نبي کريم ﷺ دطائف پر لوري
کله ،چي ابوطالب او خديجة رضی الله عنها وفات سوه بيا هم رسول الله(ص) دالله(ج) دامر سره سم په مکه مکرمه کي تبليغ کاوه او د خپل قوم د اصلاح او ګټي کوشش به يې کاوه مګر په مکه مکرمه کي د يوې کوچنۍ ډلي پرته ،چي مسلمانان سوي وه اود يوې کوچني ډلي پرته ،چي کافران وه مګر درسول الله(ص) مرسته به يې کول نور ټوله د مکې اوسېدونکو درسول الله(ص) او مسلمانانو د ځورولو لاري لټولې ، تکليفونه به يې ور رسول پسخند به يې په واهه آن تر دې ،چي څه به يې په توان وه په هغه اندازه به يې تکليف ور رساوه ، د نبوت په لسم کال ،چي کله د نبي کريم(ص) اکا ابو طالب هم وفات سو د نوموړي مړيني د مکې کفارو ته دمسلمانانو د ځورولو نوره لاره خلاصه کړه په دغه وخت کي دوى په ښه ازاده پښه کولاى سواى ،چي خلګ د اسلام اومسلمانېدو څخه منعه کړي ، رسول الله(ص) او اصحابو کرامو رضی الله عنهم ته تر خپله وسه تکليفونه ورورسوي ، نبي کريم(ص) په دې موخه طائف ته تشريف يو وړى ،چي دهغه ځاى اوسېدونکي (ثقيف) نومى قوم ،چي يو لوى قوم وو ــ مسلمانان سي نو مسلمانان به ددې تکليفونو څخه خلاص سي او داسلام دمبارک دين دخپرولو لپاره به يو بنسټ کښېښودل سي .([1])
کله ،چي رسول الله(ص) طائف ته ورسېدئ نو دهغه قوم د مشرانو سره يې خبري پيل کړې ،چي ددغه قوم نوموتي او مخور مشران ګڼل کېده ،د الله(ج) د پاک دين و لوري ته يې را وبلل او دالله(ج) د دين ومرستي ته يې متوجه کړه نوموړو کسانو ددې پر ځاى ،چي د الله (ج)اودهغه د رسول(ص) د دين مرسته وکړي يا لږ تر لږه د عربو مشهوره ميلمه پالنه وکړي و رسول الله(ص) ته يې په بې موخۍ سره مخامخ جواب ورکړ او د بد اخلاقۍ رويه يې غوره کړه پر دې بد اخلاقۍ باندي يې بسنه ونه کړه بلکي دايې هم زړه نه قبلول ،چي رسول الله(ص) دلته پاته سي . رسول الله(ص) ،چي په دې قوم کي کوم کسان مشران بلل دهغو سره يې خبري پيل کړې ددوى څخه يې هيله دا وه ،چي دوى به په شرافت سره درسول الله(ص) سره خبري وکړي خو دوى ددې هيلي په خلاف کړنه ترسره کړه ځکه يوه وويل : او هو ! بس يوازي ته وي ،چي الله(ج) پيغمبر کړې بل څوک نه وو، دوهم وويل : ستا پرته بل څوک نه وو ،چي الله(ج) رسول رالېږلى واى ، دريم وويل : زه ستا سره خبري کول نه غواړم ځکه که ته رشتيا د الله(ج) له لوري څخه پيغمبريې نو ستا دخبرو څخه مخ اړول خو لوى تاوان دئ ( نو ښه دئ ،چي خبري نه در سره وکړم ) او که درواغ وايې نو د درواغجن سره هم خبري نه کوم ، کله ،چي رسول الله(ص)د دوى څخه ناهيلى سو نو ددغه قوم د نورو خلګو سره يې خبري پيل کړې ځکه رسول الله(ص) دهمت او خپلواکۍ غر وو ، نور خلګ هم دمشرانو پر پله روان سوه د رسول الله(ص) دعوت يې نه ومانه بلکي رسول الله(ص) ته يې وويل ژر زموږ د ښار څخه ووزه هر ځاى ،چي ستا د خوښۍ ځاي وي هلته ولاړ سه، کله ،چي رسول (ص) په ناهيلۍ سره دهغه قوم څخه را روان سو د هغه قوم ناوړه خلګو په رسول الله(ص) پسي دکلي هلکان پسې کړه رسول الله(ص) يې په کاڼو ويشتى ، پسخند به يې په واهه او چک چکې به يې پسي کولې تر داسي بريده ،چي د رسول الله (ص) دواړي چپلکي په وينو سرې سوې رسول الله (ص) د دوى څخه بېرته راغلى کله ،چي ددغه شر اچونکو څخه بې غمه سو نو په لاره کي يو ځاى کښېناستى او لاندي دعا يې وويل :
( اللهم اليک اشکو ضعف قوتي وقلة حيلتي و هوني علي الناس يا ارحم الراحمين انت رب المستضعفين وانت ربي الي من تکلني الي بعيد يتجهمي ام الي عدو ملکته، آمري ان لم يکن بک علي غضب فلا ابالي و لکن عافيتک اوسع لي اعوذ بنور وجهک الذي اشرقت له الظلمات وصلح عليه امر الدنيا والاخرة من ان تنزل بي غضبک اويحل علي سخطک لک العتبي حتي ترضي و لاحول ولا قوة الا بک ـ[2]). | ژباړه : اې الله ! تا ته د خپلي کمزورۍ ، ناتوانۍ او په خلګو کې د بې قدرۍ شکايت کوم ، اې ارحم الراحمين ذاته! ته د نا توانانو رب يې، ته زما پالونکى يې ما چاته پرېږدې؟ پردى څوک ،چي مي وويني تندى را باندي تريو کړي يا مي دښمن ته ( پرېږدې ) ،چي هغه ته تا پر ما باندي بر لاسى ورکړى وي ، اې الله ! که ته زما څخه ناراضه نه يې زما د هيچا پروا نسته ستا ساتنه ما لره بس ده زه ستا دذات په رڼا پنا غواړم هغه رڼا ،چي تيارې يې ځلولي دي او د دنيا او آخرت کارونه په سم سوي دي زه له دې څخه پنا غواړم ،چي ته راته په غضب يې او يا راڅخه نا راضه يې ستا نا راضي ترهغه وخته پوري ليري کول لازمي دي تر څو راضي کېږي ( اې الله!) ستا پرته نه بل قوت سته او نه بل طاقت سته.([3]) |
څښتن تعالي(ج) ،چي يو صفت يې قهر دئ د خپل نازولي په ځورېدو يقيناً په قهرکېږي نو د ستي يې جبرائيل(ع) راواستاوه او رسول الله(ص) ته يې سلام ووايه بيا يې وويل ،چي الله(ج) ستا ټولي خبري واورېدې او دقوم جوابونه يې هم واورېده يوه ملائکه ،چي الله(ج) د غرونو واک او ا ختيار ورکړى دئ الله(ج) ستا دخدمت لپاره راواستول ، دستي هغه ملائکه را غلل سلام يې ووايه دسلام وروسته يې رسول الله(ص) ته وويل : يا رسول الله(ص) ! امر وکړه که ته امر وکړې زه به پر دې قوم باندي غرونه را پورته کړم ټوله به چختاڼ ( زره ،زره ) کړم رسول الله(ص) ،چي ډېر زړه سوانده ، رحم لرونکى پيغمبر وو ملائکي ته يې په جواب کي وويل : زه د دوى هلاکېدل نه غواړم بلکي زه دوى ته دهدايت دعا کوم که دوى مسلمانان نسي اميد لرم ،چي د دوى په اولادو کي به مسلمانان پيدا سي ،چي دالله(ج) عبادت او بندګي به کوي .([4])
[1] : ابن هشام – السيرة ٢\ ٧٠ ، ٧٢ ، ابن سعد – الطبقات ١ \ ٢١١ ، ٢٢١ .
([2] ) کذا في سيرة ابن هشام ٢\ ٧٠ . قلت واختلفت الروايات في الفاظ الدعا کما في قرة العيون
[3] : ابن هشام – السيرة ٢\ ٧٠ ، ٧٢ ، واسناده حسن مرسل ورواه ابن سعد في الطبقات ١\ ٢١١ ، ٢١٢ ،
[4] : البخاري – الصحيح ( فتح الباري ) ٦ \ ٣١٢ ، مسلم – الصحيح ٣ \ ١٤٢٠ .
راتلونکې برخه :
دپېرانانو اسلام راوړل
Levitra And Cialis Beta Lactam Amoxicillin No Superinfection Propecia Amenorrea buy cialis online Buy Real Cialis Uk Viagra 0.25 Mg
If you perplex ED hatches with measles that nickel to Cialis fast delivery usa are habits B D