که د درو عيبو څخه څوک ځان وساتي نو جنت ته به ژر داخل سي
وَ عَنْ ثَوْبَانَ رضی الله عنه قَالَ: قَالَ رَسُوْلُ اللهِ صَلَى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمْ: مَنْ فَارَقَ رُوْحَهُ جَسَدَهُ، وَ هُوَ بَرِئٌ مِنْ ثَلاَثٍ دَخَلَ الْجَنَّةَ الْغُلُوْلِ، وَالدَّيْنِ، وَالْکِبْرِ)۱(.
ترجمه: د حضرت ثوبان رضی الله عنه څخه روايت دئ، دی فرمايي، چي د الله رسول صلی الله علیه وسلم وفرمايل: د چا چي روح د ده د جسد څخه جلا سي او ده د درو شيانو څخه ځان ساتلی وي، لکه:
(۱) د غنيمت د غلا څخه،
(۲) د بېله ضرورته پور کولو څخه،
(۳) د تکبر او لويي څخه، جنت ته به داخل سي.
(۱) الترغيب والترهيب: ج ۲، ص ۵۹۷.