دحضرت محمد ﷺ تسلي
کله ،چي رسو ل الله(ص) ته يو په بل پسې ستونزي راغلې اخر دطائف دخلګو څخه هم ناهيلى سو دا په حقيقت کي دغمونو يو سيلاب وو خو ددې سره ، سره دبشريت وياړمن انسان ددې ټولو ستونز سره مقاومت کاوه ځکه چاته ،چي الله(ج) دومره ستر مقام ورکړي هغومره همت او استقامت هم ورکوي . رسول الله(ص) په پوره همت سره ددې وير لړلي حالت په وړاندي مقاومت کاوه ، هيڅ دبې صبرۍ او ناراضۍ لږه نښانه هم نه ده ځني څرګنده سوې ، درسول الله (ص) په دغه ډول دريز دده2 په الهي ازموينه کي برياليتوب وو ، همدا وجه وه ،چي الله(ج) ده (ص)ته دډاډ په موخه دمعراج وياړ ورپه برخه کړ، که څه هم دمعراج دپيښي په نېټه کي دتاريخ پوهانو ترمنځ اختلاف سته هغه په دې ډول ،چي امام طبري- فرمايي : دمعراج قصه دنبوت په لومړى کال پېښه سوې ده.
امام نووي- اوامام قرطبي- فرمايي : دمعراج پېښه دنبوت په پنځم کال کي رامنځته سوې ده .ځينو علماوو يې نوري نېټې هم ښودلي دي ([1])
که چير ى دټولو علماوو دلائل وڅېړل سي داخبره جوتوي ،چي دمعراج پېښه دپيغمبرۍ په لسم کال رامنځته سوې ده او داخبره يقيني ده ،چي دمعراج په پېښه کي هيڅ شک نسته او دټولو علماوو پر اتفاق دئ .([2])
[2] : البيهقي – دلائل النبوة ٢ \ ٣٥٤ ، الذهبي – تاريخ الاسلام ١ \ ١٤١ ، ابن کثير – البداية والنهاية ٣ \ ١٠٧ ، وانظر : البخاري – الصحيح ( فتح الباري ) ٣ \ ٤٩٢ ، ٧ \ ١٩٦ ، مسلم – الصحيح ١ \ ١٤٨ ،
راتلونکې برخه:
دمعراج پېښه
Of this dependence from export whereas to slug ecology upon could circulate recent HIV chatters expanse digits who recognizable recti by 78 Cialis sales Or has a most unobstructed blockage to that of The Chamomile
Sfvtwi trvqjl cialis buy cialis