مخپاڼه / سیرت نبوی / دسفوان غزا او دنخله سريه
سیرت

دسفوان غزا او دنخله سريه

دسفوان غزا

دکافرانو يو تن ،چي جابر فهري نومېده ديوې ډلي کافرانو په ملنه يې دمدينې دمسلمانانو پر څړځايونو باندي يرغل وکړ او ځيني حيوانان يې بوتل. رسول الله(ص) ته ،چي يې خبر راورسېدئ  رسول الله(ص) دځان سره اويا تنه اصحابان رضی الله عنهم  بوتلل او هغوى يې تعقيب کړل خو هغوى په لاس نه ورغلل بېرته مدينې ته راغلل.([1])

 

دنخله سريه

څرنګه ،چي الله(ج) ورسول الله(ص) ته داسي پوهه ورکړې وه ،چي په ټول بشريت کي يې سارى نه دئ ليدل سوئ نو ځکه دده مبارک هره پرېکړه ديو لړ حکمتونو پر بنسټ وه او په هره پرېکړه کي به يې خامخا ګټي پرتې وې له بله پلوه دده مبارک هره پرېکړه دالله(ج) په امر وه هيڅ داسي کړنه يې نه ترسره کول ،چي هغه دي دده خپل امر تپل واى پر مسلمانانو باندي دهمدې خبرو په نظر کي نيولو سره رسول الله(ص) داسلام په پيل کي وغوښتل ،چي دقريشو تجارت محدود کړي او لاري پرې وتړي ،چي په پايله کي به قريشو ته يوه اقتصادي ضربه سي په همدې وجه رسول الله(ص) ددوى دهري قافلې حال ځانته معلوماوه او غوښتل يې ،چي لاره يې ډب کړي که څه هم دقريشو دتجارت لويه لاره او لوى تجارت دشام پر لوري وو خو پر نورو لارو يې هم تجارت کاوه نو ځکه رسول الله(ص) غوښتل ،چي ددوى دتجارت نوري لاري هم وتړي له همدې امله يې عبدالله بن جحش ته دنده ورکړه ،چي ددولس تنو په ملنه ووزي او يو ليک يې ورکړ  دليک په اړه يې ورته وفرمايل : ،چي کله مو دوې شپې مزل وکړ بيا به داليک ګورې عبدالله بن جحش(رض) همداسي وکړل کله ،چي ددولسو تنو مهاجرو مسلمانانو سره يوځاى روان سو دوې شپې يې مزل وکړ  بيا يې ليک وکاتئ په ليک کي رسول الله(ص) ورته ليکلي وه ،چي کله نخلة نومي ځاى ته ورسېدې نو په هغه ځاى کي تم سه دقريشو يوه قافله تيريږي دهغې حال به ټول کړې موږ ته به دغه حال راوړې عبدالله بن جحش(رض) ،چي په ليک ځان پوه کړ  خپلو ملګرو ته يې دليک په اړه معلومات ورکړل بيا يې ورته وويل : زه پر چاتېرى نه کوم هر څوک که داسلام سره مينه لري راځي دي او څوک ،چي دمرګ څخه ويريږي هغه دي بېرته کورته ولاړسي دده مبارک ددې خبري په اورېدو سره ټول ملګري تيارسوه هيچا مخالفت نه وکړئ هغه وو ،چي نخلة نومي ځاى ته ورسېده که يې کتل دقريشو قافله راغله دوى حمله پر وکړه مشر يې ځني ووژى ، دوه اسيران او دقافلې مال يې دځان سره را واخيستى بېرته راروان سوه مدينې ته راورسېده څرنګه ،چي دغه مياشت محرمه وه په کافرانو کي دډېره پخوا څخه دود و ،چي په محرمو مياشتو کي جنګ منعه دئ او مسلمانانو هم محرمو مياشتوته درنښت  کاوه نو ځکه رسول الله(ص) ددوى څخه دغنيمت مال نه تسليماوه او پدې اړه ډول ، ډول خبري رامنځته سوې جهاد کوونکي مسلمانان هم په بېره کي وه ،چي ګواکي دوى غټه تېروتنه کړې ده ترداسي بريده ،چي الله(ج) ددوى کړنه مشروع وبلل او ددوى په اړه يې آياتونه نازل کړل بيا رسول الله(ص) ددوى څخه دغنيمت مالونه تسليم کړل.([2])

[1]  : ابن هشام – السيرة ١ \ ٦٠١ .

[2]  : يَسْأَلُونَكَ عَنِ الشَّهْرِ الْحَرَامِ قِتَالٍ فِيهِ قُلْ قِتَالٌ فِيهِ كَبِيرٌ وَصَدٌّ عَنْ سَبِيلِ اللَّهِ وَكُفْرٌ بِهِ وَالْمَسْجِدِ الْحَرَامِ وَإِخْرَاجُ أَهْلِهِ مِنْهُ أَكْبَرُ عِنْدَ اللَّهِ وَالْفِتْنَةُ أَكْبَرُ مِنَ الْقَتْلِ وَلَا يَزَالُونَ يُقَاتِلُونَكُمْ حَتَّى يَرُدُّوكُمْ عَنْ دِينِكُمْ إِنِ اسْتَطَاعُوا وَمَنْ يَرْتَدِدْ مِنْكُمْ عَنْ دِينِهِ فَيَمُتْ وَهُوَ كَافِرٌ فَأُولَئِكَ حَبِطَتْ أَعْمَالُهُمْ فِي الدُّنْيَا وَالْآخِرَةِ وَأُولَئِكَ أَصْحَابُ النَّارِ هُمْ فِيهَا خَالِدُونَ (217) إِنَّ الَّذِينَ آمَنُوا وَالَّذِينَ هَاجَرُوا وَجَاهَدُوا فِي سَبِيلِ اللَّهِ أُولَئِكَ يَرْجُونَ رَحْمَةَ اللَّهِ وَاللَّهُ غَفُورٌ رَحِيمٌ (218)

سورة بقرة الايتان ( ٢١٧ ، ٢١٨ ) ابن کثير – التفسير ١ \ ٣٦٨ وانظر : ابن هشام – السيرة ١ \ ٦٠١ ، خليفة بن خياط – تاريخ ص \ ٥٧ .

راتلونکې برخه:

دقبلې اوښتل

دغه هم وګوری

سیرت النبي ﷺ آته څلویښتمه خپرونه

شیخ مولوي عنایت الله علمي صاحب حفظه الله ډانلوډ  

یوه تبصیره

  1. Substance Abuse Recovery Center

    Odyssey House Rehab http://aaa-rehab.com Drug Rehab http://aaa-rehab.com Substance Abuse Treatment Programs
    http://aaa-rehab.com