مخپاڼه / سیرت نبوی / د بدر غزا-رسول الله(ص) دجګړې لپاره مشوره وکړه، الله(ج) په باران کولو سره اسلامي فوج سوکاله کړ
سیرت

د بدر غزا-رسول الله(ص) دجګړې لپاره مشوره وکړه، الله(ج) په باران کولو سره اسلامي فوج سوکاله کړ

رسول الله(ص) دجګړې لپاره مشوره وکړه

رسول الله(ص) دقريشو په اړه پوره پوهاوى لاسته راوړى ،چي قريش په زيات شمېر سره دجګړې لپاره راوتلي دي اوپه دې باور سو ،چي ديوې لويي جګړې پېښېدل لازمي دئ ځکه که قريش پردې حال باندي پاته سي حتمي ده ،چي دوى به په مسلمانانو پسي راځي په کورونو به ورننوځي او په چور چپاول به مسلمانان له منځه وړي نو رسول الله(ص) داصحابانو رضی الله عنهم سره يوه لويه مشوره جوړه کړه ،چي مهاجر اوانصار مسلمانان دواړه پکښې وه . دمهاجرو څخه ابوبکر(رض) ، عمر(رض) اومقدادبن عمرو(رض) يو په بل پسي په خپل وار سره خبري وکړې او رسول الله(ص) ته يې ډاډ ورکړ، ،چي موږ دبني اسرآئيلو په څېر نه يو ،چي موسى‌(ع) ته يې وويل : اې موسى(ع) ! ته اوخپل رب ولاړ سئ جهادوکړئ موږ دلته درته ناست يو.([1])

په الله(ج) دي زموږ قسم وي ،چي ته موږ هرځاى بوزې اوهلته دجنګ کولو امر راته وکړې موږ به خامخا وجنګيږو دانصارو څخه سعد بن معاذ(رض) وويل : اې دالله(ج) رسوله ! موږ پرتا ايمان راوړى دئ ، ستاسره موبيعت کړى دئ اوستا امر منونکي يو زموږ دي په الله(ج) سره قسم وي که ته موږ ته پردرياب باندي دورځغستلو امر وکړې موږ به يې ومنو کله ،چي موږ ددښمن سره وجنګيږو ته به زموږ همت اوهغه څه وويني ،چي ستاسترګي په يخي سي.

څرنګه ،چي په مسلمانانو کي دانصارو شمېر زيات وو نو ځکه رسول الله(ص) دسعدبن معاذ(رض) په دغه خبرو ډېر خوشاله سو او دخوشالۍ دڅرګندتيا وينا يې وکړه .([2])

رسول الله(ص) خپل لښکر منظم کړ، يو سپين بيرغ يې مصعب بن عمير(رض) ته ورکړئ اودوه تور بيرغونه يې يو علي(رض)  اوبل سعدبن معاذ(رض) ته ورکړل اسلامي لښکر وخوځېدئ تر ذفران نومي ځاى تېر سو اوبدر ته نژدې سو .

رسول الله(ص) يوه ډله دعلي(رض) ، سعدبن ابي وقاص(رض) اوزبير بن عوام(رض) په مشرۍ واستول ترڅو ددښمن په اړه معلومات لاسته راوړي نوموړې ډله دبدر چينې ته ورسېده هلته يې دوه نفره وليدل ،چي دقريشو دلښکر لپاره يې اوبه وړلې دمسلمانانو ډلي دغه دوه نفره ونيول دځان سره يې راوستل.رسول الله(ص) پرلمانځه ولاړ وو مسمانانو پوښتني ځني وکړې ،چي تاسو څوک ياست؟ دوى وويل : موږ دقريشو دلښکر سقيه ( اوبه وړنکي يو ) مسلمانان ،چي لا دقافلې په طمعه وه دوى يې سخت ووهل او ورته وې ويل ،چي تاسو ولي درواغ  واياست تاسو خو دقافلې ملګري ياست کله ،چي رسول الله(ص) دلمانځه څخه فارغه سو مسلمانانو ته يې وفرمايل : تاسو دوى ولي ووهل؟ دوى تاسو ته رشتيا وويل بيا رسول الله(ص) ددغه نيول سوو کسانو څخه وپوښتل ،چي دقريشو لښکر څومره دئ ؟ دوى ورته وويل : دقريشو لښکر ډېر دئ رسول الله(ص) ځني وپوښتل ،چي شمېر يې څومره دئ ؟ دوى په جواب کي وويل : شمېر يې نه دئ راته معلوم. رسول الله(ص) وفرمايل : دخوراک لپاره څومره اوښان حلالوي ؟ هغوى وويل : يوه ورځ لس اوښان حلالوي بله ورځ نهه اوښان حلالوي . رسول الله(ص) وفرمايل: کېداى سي ،چي دلښکر شمېر يې دنهه سوو اوزرو ترمنځ وي . بيا رسول الله(ص) ځني وپوښتل ،چي دمکې په مشرانو کي څوک راغلي دي هغوى وويل : عتبه ، شيبة ، ابوالبختري بن هشام ، حکيم بن حزام اوداسي نوردي. رسول الله(ص) داصحابورضی الله عنهم  لوري ته متوجه سو او ورته وې فرمايل: مکې تاسو ته دخپل ځيګر ټوټې غوړولي راوړي دي.([3])

 

الله(ج) په باران کولو سره اسلامي فوج سوکاله کړ

الله(ج) په دغه شپه باران واوروى ،چي په پايله کي يې مشرکانو ته سخت تاوانونه واړول اوسختي ستونزي يې ورته پېښي کړي ،دمسلمانانو خوشالي اوسپېڅلتيا په راغله ، مځکه يې هواره کړه اوريګنه مځکه يې کلکه کړه ترڅو دقدم ايښودلو جوګه سوه([4])

وروسته رسول الله(ص) اومبارک اصحابانرضی الله عنهم  وخوځېده تر داسي بريده ،چي دبدر چينې ته ورسېده دبدر دچينې سره رسول الله(ص) راکښته سو پدې موخه ،چي مشرکان حمله پر ونه کړي حضرت حباب بن منذر(رض) ،چي په نظامي چارو کي يې ښه پوهاوى اومهارت درلودئ درسول الله(ص) څخه يې وپوښتل : يارسول الله(ص) ! تاسو دلته کښته سواست ستاسو دغه کار دالله(ج) په امر باندي وو؟ رسول الله(ص) په جواب کي ورته وويل : يا ، بلکي ديوه جنګي تکتيک په موخه دلته تم سو. حباب(رض) وفرمايل : يارسول الله(ص)! داځاى دتمېدو نه دئ که تاسو دقريشو لوري ته تشريف يوسئ اودوى ته تر ټولو نژدې چينې ته کښته سئ دابه ډېره ښه وي ځکه موږ به پر هغه چينه حوض جوړ کړو پاته چينې به بندي کړو کله ،چي جنګ پيل سي موږ به دخپل حوض څخه اوبه چيښو اوقريش به  بې اوبو وي رسول الله(ص) دده مشوره خوښه کړه او ملګرو ته يې دتللو امر وکړ، کله ،چي مبارک اصحبان رضی الله عنهم  خوځېده او دقريشو نژدې چينې ته ورسېده اصحابانو رضی الله عنهم  پردغه چينه باندي حوض جوړ کړ  اوپاته چينې يې بندي کړې.([5])

 

([1] )) قَالُوا يَا مُوسَى إِنَّا لَنْ نَدْخُلَهَا أَبَدًا  مَا دَامُوا فِيهَا فَاذْهَبْ أَنْتَ وَرَبُّكَ فَقَاتِلَا إِنَّا هَا هُنَا قَاعِدُونَ.  سورة مائدة الاية ٢٤

([2] ) صحيح مسلم (٣ ــ ١٤٠٤ــ حديث ١٧٧٩) ، ابن کثير ــ البداية : (٣ــ ٣٥١) ، ابن کثير ــ البداية : (٣ــ٢٦٢)  باسناد صحيح وذکر الحافظ ابن کثير له شواهد في وجوه کثيرة اذرواه البخاري ووالنسآئي والامام احمد (فتح الباري : ٧ــ ٢٨٧) واحمد ــ المسند : (٣ــ ٢٥٩) حديث : (٣٦٩٨)

[3]  : ابن القيم –  زاد الميعاد ٢\ ٨٥\ صحيح مسلم – ٣ \ ١٤٠٤ کما ورد في السيرة ابن هشام برواية ابن اسحاق

[4]  : احمد – الفتح الرباني ٢١ \ ٤٣

[5]  : ابن حجر – الاصابة ١ \ ٣٠٢ بسند حسن الي عورة ولکنه مرسل ، ابن هشام – السيرة ٢ \ ٣١٢ ، ٣١٣ واسناده حسن مرسل موقوف علي عورة کما في المصدر السابق ، الحاکم – المستدرک ٣ \ ٤٤٦ ، ٤٤٧ .

راتلونکې برخه:

رسول الله(ص) دجنګ لپاره اسلامي قواوي منظمي کړې

دغه هم وګوری

سیرت النبي ﷺ آته څلویښتمه خپرونه

شیخ مولوي عنایت الله علمي صاحب حفظه الله ډانلوډ  

یوه تبصیره