هغه شیان او کړني،چي روژه نه ماتوي:
لاندي هغه شیان،چي په کولو یې روژې ته نقصان نه رسیږي.
۱:د روژې په حال كښي غاښ كښل روژه نه ماتوي، په دې شرط ،چي دغاښ کښلو پر مهال دومره وینه تېره نه سي،چي تر ناوړو زیاته وي.
۲: په شهوت پاندي کومي ښځي ته کتل روژه نه فاسدوي.
۳: دمذي او یا ودي وتل.
۴: اميدواري ښځي ته دحیض په څېر وینه راتلل روژه نه فاسدوي ځکه،چي اصلا هغه حیض نه دئ.
۵: د روژې په حال كښي پيچكاري لګول روژه نه فاسدوي ځکه دا داسي دئ لکه د تندي په وخت كښي چي د پوست د منفذونو د لاري څڅه بدن ته يخوالي ورسیږي نو روژه نه ماتوي. خو درګ په پیچکارۍ کي احتیاط په دې کی دئ،چي ونه لګول سي.
۶: په روژه كي قي وهل روژه نه فاسدوي پاته دي نه وي،چي که چيري روژه نيونكي د نخود په اندازه يا زيات قي بيرته تير كړ ،نو روژه يې ماتيږي، البته که یې بېله قصده تير سو بيا هم روژه نه ماتوي.
۷: احتلام یعني شیطان خطایستل روژه نه ماتوي.
۸: که په هیره په روژه کي څه وخوري یا یې وڅیښي روژه نه ماتوي.
۹: سترګي تورول روژه نه ماتوي.
۱۰: دنس یا دماغ پر زخم پاندي دوا وهل روژه نه ماتوي په دې شرط ،چي نس یا دماغ ته ځه شي ولاړ نسي که ولاړی بیا روژه ماتوي.
۱۱: که څوک تر سپېدو مخکي کور والی وکړي او ترسپېدو وروسته غسل وکړي روژې ته کوم نقصان نه رسوي.
۱۲: مسواک وهل روژې ته کوم نقصان نه رسوي هر ډول مسواک ،چي وي یعني لوند مسواک وی او که وچ مسواک وي.
۱۳: دروغنو استعمال یعني پر سره ، ږیره او بریتونو باندي په روژه کي پروا نه کوي.
۱۴: دښځي لپاره په لاندي شرطونو دکتغ مالګه څکل جایز دي:
الف : داسي څوک نه وي،چي دکتغ مالګه معلومه کړي لکه کوچنئ ، حایضه یا نفاسه ښځه او داسي نور.
ب: په داسي اندازه باندي څکل،چي دکتغ کومه لږه حصه هم حلق ته داخله نه سي ځکه که داسي وسي نو بیا روژه فاسدیږي.
ج: همدا ډول که ښځه خپل ماشوم ډوډۍ ور ژویي او بیا یې په مړوي نو هغه وخت دا کار ورته جایز دئ،چي دماشوم لپاره بله معادله لار نه وي.
۱۵: په سترګو کي دوا اچول په روژه کي پروا نه کوي.
۱۶: دخوشبویانو بویول.
۱۷: کوم بلغم ،چي ددماغ څخه راسي یا یې په پزه کي زیات وي او هغه تیر کړي. روژه نه ماتوي.
۱۸:حلق ته ګرز، دود، ماشه، مچ داخل سي خو دا هغه مهال،چي روژاتي يې قصدا خولې ته داخل نه کړي.
۱۹: اوبه،چي غیر اختیاري غوږ ته داخلي سي روژې ته تاوان نه رسوي او که یې په اختیاري توګه غوږ ته اوبه داخلي کړي بیا روژه ماتوي.
۲۰: اوښکي،چي خولې ته ننوزي او په حلق کي یې خوند محسوس نه سي روژه نه ماتوي.
۲۱: دخبرو پر مهال،چي شونډان وچ سي ، په ناوړو یې لانده کړي بیا هغه ناوړي تیري کړي روژې ته نقصان نه رسوي.
۲۲: که په روژه کي مېرمن خپل خاوند مسه کړي او خاوند انزال سي دخاوند روژه ماتیږي.
والله اعلم بالصواب
مفتي عبدالهادي حماد، حمادیه اسلاميه مدرسه کندهار
———————————————————————–
(۱): ) الدم اذا خرج من الاسنان و دخل الحلق ان كانت الغلبة للبزاق لا يفسد صومه و ان كانت للدم فسد و كذا ان استويا احتياطا ( بحرالرائق صـ ۴۳۰ ج ۲.
(۲): ) و اذا نظر الى امراة بشهوة في وجهها او فرجها كرر النظر او لا لا يفطر اذا انزل كذا في فتح القدير و كذا لا يفطر بالفكر اذا امنى هكذا في السراج ( هنديه صــ ۲۰۴ ج ۱.
(۳):) او انزل بنظر الى فرجها مرارا او بفكر( در المحتار صـ ۴۲۱ ج ۳.)
(۴): ( ) ان الدم الذي يخرج عند خروج اكثر الولد …..ولا تعتبر نفساء و يفعل ما تفعله الطاهرات ( الفقه علي المذاهب الاربعة صـ ۱۳۱ ج ۱.)
(۵): () و من اغتسل في ماء وجد برودة في باطنه لا يفطر ( هنديه صـ ۲۰۳ج ۱.)
(۶):) وان رعده القئ ….. اجماعا لانه خارج ادخله جوفه و لوجود الصنع (
(۷): ) فان نام فاحتلم لم يفطر …… عن شهوة بالمباشرة ( هنديه صـ ۱۹۹ ج ۱.
(۸):) اذا اكل الصائم او شرب او جامع حال كونه ناسيا ……. و عبادة غيره الاولى ان لا يخبره ( الدر المختار بمع رد المحتار صـــ ۴۱۹ ج ۳.
(۹):) ولايكره كحل و لا دهن شارب كذا في الكنز هكذا اذ لم يقصد الزينة فان قصدها كره كذا في النهر الفائق و لا فرق بين ان يكون مفطرا او صائما ( هنديه صــ ۱۹۹ ج ۱.
(۱۰): ) و في الجائفة والآمة اذا داوا هما بدواء يابس لايفسد صومه …….والغالب هو الوصول الى الجوف.( تاتارخانية صـ ۲۷۷ ج ۲ .)
(۱۱):) عن عائشة رضي الله عنها قالت كان رسول الله صلى الله عليه وسلم يدركه الفجر في رمضان و هو جنب من غير حلم فيغتسل ويصوم ( متفق عليه مشكوة صــ ۱۷۳ ج ۱ ، بدائع صــ ۱۳۸ ج ۲.
. )وكذا لا تكره حجامة …… او من الحر رواه ابو داود. الدر المختار و رد المحتار صـ 459 ج ۳.
(۱۲):و لاسواك …..الى قوله و عشيا اي بعد الزوال . الدر المختار صـ ۴۵۸ ج ۳.
(۱۳): ) و تفيد مسئلة الاكتحال و دهن الشارب ……و كذا دهن الشارب( مراقي الفلاح 543.)
(۱۴): ( ) و كره ذوق شيء و مضغه بلا عذر ………طبيخاً و لا لبناًحليباً(.كذا النهر الفائق هنديه. ج ۱ صـ 199.)
(۱۵): ) و لو اقطر شيئًا من الدواء في عينه ………كذا في الذخيرة ( هنديه صـ ۳۰۳ج ۱.)
(۱۶): ) لا يكره للصائم شم رائحة المسك والورد و نحوه مما لايكون جوهرا متصلا كالدخان ( رد المحتار صــ ۴۵۶ ج ۳.)
(۱۷): ) ولو دخل المخاط انفه من راسه ثم استشمه فادخل حلقه عمدا لم يفطر لانه بمنزلة ريقه كذا في محيط ( هنديه صـ ۲۰۳ ج ۱.
(۱۸): ) و لو دخل حلقه غبار الطاحونة او طعم …….كذا في السراج الوهاج( هنديه صــ۲۰۳ ج ۱.
(۱۹): ) وجعل السعوط كالاقطار في الاذن …..ورجحه المحقق في فتح القدير(. البحر الرائق ج 2 صـ ۴۳۷.
(۲۰): ) الدموع اذا دخلت فم الصائم ان كان قليلا كالقطرة و القطرتين او نحوها لا يفسد صومه ……. كذا في الخلاصة ( هنديه صــ ۲۰۳ ج ۱.
(۲۱): ) ترطبت شفتاه ببزاقه عند الكلام او غيره فابتلعه لا يفسد للضرورة كذا في الزاهدي . ( هنديه صـ ۲۰۳ ج ۱.
(۲۲): ) واذا مست المراة زوجها حتى انزل لم يفسد صومه و لو كان يتكلف بذلك ….الى قوله مس صائم امراته و امذى لا يفسد صومه ( تاتارخانية صــ ۲۸۱ج ۲.