“ظهورِ مهدي” درېیمه برخه
د قیامت د علامو دوه ډولونه
ژباړه: مسلم احسانمل
د قیامت کومي علامې چي په قرآن او حدیث کي راغلي دي هغه پر دوه ډوله دي:
۱). علاماتِ صغریٰ یعني کوچنۍ علامې او دې ته علاماتِ بعیده هم ویلای سو، دا علامې د قیامت څخه مخکي په وجود راځي، خو دا حتمي نه ده چي ددې علامو وروسته به دستي قیامت راځي.
۲). علاماتِ کبریٰ یعني لويي علامې، دې ته علاماتِ قریبه هم ویلای سو، دا علامې به د عام معمول خلاف قیامت ته په نږدې زمانه کي ښکاره کیږي، ددې علامو په لیدلو به دا خبره واضح سي چي نور نو قیامت لیري نه دی (کما یُستفاد من فتح الباری ۴۲۸/۱۱).
د همدې دوهم ډول یعني علاماتِ کبریٰ کي یو ډیره لویه علامه د حضرت مهدي ؓ ظهور هم دی.