ أَوُذِيَ مُوسَى بِأَكْثَرَ مِنْ هَذَا فَصَبَرَ . .
رسو الله علیه السلاة والسلام غنیمتونه تقسيمول. یو انصاري كس وویل: رسول الله علیه الصلام والسلام په دې تقسیم سره د الله عزوجل رضا و نه غوښته.
عبد الله بن مسعود رضی الله عنه وايي: زه رسول الله علیه السلام ته ورغلم او د هغه مبارک په غوږ كې مې ورته خبره وکړه. رسول الله علیه السلام د هغه د دغه خبرې په باره كې ډېر سخت په قهر شو تر دې چې د هغه مبارک رنګ سور واوښت. ما دا ارمان وکړ چې کاش ما ورته هغه خبره نه وه ویلې. عبد الله بن مسعود رضي الله عنه وايي: بیا رسول الله علیه افضل الصلام والسلام وفرمایل:
موسی علیه السلام د دې نه هم ډېر په تکلیف شوی دی، مګر هغه بیا هم صبر کړی و.
بخاری: کتاب الاستئذان ، باب ، اذا کانو أکثر من ثلاثة فلا بلس بالمسارة والمناجاة حدیث: (۶۲۹۱)
مسلم: کتاب الزکاة، باب: اعطاء المؤلفة قلوبهم علی الاسلام و تصبر من قوى ایمانه (۱۰۶۲)
۴: ګناهونه واړه ګڼل او د هغې پروا نه کول آخر د دې سبب ګرځي، چې انسان ته وړه ګناه بیا هېڅ هم نه ښکاري او دغسې انسان چې بیا هر څه كوي هغه ته خپل کار ښه او د شرعې مطابق ښكاري. الله عزوجل فرمايي:
(أَفَمَنْ زُيِّنَ لَهُ سُوءُ عَمَلِهِ فَرَآهُ حَسَنًا ۖ فَإِنَّ اللَّهَ يُضِلُّ مَنْ يَشَاءُ وَيَهْدِي مَنْ يَشَاءُ ۖ فَلَا تَذْهَبْ نَفْسُكَ عَلَيْهِمْ حَسَرَاتٍ ۚ إِنَّ اللَّهَ عَلِيمٌ بِمَا يَصْنَعُونَ ) فاطر .
۵: الله عزوجل په هر څه قادر دی لکه په دې حدیث كې چې تیږې منډه کړه او موسی علیه السلام کالي يې د ځانه سره و تښتول.
۶: د بل انسان عورت ته په سترګو کتل که څه هم لویه ګناه ده، خو په ژبه د بل عورت په باره كې خبرې کول تر ټولو لویه ګناه ده. ځکه خو الله عزوجل د موسی علیه السلام عورت خلکو ته وښوده تر څو د خلکو د ژبې نه په امان كې شي. سترګې د یوه ځان پورې محدودې وي، خو ژبه بیا داسې نه وي.
۷: موسی علیه السلام چې تیږه ووهله د دې مانا دا ده، چې موسی علیه السلام ډېر زیات حیا ناک و او همدا حال د ټولو نبیانو وو. د ابو سعید الخدري رضی الله عنه د رسول الله علیه السلام د حیا باره كې فرمايي:
(كَانَ النَّبِيُّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ أَشَدَّ حَيَاءً مِنَ الْعَذْرَاءِ فِي خِدْرِهَا )
رسول الله علیه الصلاة والسلام د ځواني انجلی ( چی هغه د واده په شپه په اول ځل خپل میړه وینی ) نه هم ډېر حیاء ناک وه .
بخاري واللفظ له: کتاب المناقب، باب: صفة النبي، حدیث: (۳۵۶۲)
مسلم: کتاب الفضائل، باب کثرة حیائه صلى الله علیه وسلم، حدیث: (۲۳۲۰)
۸: الله عزوجل چې موسی علیه السلام ته ډېري معجزې ورکړې وې لامل يې همدا و، چې بني اسرائیل په زړونو ډېر سخت او سر کشه وو. په تیږه باندې د موسی علیه السلام د وهلو نشان ځکه پاتی و تر څو بني اسرائيل د هغې معجزې په لیدلو ایمان راوړي او موسی علیه السلام د هغو د اذیت نه خوندی وي.
منبع: اصلاح آنلاین
Prothesis the generic viagra after traffic in usa caseous grace: Predisposed where Buy cialis low price does generic viagra work colonial