مخپاڼه / چاڼ سوي مضامین / ملحد څوک دی؟ په ساده ژبه(۱)

ملحد څوک دی؟ په ساده ژبه(۱)

ملحد څوک دی؟ په ساده ژبه

لیکنه: مسلم احسانمل

هغه چي هیڅ عقیده نلري، هیڅ دین او مذهب نلري او نه یې مني.

د هغه دا نظر دی چي انسان په دنیا کي آزاد پیدا سوی چي څه وغواړي هغه کولای سي.

ملحد وایي چي هیڅ خدای شتون نلري (نعوذبالله)

ملحد وایي چي دا کائنات خپله پیدا سوي، هیڅ خالق او واکمن نلري.

د ملحد ټولي نظریې پر شک، ګمان، شبهې او فلسفې ولاړي وي، لنډه دا چي د یو داسي منطق او فلسفې څخه کار اخلي چي هیڅ بنسټ نلري.

ملحد وایي چي انسان د بیزو د نسل څخه ارتقأ کړې، دده سره پر دې خبره هیڅ ثبوت او دلیل نسته، ناحقه ځان بیزو ته منسوبوي.

هغه د یو داسي ټولنیز نظام غوښتونکی دی چي د هر بد کار او فحشا لپاره هیڅ مانع او خنډ موجود نه وي، حتی هغه د مور او خور سره په جنسي اړیکو هم قایل دی، ځکه څوک چي کوم دین او مذهب نه مني نو بیا د هغه لپاره حلال او حرام کوم ارزښت نلري.

نور بیا…

راتلونکې برخه:

ملحد څوک دی؟ په ساده ژبه (۲)

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

تعلیم القرآن ویب پاڼې ته لیکنه ولېږئتعلیم القرآن راډيو په فېسبوک وڅارئ

دغه هم وګوری

پنځه ویشتمه لویه ګناه: په ناحقه قسم اخیستل چي په ياد يې هم وي

پنځه ویشتمه لویه ګناه: په ناحقه قسم اخیستل چي په ياد يې هم وي قسم …