دبدرغزا
کله ،چي په مدينه منوره کي پرمسلمانانوباندي دبرياليتوب ځلاوي پرخورېدو سوې الله(ج) دبدر دجګړې اراده وکړه نوموړې پېښه دهجرت په دوهم کال دروژې په مياشت کي هغه وخت رامنځته سوه ،چي دقريشو يوه لويه قافله دشام څخه دمکې پرلوري روانه وه زيات مالونه پکښې وه ،چي دپنځوسو زرو دينارو قيمت يې دلودئ اوپر زرو اوښانو باندي بار وه ([1])
دنوموړي قافلې دساتني په موخه ددېرشو اوڅلويښتو تنو په منځ کي سړي دمکې اوسېدونکو مله کړي وه .
دقافلې معلومات لاسته راوړل
کله ،چي رسول الله(ص) ددغه قافلې په راتګ باندي پوهاوى ترلاسه کړ نو دوه کسان يې دبسبس بن عمرو'([2]) او عديS په نامه ولېږل ترڅو حال يې راوړي اوبيايې مسلمانان مخه ونيسي اومالونه يې په غنيمت واخلي .
اسلامي فوج دبدر غزا ته وخوځېدئ
کله ،چي بسبس بن عمرو(رض) حال راوړى نو رسول الله(ص) غوره وګڼل ،چي داصحابو رضی الله عنهم سره مل مخته ورووزي دومره اصحاب رضی الله عنهم يې تيارکړه ،چي دقافلې دعملوو دفاع په وسي ترتلو وړاندي يې عبدالله بن ام مکتوم’ وګمارى ،چي په مدينه کي به و مسلمانانو ته لمنځونه ورکوي رسول اللهe د(۳۱۲ ، ۳۱۳ اوياد ۳۱۴) تنو په ملنه روان سو اويا اوښان او دوه آسان ورسره وه ،چي درې ، درې نفره به په وار سره پرسپېريدل كله ،چي رسول اللهe وروحآء نومي ځاى ته ورسېدئ نو ابالبابة(رض) يې بېرته راواستوى اودمدينې دخلګو دچارو تنظيمونكى يې وټاكى.([3])
درسول الله(ص) دملګرو لږوالى له دې امله ووچي دوى يوازي ديوې قافلې دفعه ترزړه کښلې وه هيله يې دا نه وه ،چي دشاوخوا زرکسيز لښکرسره به مخ کېږي.([4])
دقافلې مشرتابه داسلامي فوج په راوتلو خبر سو
ابوسفيان خبرسو ،چي محمد(ص) اومسلمانانو لاره نيولې ده اوزموږ ددړي وړي کېدو پلان لري دستي يې لاره بدله کړه پربل لوري ولاړل اوضمضم بن عمرو غفاري ته يې مزدوري ورکړه ترڅو چابک مکې ته ولاړسي اودمکې خلګ خبرکړي ،چي قافله دمدينې دمسلمانانو دلاسه په خطرکي ده ډېر ژر يې دفاع وکړى ضمضم بن عمرو غفاري هم ډېر په چابکۍ سره مکې ته ورسېدئ دعربو ددود سره سم يې داوښ پوزه څيره کړه ،کجاوه يې چپه واړول ، خپل کالې يې څيري کړل پراوښ باندي ودرېدئ اوپه لوړ اواز يې وويل : اې دمکې خلګو! ستاسو قافله ،چي ستاسو مالونه پکښي دي اود ابوسفيان په مشرۍ راروانه ده محمد(ص) اوملګري يې دتباهۍ لپاره راروان دي زه پردې باور يم ،چي دوى به يې لاندي کوي ([5])
[1] : الواقدي – المغازي – (١\ ٢٠٠) ، البلاذري – انساب الاشراف (١- ٣١٢)
([2] ) ورد الاسم في صحيح مسلم بصيغة التانيث مصحفا الى (بسيسة) وصححه ابن حجر في الاصابة (١- ١٥١ )
([3] ) الواقدي – المغازي – (١- ٢٠٠) ، البلاذري – انساب الاشراف (١- ٣١٢) ، ابن حزام – جوامع السير صفحه (١٠١) ، صحيح مسلم (شرح النووي – ١٢- ٨٤ حديث : ١١٥٧) ، الحاکم (٣- ٦٣٢)، ابن کثير ـ البداية والنهاية ـ(٣- ٢٦٠)
[4] : مسلم – الصحيح بشرح النووي ١٢ \ ٨٤
([5] ) ابن حجر ــ فتح الباري ( ٧ــ ٢٨٣) ، ابن هشام ــ السيرة ( ٢ــ ٢٩٨، ٣١١) باسانيد حسنة .
راتلونکې برخه:
کفري فوج هم دجنګ لپاره تيارسو