کفري فوج هم دجنګ لپاره تيارسو
خلګ ددغه اواز په اورېدو سره په چابکۍ سره راووتل اوپه ډېر قهرسره يې وويل: کله به داسي وسي ،چي مسلمانان دي زموږ قافله له منځه يوسي؟ دمکې ټول خلګ دجنګ لپاره تيارسوه البته ځينو خپله دتلو لپاره تياري وښودل اوځينو پرخپل ځاى باندي استازي دتلو لپاره تيارکړ ، دمکې مخور اومشران ټوله دتلو لپاره اماده سوه يوازي ابولهب پاته سو دځان پرځاى يې استازى واستوى آن تردې پوري ،چي دبنو عادي دقوم څخه پرته نور ټول قومونه هم جنګ ته تيارسوه. آخرداچي دجنګ لپاره ډېر لوى لښکر جوړ سو او دابوجهل په مشرۍ روان سو دلښکر شمېر دومره زيات وو ،چي هره ورځ به يې دخوراک لپاره لس اوښان حلالول ([1])
دکفري قواوو شمېر
ددغه لښکر په شمېر کي اختلاف سته ځينو هغه شمېر ښودلى دئ ،چي مخکي مواشاره ورته وکړه ځينو بيازيات ښودلى دئ ، اسان يې سل ښودلي دي ، اوښان يې بې شمېره ښودلي دي او زغري يې شپږسوه ښودلي دي په هرصورت ډېر لوى لښکر په ډېرقهر اودرد سره روان سوچي رسول الله(ص) ته به يې غاښونه چيچل اوويل به يې ،چي څنګه يې دقريشو پرقافله باندي دحملې کولو زړورتيا کړې ده کله ،چي دوى دعسفان اوقديد نومي شېلوڅخه تير سوه وحجفة نومي ځاى ته ورسېده دابوسفيان له لوري يوبل ليک ورته ورسېدئ په نوموړي ليک کي ليکل سوى وه ،چي خداى زموږ قافله وساتل ترمسلمانانو تيرسو تاسو ،چي دقافلې دساتني په موخه راوتلي ياست بېرته ستانه سئ نوره اړتيا نسته.([2] )
دکافرانو قافله دمسلمانانو دمنګولو څخه وژغورل سوه
دابوسفيان دقافلې خلاصېدل پدې ډول وه ،چي قافله دمکې پرعمومي لاره روانه وه او ابوسفيان خپله دقافلې مخته روان وو کله ،چي بدر ته نژدې سو دمجدي بن عمر څخه يې دمسلمانانو په اړه پوښتنه وکړه مجدي ورته وويل ،چي کوم نامعلومه څوک خومي نه دئ ليدلى خويوازي دوه کسان مي وليدل ،چي خپل اوښان يې چوک کړل داوبو لوښي يې ډک کړل بېرته ولاړل ابوسفيان دستي وهغه ځاى ته ورغلى په هغه ځاى کي يې وکتل دهغو خلګو داوښانو پوچي يې راپورته کړې ماتي يې کړې ، پچه ،چي يې ماته کړه په منځ کي يې دخرما مندکه وه دستي پوه سو او وې ويل : قسم په خداى ،چي دادمدينې مسلمانان دي ځکه دمدينې اوښان خرماوي خوري اودپچو په منځو کي يې مندکي وي نودستي يې دقافلې لاره بدله کړه دبدر لوېديځ لوري ته واوښتل او دمسلمانانو څخه يې ځانونه خلاص کړل .([3])
دقافلې دخلاصون سره بيا هم ابوجهل جنګ ته لېواله وو
دمکې خلګو ،چي دابوسفيان ليک وليدئ دبېرته تلو اراده يې وکړه خو ابوجهل يې په کلکه مخالفت وکړ اوپه ډېر کبر اوغرور سره يې وويل : ،چي موږ به اوښان حلالوو غوښي به يې خورو ، مينځي به سندري راته وايي ترڅو موږ خلګ وويني اوتل تر تله موپردوى باندي رعب اوهيبت پروت وي . اخنس بن شريق ورته وويل ،چي بېرته تلل غوره دي خو دابوجهل دنفوذ دزياتوالي له امله دده خبره ونه منل سوه يوازنى قوم بني زهرة وو ،چي درې سوه کسيز لښکر يې بېرته ستون سو اوپه جنګ کي يې ګډون ونه کړ، خو بيا هم دمکې زر کسيز لښکر پاته سو ([4])
([1] ) الطبري ــ تاريخ : ( ٢ــ ٤٤٣) ابن کثير البداية ( ٣ــ ٢٦٢ ، ٢٦٣)
([2] ) الطبري ــ تاريخ : (١٣ ــ ٥٧٨)
([3] ) الطبري ــ تاريخ : (١٣ ــ ٥٧٨)
([4] ) ابن هشام ــ السيرة (٢ـــ ٣٠١) الطبري ــ التاريخ (٢ـــ ٤٤٣)
راتلونکې برخه:
رسول الله(ص) دجګړې لپاره مشوره وکړه
Substance Abuse In The Workplace http://aaa-rehab.com Drug Rehab http://aaa-rehab.com Outpatient Rehab Centers Near Me
http://aaa-rehab.com
buy brand viagra [url=https://viagenupi.com/#]buy generic 100mg viagra online[/url]
how long does it take for a 100mg viagra buy generic 100mg viagra
online viagra how it works https://viagenupi.com/