مخپاڼه / سیرت نبوی / درسول الله ﷺ دبيا نيوني لپاره دقريشو منډي ترنډي
سیرت

درسول الله ﷺ دبيا نيوني لپاره دقريشو منډي ترنډي

درسول الله ﷺ دبيا نيوني لپاره دقريشو منډي ترنډي

کله ،چي قريش په خپل جوړ سوي پلان کي ناکامه سوه نو سهار يې لومړى وحضرت علي(رض) ته دخپل قهر اوغصې اغيزې څرګندي کړې هغه يې له ځان سره په زوره مکې ته بوتى او په هغه ځاى کي يې تر يو وخته بندي کړئ ،تحقيقات يې ځني پيل کړه دوى غوښتل ،چي ددې تحقيقاتو په مټ ممکن دمحمد(ص) معلومات وسي خو کومه پايله په لاس نه ورغلل بيا دابوبکر (رض) کورته ورغلل دهغه دروازه يې وټکول دابوبکر(رض) لور اسماء بنت ابوبکر(رض) ورته راووتل دهغې څخه يې ددوى په اړه پوښتنه وکړه هغې هم په ناخبرۍ سره جواب ورکړ، دناپوهۍ په سيند کي غرق ابوجهل اسماءرضی الله عنها له ډېره قهر يوه سخته چپلاخه ووهل ،چي ددې مبارکي غوږوالي وغورځېدل .

قريش آن په آن په بې تابه کېدل آخر يې يو بېړنى مجلس راوبلى او په خپلو کي يې مشوره سره وکړه ،چي ټول هغه وسائل په لاس کي لرو هغه بايد په کار واچو تر څو محمد(ص) ونيسو او قتل يې کړو . په همدې بهير کي يې يوه بله پرېکړه داوکړه ،چي هر څوک دمحمد(ص) او دده ملګرى حضرت ابوبكر(رض) ونيسي او يا يې په اړه معلومات راوړي سل اوښان به جائزه ورکول کېږي . دوى دخپلو پرېکړو سره سم دوهم ځل هڅي پيل کړې څه ،چي يې په توان وه هغه يې وکړه يعني دمدينې ټولي لاري يې ولټولې ، تلاښۍ يې وکړې خو هيڅ نتېجه يې ورنه کړه بېرته دمايوست سره مله راستانه سوه .([1])

[1]  : ابن هشام – السيرة ١ \ ٤٨٧ ، رحمة للعالمين ١ \ ٩٦ ، مختصر السيرة للشيخ عبدالله ص \ ١٦٨ .

راتلونکې برخه:

رسول الله ﷺ  دجبل ثور ( دثَوَر غر ) په غار کي

دغه هم وګوری

سیرت النبي ﷺ آته څلویښتمه خپرونه

شیخ مولوي عنایت الله علمي صاحب حفظه الله ډانلوډ  

یوه تبصیره

  1. Alcohol Abuse Disorder Dsm 5 http://aaa-rehab.com Drug Rehab Near Me http://aaa-rehab.com Free Drug Rehab Near Me
    http://aaa-rehab.com