ملحد څوک دی؟ په ساده ژبه(۴)
ليکنه او څېړنه : مسلم احسانمل
علامه مولانا محمد انورکشمیري (رحمه الله) په خپل کتاب اکفارالملحدین کي د زندیقانو، ملحدانو او باطنیه وو تعریف او د هغوی د کفر ثبوت تر عنوان لاندي لیکي:
د کافرانو ډولونه او نومونه:
”کوم کافر که په ژبه سره د اسلام اظهار کوي او د دننه څخه کافر وي، نو د هغه نوم ”منافق” دی، او که د مسلمانېدو وروسته کفر اختیار کړي نو د هغه نوم ”مرتد” دی، او که په څو معبودانو قایل وي نو د هغه نوم ”مشرک” دی، او که د کوم بل آسماني دین پیرو وي نو د هغه نوم ”کتابي” دی، او که د عالَم پیدایښت د زمانې طرف ته منسوبوي او هغه همېشنۍ بولي (یعني زمانه د عالَم په خالق او ازلي، ابدي مني) نو د هغه نوم ”دهریه” دی او که د عالَم د خالق څخه له لویه سره منکر وي نو د هغه نوم ”معطل” (د خدای څخه منکر) دی، او که ځان ته د مسلمان ویلو برسېره داسي عقاید ساتي چي په متفق طور کفر وي نو د هغه نوم ”زندیق” دی (په بله اصطلاح اووه ډوله کافران دي: منافق، مرتد، کتابي، مشرک، دهریه، معطل، زندیق، چي دې ته ”باطني” او ”ملحد” هم وایي)_”
په ”شرح مقاصد” کي ددې تشریح داسي کوي:
”دا واضح سوه چي کافر د هر هغه شخص نوم دی چي مؤمن نه وي، اوس که هغه په ژبه سره د اسلام دعوه کوي نو د هغه خاص نوم ”منافق” دی، او که مخکي مسلمان وو او بیا کافر سو نو د هغه خاص نوم ”مرتد” دی، ځکه چي هغه د اسلام څخه بیا ولاړی (د ارتداد معنی ده بیرته تلل، بیا تلل)، او که د یوه څخه زیات معبودان مني نو د هغه خاص نوم دی ”مشرک”، ځکه چي هغه د خدای سره شریک مني (یعني نور څه د اللهﷻ سره شریک نیسي)، او که د کوم منسوخ آسماني دین او کتاب پیرو وي نو د هغه خاص نوم ”کتابي” دی، لکه یهودي، نصراني، او که زمانه قدیم (چي د همېشه څخه ده او همېشه به وي) مني او د دنیا ټوله پیښي او موجودات د زمانې طرف ته منسوبوي (ګویا زمانه د کایناتو خالق بولي) نو د هغه خاص نوم ”دهریه” دی (د دهر معنی ده لامحدود زمانه)، او که د عالَم د خالق شتون نه مني (او عالَم د مادې په غوښتنه د خپله ځانه په پیدا کېدو بولي) نو د هغه خاص نوم ”معطل” دی او که د نبيﷺ د نبوت اقرار او د اسلامي شعایرو د اظهار کولو برسېره داسي عقیدې ساتي، کوم چي په متفق طور کفر وي، ددې خاص نوم ”زندیق” دی، ”زند” په اصل کي د کتاب نوم دی لکه د ایران د پاچا ”قباد” په زمانه کي چي مزدور وړاندي کړی وو، د هغه دا ادعا وه چي دا د مجوسیانو د هغه کتاب تفسیر دی کوم چي زردشت راوړی وو، د مجوسیانو عقیده ده چي زردشت نبي وو، د هغه زند طرف ته دا زندیق منسوب دي (یعني زندیق د زندیک معرب دی چي معنا یې ده د زند منونکی)، اسلام د هر هغه بې دینه سړي لپاره دا لفظ استعمال کړی کوم چي کفریه عقاید ساتي، دې ته په عربي کي ”ملحد” او ”باطني” وایي، ”باطنیه د هغو زندیقانو او ملحدانو د یوې خاصي ډلي نوم دی)_”
ددې پورته څېړني څخه معلومه سوه چي ملحد، باطني، زنديق په یو حکم کي شامل دي.
او همدارنګه علامه ابن عابدین ؒ د ”شامي” په (جلد: ۳ ، صفحه: ۴۰۹) کي د ملحد تعریف په دې الفاظو کوي:
”والملحد هو من مال عن الشرع القویم الی جهة من جهات الکفر، من اَلحَدَ فی الدین حاد و عدل…الخ” (عن العلامه کمال پاشا) یعني ملحد هغه شخص دی کوم چي د محکم شریعت څخه د کوم کفر طرف ته تللی وي او دا لفظ ”اَلحَدَ فی الدین” څخه اخیستل شوی دی کوم چي معنا یې ده د دین څخه منحرف کېدل او لیري کېدل (
دا سو عمومي ملحد، اوس راځو هغه ملحد (له دین څخه منحرف سوي) ته چي ځان ته آتیست وایي.
یعني دا چي هر آتیست دی ملحد دی خو هر ملحد آتیست نه دی.
یعني د ملحد عمومي لفظ تقریباً د دین څخه منحرف سوو کسانو ته هم شاملیږي.
او آتیست بیا داسي کافر کسان دي چي ددې کایناتو د خالق څخه هم انکار کوي، که څه هم دوی خپلو ځانونو ته د عقل او فکر فیلسوفان وایي او ددې نارې وهي چي اصل عقل لرونککي او عقل کاروونکي کسان همدوی دي خو ریښتیا داده چي همدا دوی د عقل او فکر څخه خلاص کسان دي ځکه چي د سالم فکر لرونکی کسان ددې نړۍ او کایناتو ددې پېچلي سیسټم لرونکي د خالق، پیداکوونکي او جوړونکي څخه انکار نه کوي.
دوی هر څه تصادفي ګڼي، هر څه خپله پیدا کېدونکي ګڼي، وايي چي ددې کایناتو دا نظام خپله پر خپل سر حرکت کوي.
ریښتیا خو دادي چي دوی تېر وتلي دي، د کفر او مادیاتو په وړاندي یې ځانونه مات کړي، دوی د غربي کفري نظریاتو څخه متاثر دي.
پای
ـــــــــــــــــــــــــــــــــ
تیري سوي برخي:
ملحد څوک دی؟ په ساده ژبه(۱)
ملحد څوک دی؟ په ساده ژبه(۲)
ملحد څوک دی؟ په ساده ژبه(۳)
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ