مخپاڼه / چاڼ سوي مضامین / ملحد څوک دی؟ په ساده ژبه(۳)

ملحد څوک دی؟ په ساده ژبه(۳)

ملحد څوک دی؟ په ساده ژبه(۳)

لیکنه: مسلم احسانمل

په تېرو برخو کي مو د ملحد د لغوي او اصطلاحي معنا په باب څه بحث وکړ، راځو د ملحد عقایدو ته:

موږ مخکي وویل چي د عوامو په مینځ کي ملحد اتیست ته وایي.

که د آتیست معنا خپله د ملحد څخه وپوښتل سي نو هغه وایي چي آتیست هغه چا ته ویل کیږي چي پر خرافاتو باور نلري.

د دوی مقصد د خرافاتو څخه اسلام دی. (نعوذبالله)

نو راسی چي دا موضوع وڅېړو چي اصل خرافات څه دي؟

اصل کي د ملحد ټول عقاید، افکار او نظریې خرافات دي، هغه داسي چي ملحد ددې کایناتو د پیدایښت اړوند وایي چي دا کایناتو خپله له یوې نقطې (حجرې) څخه منشاء اخیستې، هغه یوه حجره دوې، دوې درې، درې څلور… همداسي په ترتیب زیاتېدلې چي په پایله کي ځیني اجسام مینځ ته راغله، بیا په دې کایناتو کي خپله چاودنه کیږي، د هغې څخه نور شیان هم مینځ ته راځي…

بیا حیوانات پیدا کیږي چي د هغو څخه یوه هم بیزو ده چي انسان د هغه څخه ارتقأ کړې او داسي نوري نظریې هم دي چي ټولي یې د عقل، منطق او فلسفې څخه لیري دي.

حتی دوی خپله په خپلو نظریو کي بند راغلي،هغه داسي چي دوی هر څه ”خپله” بولي، یعني پر خپل سر، بېله کوم عامل او لامله.

چي لومړی دا د عقل څخه وتلې خبره ده، ځکه دا څنګه امکان لري چي یو شی دي خپله وسي.

بله خبره دا چي دوی وایي هر څه له یوې حجرې منشاء اخیستې خو دا نه وایي چي خپله هغه حجره له کومه سوه؟

بیا چي حجرې سره پراخېدلې نو کوم لامل او کوم عامل وو؟

دوی دې هیڅ سوال ته جواب نسي ویلای.

انسان ولي له بیزو ارتقأ وکړه؟

ولي یې له کوم بل حیوان څخه نه کول؟…

داسي نو په سلګونو پوښتني دي چي دوی خپله حیران پکښي پاتي دي.

راتلونکې برخه:

ملحد څوک دی؟ په ساده ژبه(۴)

ــــــــــــــــــــــــــــــــ

تیري سوي برخې:

ملحد څوک دی؟ په ساده ژبه(۱)

ملحد څوک دی؟ په ساده ژبه(۲)

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

تعلیم القرآن ویب پاڼې ته لیکنه ولېږئتعلیم القرآن راډيو په فېسبوک وڅارئ

 

دغه هم وګوری

پنځه ویشتمه لویه ګناه: په ناحقه قسم اخیستل چي په ياد يې هم وي

پنځه ویشتمه لویه ګناه: په ناحقه قسم اخیستل چي په ياد يې هم وي قسم …

یوه تبصیره

  1. Local Drug Rehab Centers

    Alcohol Rehab Programs http://aaa-rehab.com Drug Rehab Near Me http://aaa-rehab.com Drug Rehab For Men
    http://aaa-rehab.com