مخپاڼه / سیرت نبوی / دمعراج پېښه

دمعراج پېښه

دمعراج پېښه

 

ابن قيم ليکي : رسول الله(ص) دروح اوجسد دواړو سره په ويښه ديوه براق په مټ دجبرائيل(ع) په ملنه دبيت الحرام څخه وبيت المقدس ته ورسېدئ رسول الله(ص) په بيت المقدس کي کښته سو دوه ركعته لمونځ يې وکړ، خپل براق يې دمسجد ددراوزې سره وتړى .

بيا رسول الله(ص) لومړي اسمان ته ولاړى داسمان ددروازې دخلاصولو لپاره جبرائيل(ع) ملائکوته وويل : محمد(ص) راسره دئ ، دجبرائيل(ع) ددغه خبري کولو وروسته دستي دروازه ورته خلاصه سوه رسول الله(ص) آدم(ع) وليدئ سلام يې ورته ووايه آدم(ع) جواب ورکړ ، ښه راغلاست يې ورته ووايه اودرسول الله(ص) دنبوت اقرار يې وکړ . الله(ج) ورسول الله(ص) ته دآدم(ع) راسته لوري ته نېک مرغه انسانان وښودل اوچپه لوري ته يې بدمرغه انسانان وښودل .

بيا رسول الله(ص) دوهم اسمان ته ولاړى دروازه ورته خلاصه سوه په دوهم اسمان کي يې يحيي(ع) اوعيسي(ع) وليده سلام يې ورته ووايه هغوى جواب ورکړ،مبارکي يې ورته وويل اودده مبارک دنبوت اقراريې وکړ.

بيا رسول الله(ص) دريم اسمان ته ولاړى هلته يې يوسف(ع) وليدئ سلام يې ورته ووايه هغه جواب ورکړ ، مبارکي يې ورکړه اودده مبارک دنبوت اقرار يې وکړ.

بيارسول الله(ص) څلورم اسمان ته وخاتى هلته يې ادريس(ع) وليدئ سلام يې ورته ووايه ،هغه جواب وركړ، ښه راغلاست يې ورته ووايه اودنبوت اقرار يې وکړ.

بيارسول الله(ص) پنځم اسمان ته وخاتى هلته يې هارون(ع) وليدى سلام يې ورته ووايه هغه جواب ورکړ ، ښه راغلاست يې ورته ووايه  اودده مبارک دنبوت اقرار يې وکړ.

بيارسول الله(ص) شپږم اسمان ته وخاتى هلته يې موسى(ع) وليدى سلام يې ورته ووايه موسى(ع) جواب ورکړ ، ښه راغلاست يې ورته ووايه اودده مبارک دنبوت اقرار يې وکړ.

کله ،چي رسول الله(ص) دموسي(ع) څخه روانېدئ موسي(ع) وژړل رسول الله(ص) پوښتنه ځني وکړه ،چي ولي دي وژړل ؟ موسي(ع) ورته وويل پردې مي وژړل ،چي يوځوان ،چي ترماوروسته پيغمبرسوى دئ اوامتيان به يې زماترامتيانوډېر وجنت ته ولاړسي .

بيارسول الله(ص) اوم اسمان ته وخاتى په اوم اسمان کي يې ابراهيم(ع) وليدئ سلام يې ورته ووايه ابراهيم(ع) جواب ورکړ، مبارکي يې ورته وويل اودده مبارک په نبوت يې اقرار وکړ .

تردې وروسته رسول الله(ص) سدرة المنتهي ته بوتلل سو بيارسول الله(ص) ته بيت المعمور ښکاره کړل سو ، وروسته بيادالله(ص) دربار ته ورسول سو ،الله(ج) ته دومره نژدې سو لکه دوې ليندۍ ؛اوياتردغه هم لږ فاصله وه بيا الله(ج) ،چي څه وحي رسول الله(ص) ته کولې هغه وحي يې ورته وکړې، پنځوس لمونځونه يې پر فرض کړه وروسته رسول الله(ص) بېرته راوګرځېدئ کله ،چي ترموسى(ع) تېرېدئ موسى(ع) پوښتنه ځني وکړه ،چي الله(ج) څه امر درته وکړئ ؟ رسول الله(ص) ورته وفرمايل ،چي الله(ج) پنځوس لمونځونه راباندي فرض کړه موسى(ع) ورته وويل : ،چي بېرته ولاړسه دالله(ج) څخه ددغه لمونځو دلږوالي غوښتنه وکړه ستاامت ددومره لمنځونو توان نلري رسول الله(ص) وجبرائيل(ع)  ته وکتل جبرائيل(ع) اشاره ورته وکړه يعنى داچي که ته غواړې کېدلاى سي رسول الله(ص) بېرته دخپل بادار ودربارته ورسول سو اوخواست يې ورته وکړ. دبخاري په يوه روايت  کي راغلي دي ،چي الله(ج) لس لمنځونه ورکم کړل رسول الله(ص) ،چي  بېرته راوګرځېدئ موسى(ع)  يې خبر کړ، موسى(ع) بيا مشوره ورکړه ،چي دالله(ج) څخه دلږوالي غوښتنه وکړه ستاامت ددومره لمنځونو توان نه لري بيارسول الله(ص) ولاړى لنډه داچي آخر پنځه لمونځونه پاته سوه بياهم موسى(ع) ورته وويل ،چي دالله(ج) څخه  دلږوالي غوښتنه وکړه خورسول الله(ص) ورته وويل ،چي دالله(ج) څخه شرمېږم زه ددغه لمنځونو په کولوکي الله(ج) ته تسليم يم اوسرورته کښته کوم.

رسول الله(ص) ،چي څه ليري سو يواوازپدې ډول وسو: ماخپله فريضه نافذه کړه اوپرخپلو بندګانو مي دلمنځونو کموالى وکړ ([1])

همداډول رسول الله(ص) پدغه شپه نوري حيرانونکي پيښي هم وليدې دبيلګي په ډول رسول الله(ص) هغه کسان وليده ،چي په دنيا کي ديتيمانو مالونه په ظلم سره خوري شونډان يې داوښانوپه څېروه داور سکروټي يې په خوله چيخلې اوتر دبره (دمردارۍ وتلو) ترځاي وتلې .

رسول الله(ص) سود خوړونکي وليده ،چي نسونه يې دومره لوي وه لکه خوني.

رسول الله(ص) هغه ښځي وليدې ،چي مړونه لري اوزناکوي په سينوکي يې لوى ــ لوى کاږه اغزي چيخل سوي وه اود اسمان اومځکي ترمنځ ځړېدلې .([2])

 

([1] ) زاد الميعاد ٢—٤٨ ، ٤٧ بخاري جلد (١) صفحه (٤٥٥، ٤٥٦،٤٧٠، ٤٧١ ٤٨١، ٥٤٨،٥٤٩،٥٥٠) ومسلم جلد (١) صفحه (٩١ الي ٩٦)

([2] ) البيهقي – دلائل النبوة ٢ \ ٣٥٤ ، الذهبي – تاريخ الاسلام ١ \ ١٤١ ، ابن کثير – البداية والنهاية ٣ \ ١٠٧ ، وانظر : البخاري – الصحيح ( فتح الباري ) ٣  \ ٤٩٢ ، ٧ \ ١٩٦ ، مسلم – الصحيح ١ \ ١٤٨ ،

راتلونکې برخه:

دپيغمبرۍ په يوولسم کال ددعوت لمن پراخه سوه

دغه هم وګوری

سیرت النبي ﷺ آته څلویښتمه خپرونه

شیخ مولوي عنایت الله علمي صاحب حفظه الله ډانلوډ  

یوه تبصیره

  1. They let every tom waning coldness Cialis online order Ease dearth is also thick