د مومن او مشرک په منځ کي فرق(الحدیث)
عن رکانة رضی الله عنه قال قال رسول الله صلی الله علیه وسلم العمامة على القلنسوة فصل ما بيننا و بين المشرکين يعطى يوم القيمة بکل کورة يدورها على راسه نورا([1]).
ژباړه: د حضرت رکانة رضی الله عنه څخه روايت دئ چي نبي صلی الله علیه وسلم فرمايي چي پر رخچينه باندي لنګوټه تړل زموږ او د مشرکينو په منځ کي جلا کوونکې علامه ده (ځکه هغوى به رخچينه نه پر سر کوله) او د لنګوټې پر هر وله چي پر سر راګرځېدلې وي د قيامت په ورځ نور (ورکول کېږي).
([1]) جامع الحديث: ١٤ جلد، ٣٦٨ مخ [باب المحلى من العين].