مخپاڼه / چاڼ سوي مضامین / لمانځه ته د پیغمبر صلی الله علیه وسلم هڅونه

لمانځه ته د پیغمبر صلی الله علیه وسلم هڅونه

لمانځه ته د پیغمبر صلی الله علیه وسلم هڅونه

د حضرت عثمان رضی الله عنه ازاد کړل شوی غلام حارث رحمه الله وایي: یوه ورځ مونږ حضرت عثمان رضی الله عنه سره ناست وو چې مؤذن راغی اذان یې وکړ، نو حضرت عثمان رضی الله عنه د اوداسه لپاره اوبه را وغوښتې،  دی وايي: زه فکر کوم نوموړي ته چې په کومه کوزه کې اوبه راوړل شوې په هغه کې یو مد (۱۴چټاکۍ) اوبه ځایيدې عثمان اودس وکړ بیا یې وویل: یو ځل مې پیغمبر صلی الله علیه وسلم ولید چې همداسې اودس یې وکړ او بیا یې وفرمایل: څوک چې همداسې اودس وکړې او بیا د ماسپښین لمونځ وکړي؛ نو د سهار او ماسپښین تر منځ کړي (وړې) ګناوې به یې وبښل شي، بیا چې د مازدیګر لمونځ وکړي نو د ماسپښین او مازدیګر تر منځ ګناوې یې بښل کیږي، بیا چې د ماښام لمونځ وکړي نو د مازدیګر او ماښام ترمنځ ګناوې به یې وبښل شي، بیا کیدای شي ټوله شپه پروت وي سهار را پورته شي اودس وکړي او د سهار لمونځ وکړي نو د ماخوستن او سهار تر منځ ګناوې به یې وبښل شي، بیا یې  وفرمایل: دا هغه نیکۍ دي چې ګناوي له منځه وړي، راوي وایي: په ناستو خلکو کې یو چا پوښتنه وکړه چي ای عثمانه! د اخو (عامې ) نیکۍ شوې، نو پایښت لرونکي نیکۍ (باقیات الصالحات) به څه وي؟ حضرت عثمان رضی الله عنه ورته وویل: پایښت لرونکي نیکۍ دا کلمات دي : لا اله الا الله ، سبحان الله ، الحمد الله والله اکبر ولا حول ولا قوة الا باالله.

(اخرجه احمد باسناده حسن و ابو یعلی والبزاز کذا في الترغیب ۱/۲۰۳ وقال الهیشمی ۱/۲۹۷، رواه احمد و ابو یعلی و البزاز ورجاله صحیح غیر الحارث بن عبد الله مول عثمان ابن عفان رضی الله عنه وهو ثصه وفي الصحیح بعضه).
ابو هریره رضی الله تعالی عنه وایي: د قضاعه قبیلې دوه کسانو یو ځای ایمان راوړ، څه موده وروسته یو په جهاد کې شهید شو او دوهم یو کال وروسته په خپل مرګ وفات شو، طلحه بن عبید الله رضی الله عنه وایي چې ما په خوب کې ولیدل چې هغه دوهم کس له اول نه وړاندې جنت ته ولاړ؛ نو حیران شوم ( چې هغه اول خو په سنګر کې شهید شوی دی او دوهم په خپل مرګ وفات شوی و) نو ورغلم پیغمبر صلی الله علیه وسلم ته مي ټوله کیسه وکړه، هغه صلی الله علیه وسلم راته وویل: د هغه دوهم نیکیو ته خو وګوره چې څومره ډیرې شوي دي! ده د یوه کال رمضان روژې زیاتې نیولي دي او شپږ زره او څومره څومره رکعتونه یې له هغه نه زیات کړي دي.

(اخرجه احمد قال في الترغیب ۱/۲۰۸، رواه احمد باسناد حسن و رواه ابن ماجه و ابن حبان في صحیحه و البیهقی کلهم عن طلحه بنحوه اطول منه).

عبد الله بن عمرو رضی الله عنه وایي: یو ځل یو سړی راغی پیغمبر صلی الله علیه وسلم نه یې پوښتنه وکړه چې تر ټولو غوره عمل کوم دی؟ پیغمبر صلی الله علیه وسلم ورته وفرمایل: لمونځ! هغه وویل؟ بیا کوم؟ پیغمبر صلی الله علیه وسلم ورته وفرمایل: لمونځ! هغه بیا وویل: بیا کوم عمل؟ پیغمبر صلی الله علیه وسلم بیا ځواب ورکړ: لمونځ! هغه چې بیا بیا دا پوښتنه تکرار کړه نو پیغمبر صلی الله علیه وسلم ورته وفرمایل: له دې وروسته غوره عمل د الله په لار کې جهاد کول دي، هغه وویل: زما مور او پلار ژوندي دي، پیغمبر صلی الله علیه وسلم ورته وفرمایل: ځه ورشه او له هغو سره ښه چلن کوه! هغه وویل: په هغه ذات مې قسم چې ته یې په حقه پیغمبر را لیږلی یې! زه به هغوی پریږدم او هرو مرو به جهاد کوم، پیغمبر صلی الله علیه وسلم ورته ورته وفرمایل: په دې ته له ما نه ښه پوهیږي(چي مور او پلار ته دې د خدمت څومره اړتیا ده)

(اخرجه احمد قال الهیثمی ۱/۳۰۱ و فیه ابن لهیعه و هو ضعیف و فد حسن له الترمذی و بقیة رجاله الصحیح واخرجه ایضاً ابن حبان في صحیحه کما في الترغیب ۱/۲۱۱)

حضرت انس رضی الله عنه وایي: پیغمبر صلی الله علیه وسلم د وفات پر وخت بیا بیا دا وصیت کاوه چې: لمانځه او خپلو غلامانو ته پاملرنه کوئ! دا خبره یې بیا بیا تکراروله تر دې چې ځنکدن یې پیل شو او بیا یې له مبارکې ژبي دا توري واضح نه اوریدل کیدل.

(اخرجه البیهقی و قد رواه النسائی و ابن ماجه)

مأخذ: د ایماني ژوند ځلانده بېلګې

 

دغه هم وګوری

پنځه ویشتمه لویه ګناه: په ناحقه قسم اخیستل چي په ياد يې هم وي

پنځه ویشتمه لویه ګناه: په ناحقه قسم اخیستل چي په ياد يې هم وي قسم …