مخپاڼه / چاڼ سوي مضامین / د علم پوټونکي او د شراب څیښونکي سزا

د علم پوټونکي او د شراب څیښونکي سزا

دعلم پوټونکي سزا

رسول الله صلی الله علیه وسلم  فرمايي: دکوم چا څخه چي ديوې مسئلې پوښتنه وسي نوموړى کس ته ددغه مسئلې معلومات وي وپوښتونکي ته جواب ور نه کړي داور په ملونو باندي به مهار کړل سي.([1])

 

دشراب څيښونکى سزا

رسول الله صلی الله علیه وسلم  فرمايي: الله جل جلاله  قسم کړى دئ او فرمايلي يې دي :

زما دي په خپل عزت قسم  وي څوک چي څومره  شراب وڅيښي په هغه اندازه به په ده باندي ددوزخ ژړي اوبه څيښم او  هرڅوک چي زما دويري څخه شراب نه څيښي دپاک او صاف حوض څخه به يې اوبوم.([2])

په يوه بل روايت کي  راځي رسول الله صلی الله علیه وسلم  فرمايي: الله جل جلاله وعده کړې ده چي هرڅوک شراب څيښي الله جل جلاله به طينة الخبال په څيښي ،  اصحابانو? پوښتنه وکړه چي يارسول الله صلی الله علیه وسلم ! طينة الخبال څشي دئ؟

رسول الله صل الله علیه  په جواب کي وفرمايل: ددوزخيانو ژړي اوبه دي او يايې وفرمايل چي ددوزخيانو خُوَ له ده .

دابوموسي اشعري (رض) څخه روايت دئ چي رسول الله صلی الله علیه وسلم  فرمايلي دي :

څوک چي شراب څيښي او بېله توبې مړ سي الله جل جلاله به يې دنهر الغوطة څخه اوبه کړي ، اصحابانو? پوښتنه وکړه چي نهر الغوطة څشي ده؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمايل : دا هغه وياله ده چي دزناکاره ښځو دعورتونو څخه بهيږي.([3])

[1] : مشکوة

[2] : احمد

[3] : رواه احمد وابن حبان

دغه هم وګوری

پنځه ویشتمه لویه ګناه: په ناحقه قسم اخیستل چي په ياد يې هم وي

پنځه ویشتمه لویه ګناه: په ناحقه قسم اخیستل چي په ياد يې هم وي قسم …