دالعشيرة غزا
رسول الله(ص) دهجرت په دوهم کال دريمي او څلورمي خور دمياشتو په بهير کي يو نيم سل کسيز فوج تيار کړ، ،چي دېرش اوښان ورسره وه اسلامي فوجيان به په وار سره پر سپرېدل موخه يې دقريشو هغه قافله وه ،چي دشام پر لوري تلل . کله ،چي رسول الله(ص) ته ددغه قافلې په اړه راپور راورسېدئ ،چي دشام پرلوري تللې ده نو رسول الله(ص) دفوج په ملنه مخته ور وواتئ ددې لپاره ،چي قافله دشام له لوري راستنيږي دوى يې تر خپل ګورت لاندي راولي خو کله ،چي ذوى العشيرة نومى ځاى ته ورسېده معلومه سوه ،چي قافله تللې ده نو ځکه کومه پېښه رامنځته نه سوه او رسول الله(ص) اسلامي لښکر بېرته مدينې ته راستون کړ .([1])
د خرار سريه
رسول الله(ص) ته راپور را ورسېدئ ،چي دقريشو قافله پر لاري ده نو رسول الله(ص) وسعدبن ابي وقاص(رض) ته دسلو تنو قومنده ورکړه او ديوه حکمت پر بنسټ يې امر يې ورته وکړ، ،چي تر خرار نومى ځاى به نه تيريږي ، سعد بن ابي وقاص دخپل فوج سره يوځاى وخوځېدئ دشپې به يې مزل کاوه دورځي به پټ وه کله ،چي خرار نومى ځاى ته ورسېده معلومه سوه ،چي قافله يوه ورځ مخکي تللي ده نو بيرته مدينې ته راستانه سوه .([2])
[1] : البخاري – الصحيح ( الفتح باب غزوة العشيرة ، الحديث ٣٩٤٩) ، ابن هشام – السيرة ١ \ ٥٩٨ .
[2] : الواقدي – المغازي ١ \ ١١ ، ابن هشام – السيرة ١ \ ٦٠٠ ، ابن سعد – الطبقات ٢ \ ٧ .
راتلونکې برخه:
دسفوان غزا، او دنخله سريه
what to expect when taking viagra for the first time [url=https://viagenupi.com/#]where
to buy viagra online[/url] pfizer viagra 100mg
where to buy viagra online 100mg viagra how long does it last https://viagenupi.com/